د بنياد پرستۍ سياسى مقاصد
باچا ګل
دقرآن پاک پۀ صورت بقره کښې فرمان دے چې پۀ دين کښې هيڅ قسم زبر دستى نۀ شته مګر کله چې رياست جوړ شو او د يو منظم فوځې طاقت پۀ زريعه د مشرق وسطى نه د افريقى او افغانستان پورى پۀ وسائلو د قبضى دپاره جنګونه شروع شول ـ د مال غنيمت پۀ نوم چې کوم لوټ مار اوشو پۀ نتيجه کښې د عرب رياستونو د خلفاؤ او دفوځى لښکر د مشرانو پۀ مينځ کښې پۀ مال غنيمت او د ملکيت پۀ سوال باندى مستقل جنګونه جوړ شول ـ او ددين معاملات دسياسى مقاصدو دپاره استعمال شول ـ
پۀ پاکستان کښې د فوځى را ج د استحکام اود امريکى د مقاصدو دحصول دپاره چې کوم جنګونه وشول او يا روان دى ـ دى ته د جهاد نوم ورکړے شو ـ دسياسى مقاصدو او ذاتىملکيت دتحفظ دپاره د مذهب نوى تشريح وشوه ـ چى پۀ نتيجه کښې ئ ګڼى فرقى را پيداشوى ـ دفرقه پرستۍ پر تشدده سوچ د مذهب شکل بدل کړو ـ د دليل ، عقل او علم پۀ ذريعه نا بلکى د ټوپک د شپيلئ پۀ زور د خپلو سياسى مقاصدو دحصول دپاره مذهبى خيالات پۀ خلکو وروتپل شو ـ او د رياستى طاقت په ملګرتيا ـ
د ټوپک پۀ ژبه خبرى کونکى پۀ پاکستان کښې شپاړس بنياد پرسته مسلح تنظيمونه سر ګرم دى ـ د کال2002 د اعداد وشمار مطابق پۀ پاکستان کښې واړۀ لوئ څلويښت بنياد پرست جماعتونه کار کوى ـ
د برصغير تاريخ دداسى واقعاتو نه ډک پروت دے ـ د کال ١٨٤٣ء پورى فرنګى دهندوستان پۀ ډيرو علقو باندى قبضه کړى وه ـ ليکن پۀ پنجاب کښې سيک راج ډير مضبوط وو د ډيرو زوره ورو حملو باؤجود فرنګى پنجاب قبضه نۀ کړو ـ اخر کار فرنګى سرکار د خپل تسلط لاندى علاقو کښې بنياد پرست را غړنډ کړل دوئ لۀ ئ مالى مدد ورکړو ـ چې د سکهانو خلاف د جهاد اعلان اوکړى ـ نو ځکه سيد شهيد احمد بريلوى او اسماعيل شاه چې ځا ن ته به ئ وهابيان وئيل ـ د جهاد دپاره پيښور ته را غلۀ ـ
٫٫ شهباز ګړه د ستړو ځائ دے ،، دپښتنودخاورى نه ئ جهاد شروع کړو ـ پۀ دى جنګ کښې سيداحمد او اسماعل شاه دواړه اووژل شو ـ ليکن سکهان پۀ دى جنګ کښې ډير کمزورى شول فرنګى د مو قعى نه فائده واخسته او پۀ مارچ ١٨٤٦ کښې ئ د سيک را ج پا يه تخت لاهور باندى قبضه اوکړه ـ او ټول هندوستان د شلو کالو پورى د انګريز پۀ غلامۍ کښې ګير شو ـ نو دلته مونږ اوکتل چې د جهاد نتيجه سياسى را غله مذهبى را نۀ غله ـ
