غزل

عبدالسلام 

منظرونه داسي يو پۀ يو بدليږي

 چې بتان د عقايدو را غورزيږي

 

 

حقیقت دهندوکش په څیر ولاړ دے

عقیدت لکه د واورې ویلې کیږي

 

علامه د ژوندانۀ  نه ده د مرګ ده

هر قدم چې دخپل ذات پۀ لور ستنیږي

 

هغه سر دآزادئ طلب ګار نۀ دے

چې پۀ هر قدم سجدو ته ښکته کیږي

 

دا په کومه هدیره راغلو سلا مه

چې آواز مو له هر لوری راتمبیږي