د برصغير د آزادۍ جنګ چې يو سامراج دشمنه او دقومى آزادۍ جنګ وو دپاکستان پۀ وجه د بنياد پرستۍ پۀ شکل کښې بدل شو ـ امريکى او بر طا نوى سامراج چې دد نيا نوے تشکيل کوؤ نو پۀ هغى کښې د بر صغير تقسيم لازمى وو ـ ددى دپاره بنياد پر ستى د يوى آلى پۀ طور استعمال شوه چې پۀ نتيجه کښې ئ ٥٠ لکه انسانان اوژل شول ـ او دوه کروړه خلک پکښې بى کوره شول ـ داپۀ انسانى معاشر تى تاريخ کښې د بنياد پرستئ پۀ وجه دانسانانو لوئ قتل عام ووـ او د هجرت غټه وا قعه وه چې پۀ نتيجه کښې ئ پاکستان جوړ شو ـ نو دلته هم موڼږ ګورو چې د بنياد پرستۍ نتيجه سياسى ده مذهبى نۀ ده ـ
دبر صغير د تقسيم نه ورستو پۀ کال ٩١٤٨ ء کښې دپاکستان واکدارانو پۀ کشمير کښې د جهاد پۀ نوم ميدان ګرم کړو ـ او خپل پلويان بنياد پرست ئ دى ته چمتو کړل چې پۀ کشمير د جهاد اعلان او کړى ( کاڼے ځى د يتيم پۀ سر لګى ) د پښتنو پۀ خاوره سوات او قبائيلو کښې د جهاد دپاره بهرتى شروع شوهـ غير تربيت يافته پښتانۀ د انډين منظم آرمى ته مخامخ شو ـ چې ددى پښتنو خوارانو به څۀ حشر شوے وى ـ د کشمير د جهاد پۀ حواله با چا خان پۀ خپل کتا ب زما ژوند او جدوجهد کښې ليکى ٫٫مونږ پښتانۀ اجرتى قاتلان يو ،، او پۀ پيسو مړى کوؤ.پښتنو څومره مړۀ کړۀ دا خو معلومه نۀ ده ـ البته پۀ پاکستانى کشمير کښې د نهه سوه پښتنو قبرونه موجود دى ـ چې کتبى ئ لوستلے شۍ ـ د سوچ خبره داده چې نهه سوه پښتانۀ د څۀ مقصد دپاره مړۀ شو آيا پۀ کشمير يا پاکستان کښې اسلام نا فذ شو ؟ نو ځواب به ئ نا وى ـ هر هغه نظام چې واک اختيار ئ د بل پۀ لاس کښې وى نشى نا فذ کيدے کۀ هغه اسلام وى يا بل څۀ نظام ـ پۀ هر حال د کشميرلو به د عا لمى سر ما ئى واکدارانو بر طانئې او امريکې جوړه کړے ده ـ چې پاکستان او انډيا د کشمير پۀ تنازعه کښې نښتے وى ـ لکه پۀ يو هډوکى چې ددوؤ سپو خړاوه وى ـ چې امريکه او برطانيه خپله وسله خرڅه کړى او خپل معاشى هدفونه تر لاسه کړى ـ
زۀ پخپله کشمير ته ديو سيمنار دپاره تلے ووم ـ ما محسوسه کړه چې کشميريان پښتنو شهيدانو ته ډير پۀ سپک نظر ګورى ـ کشميريان وائي چې دا قاتلان او لوټ ماران دى ـ چې د کشمير يانو وژلو او تالا کولو له را غى وو ـ او پۀ مړينى ئ زمونږ پۀ هديرو قبضه کړى ده ـ پۀ کشمير د جهاد پۀ وجه دپښتنو خلاف ډيرى سپکى خبرى او قيصى مشهورى دى ـ چې ئ ليکلے نشم ـ زما قلم او پښتنى غيرت له ترى حياراځى ـ
پۀ هر حال پاکستان جوړ دمذهب پۀ نوم شو ـ ځکه چې دبر صغير د تقسيم بل هيڅ جواز نۀ وو ـ دمسلم ليګ مشرانو به وئيل چې مونږ اسلامى رياست ځکه جوړ ه وؤ ـ چې مونږ د هندوانونه جدا قوم يو ـ دقوم پۀ حواله ددى نه زياته غلطه تشريح نشى کيدے ـ قوم هميشه پۀ ژبه تاريخ او زمکه جوړيږى ـ پۀ يو قوم کښې ګڼ شمير مذهبونه وى ـ خو قوميت ئ يو وى ـ او مذهبونه ئ جدا جدا وى ـ دا اقوام متحده ادارى يو نيسف چې دقوم کومه تشريح کړى ده هغه پۀ دى ډول ده ـ ٫٫چې دکومو خلکو يوغټه ژبه وى د زمکى خاوندان وى ، مشترک ثقافت ئ وى او تاريخى پس منظر لرى ـ بس دا يو قوم دے،، ـ پۀ دى آينه کښې چې مونږ ګورو مونږ ته بل څۀ پۀ نظر راځى ـ پاکستان کښې نۀ د چا ژبه يوه ده ، نۀ ئ ثقافت يو دے او نۀ ئ تاريخى پس منظر شته ـ خو پۀ هر حال پاکستان جوړ شو ـ دمذهب پۀ نوم شو ـ خو دجوړيدو سره سم دا بحث شروع شو چې قانون به دکوم مکتب فکر وى ـ شيعه د سنى ( فقه ) نۀ منله ـ ديو بند مکتب فکر د بريلوى مکتب فکر نه سخت خلاف وو ـ اهل حديث ددى دواړو د ښمن وو ـ قاديانيانو خپله چار بيته وئيله ـ او هر مکتب فکر کوشش کوؤ چې پۀ هر ه طريقه اقتدار ته ځان ورسوى ـ او پۀ رياست قبضه او کړى ـ او خپله فقه يعنى مسلک نا فذ کړى ـ هر مکتب فکر دا کوشش کوؤ چې بل پۀ اولس کښې کافر ثابت کړى ـ نو ځکه پۀ پاکستان کښې د فرقه پرستئ پۀ نوم يو نۀ ختميدونکے جنګ شروع شو ـ نو دا بنياد پرست نور هم حساس شو او هر مکتب فکر خپل کارکنان مسلح کړل ـ کۀ صبا له مونږ هم کافر وګرځولے شو چې بيا مسلح جنګ شروع کړو ـ ددى سره سره دوئ د سيکولر او جمهورى قوتونو مخالفت با جماعت شروع کړو ـ دوئ دوه څيزونه پۀ خپله لار کښې خنډان وګڼل ، يو حمهوريت او بل قومى خود مختارى ـ بنياد پرست طبقې چې ددنيا پۀ هر ګوټ کښې هم وى د جمهوريت او قومى خود مختيارئ به خلاف وى ـ جمهوريت هميش پۀ خلکو کښې يو والے را ولى او پۀ قومونو کښې اتحاد پيدا کوى ـ مګر بنياد پرستى د اولس دتقسيم جذبات پيدا کوى ـ د تمامو فرقو بنياد پۀ اتحاد نۀ دے ـ بلکى پۀ اختلاف ولاړ دے ـ ددى مثال دپياز د غوټى دے چې يو پوستکے لرى کړى لاندى بل و ـ پۀ کوم ملک کښې چې قومونه خود مختاره نۀ وى او جمهورى ادارى هم نۀ وى هلته بياد پر ست ډير مضبوط او طاقت ور وى ـ دغه وجه ده چې پۀ پا کستان کښې د بنياد پرستو او غير جمهورى فوځى آمريتونو هميشه نه اتحاد پاتى شوے دے ـ پۀ شلمه پيړئ کښې پيدا شوې دا يو خاص قسم بنياد پرستى ده چې تشريح ئ دمذهب پۀ نوم کيږى ـ هيڅ کله هم مذهبى بنياد پرستى نۀ ده بلکى مکمل طور سياسى ده ځکه چې ددى بنياد پرستئ مقاصد مذهبى نۀ دى بلکى سياسى دى ـ چې تړون ئ د عالمى سرما ئي دصورتحال سره تړلے دے ـ او نن وخت بنياد پرستى د عالمى سرمائي د سياسى لوبى حصه ده ـ نو تجزيه او جا يزه او نتيجه به ئ هم د مذهب پۀ تناظر کښې نۀ کيږى ـ بلکى عالمى سياسى منظر نا مى پۀ رڼا کښې به کيږى ـ پۀ ويتنام او کيوبا کښې پۀ ګوريلا جنګ کښې د شکست نه پس امريکى سامراج هم خپله حکمت عملى او طريقه کار بدل کړو ـ دخپل سياسى او معاشى هدفونو حاصلولو دپاره ئ افريقى ، مشرق وسطى نه تر افغانستان او پاکستان پورى د بنياد پرستئ پۀ نوم ګوريله جنګ شروع کړو ـ ګڼ شميرخلکو له ئ ډالر او فوځى تربيت ورکړو ـ چې دافغانستان قانونى خود مختار او انقلابى حکومت ختم کړى ـ او دا سى خلک پۀ اقتدار کيښنوى چې د وطن قوم او ملت سره ئ هيڅ مينه نۀ وى ـ او نه داولس پۀ آزادئ يقين لرى ـ د خپلى ذهنى غلامۍ پۀ وجه د ما ضى قيصى پۀ حال لاګو کوى ـ دجديد خيالاتو سخت مخالف وى ـ او دهر سائنسى ايجاد مخه نيسى ـ چې پۀ نتيجه کښې ئ قومونه ددنيا پۀ سيالئ کښې پۀ سوؤنو کاله ورستو پاتى شى ـ نن پۀ شمالى پښتنونخوا کښې پۀ سکولونو حملى ددى خبرى واضح دليل دے ـ چې دا خلک د عقل ، علم څومره د ښمنا ن دى ـ او رياست خو هسى هم مونږ ته تعليم نۀ راکوى ـ او کۀ څۀ لږ ىډيرى د تعليم ادارى دى نو هغه هم پۀ بمانو نړيږى ـ د سوړ جنګ پۀ وخت کښې هم ددى بنياد پرستۍ مقاصد سياسى وو ـ او نن د تهذيبونو د ټکراؤ د ډا کټرائن پۀ رڼا کښې چې بنياد پرستى د خپل طاقت کومه مظاهره کوى ـ نو مقاصد ئ مذهبى نۀ سياسى دى ـ د سوړ جنګ پۀ وخت کښې چى دى مخصوصى بنياد پرستئ د سياسى مقاصدو پۀ حصول کښې هم اهم کردار ادا کړے دے ـ او نن هم بنياد پرست د عالم ىسرمائئ د امداد دپاره پۀ ميدان کښې ولاړ دى ـ د عالمىسرمائي د فوځى اوسياسى بالا دستئ پۀ خاطر اور اوبۀ يو ځائ شوى دى ـ لهذا د بنياد پرستئ پۀ سياسى روح اومقصد باندى ځان پوهول ډير زيات ضرورى دى ـ سرما يه دار ى نظام چې نن پۀ يو نوى شکل کښې موجود دے ـ نۀ صرف پۀ معيشيت او اقتصاديات باند کنټرول لرى ـ بلکى دا نسانى کردار او پۀ سياسى مداخلت کښې هم اضا فه شوى ده ـ ځکه چې دا بنياد پرستى مذهبى نۀ ده ـ بلکى د عالمى سرمائي او سامراجيت آله کاره ده دسوړ جنګ پۀ زمانه کښې را ټوکيدلے دبنياد پرستئ دا بوټے نن غټه ونه ده دعالمى سر مائي يو دانشور نکسن ډاکټرائن پۀ خيال پۀ مشرق وسطى کښې بنياد پرست اسرائيل او سعودى عرب د امريکى مفاداتو دپاره دوه سترګى او دوه لاسونه دى ـ او سعودى عرب لهذا الجزائر ، مصر ، يمن ، فلسطين ، بغداد ، پاکستان اغرض هر ځائ دد نيا پۀ ګوټ ګوټ کښې بنياد پرستى مضبوطه کړه ـ چى سوشلسټ بلاک تحليل کړى ـ او کله چې دا مقصد پوره شو نو نن سامراج د ګلوبلائٍزيشن خلاف چې د خلکو کوم ردعمل مخى ته را غے دهغى دمخ نيوے د تهذيبونو د ټکراؤ پۀ نوم کيږ ى پۀ ډنمارک کښې د پيغمبر اسلام کار ټونان شائع کول طاهره خبره ده چې دلته بنياد پرستو ته موقع پۀ لاس ورکول دى ـ
احمد رشيد پۀ خپل کتاب ( طالبان ) کښې حيرا نونکے انکشاف کړے دے ـ هغه ليکى چې اسرائيلى اينټليجنس ادارے ( موساد ) پۀ امريکه کښې د طالبانو سره مذاکرات پيل کړى وو ـ او د تيلو د کمپنو پۀ ذريعه او دپاکستان آئي ايس آئي هم پۀ دى مذاکراتو کښې شامل وو ـ
د بنياد پر ستئ قوت مذهب دے مګر استعمال ئ د سياسى مقاصدو دپاره کيږى ـ لهذا د قومى آزادئ د تحريکونو او لنئ فريضه داده چې مذهب او سياست د يو بل نه بيل کړى ـ چې بنياد پرستى د سياسى مقاصدو دپاره نۀ استعماليږى ـ بنياد پرستى عالمى سرما ئي له فکرى قوت ورکوى ـ چې پۀ نتيجه کښې ئ اولس تقسيم شى ـ او عالمى سرما ئي ته موقع پۀ لاس ورشى چې د قومونو آزادى پاماله کړىد تهذيبونو ټکراؤ دددهشت ګردئ خلاف جنګ او بنياد پرستى دا ټولى هغه ذريعى دى چې د ګلوبلائزيشن د فطرى نتيجى مخ نيوے او کړى ـ د زيات نه زياتى منافعى پۀ لالچ کښې يو خواته سامراج د ګلوبلائزيشن پۀ ايجنډه باندى کار کوى ـ او بل خواته د هغى نتائجو باند ى قابوراولى ـ او دهغى خلاف مزاحمت چلولو دپاره بنياد پرستى ديوى آلى پۀ ډول استعمالوى ـ عالمى سرما ئي د ټول يورپ او امريکى اولس د تهذيبونو دټکراؤ د ډاکټرائن پۀ بنياد خپل اتحاديان جوړ ګړى دى ـ او ددريمى دنيا اولس ئ د بنياد پرست قوتونو شاته ودرولى دى ـ د بنياد پرستو مرکزونه پۀ ترقى پذير ملکونو کښې دى چې مشرق وسطى ، افريقه او ايشياء کښې خوارۀ دى ـ پۀ دى مرکزونو کښې پاکستان ، اسرائيل ، ايران ، سعودى عرب شامل دى ـ پۀ دى کښې پاکستان زيات اهميت لرى س پۀ پاکستان کښې د بنياد پرستو پۀ سياست او اقتدار کښې د مداخلت اندازه ددى خبرى نه کيږى چې پۀ ١٩٩٨ کښې د بينظير بټو د حکومت د ختمولو دپاره اسامه بن لادن نواز شريف چې هغه وخت د پنجاب وزير اعلى وو دمالى امداد پيشکش کړے وو ـ
دا يو وا ضحه حقيقت دے چې پۀ پاکستان کښې د بنياد پرستئ شاته خفيه ايجنسئ ولاړى دى ـ او دا ټول ناروا کارونه د خفيه ايجنسو پۀ اشارو او تائيد کيږى ـ
عبدالله ملک پۀ خپل کتاب کښې ليکى چې د اسلامى جماعتونو ځوانان پۀ ور جينا کښې قائم د سى آئي اے د جاسوسئ تر بيتى ادارے ته پۀ حواله کيږى ـ چې هلته ترى د مستقبل دپاره طالبان جوړ کړى ـ او بيا پۀ پاکستان کښې د بريټش ايجنسئ ( ايم آئي بى ) او آئي ايس آئي ددوئ رهنمائي اوکړى ـ