غزل

ننګيال يوسفزئ

ساز سندره ساقي جام دى

د رنګونو ډک ماښــام دى

ځم ټپې له د غره ســــــر ته

راسره نوی پېغــــــــام دى

دسرونو شمېر مو نــشته

قتل عام دے قتل عام دى

په کلونوآ باد نه شـــــــــو

څو ک ددی کلي امام دى

دغه ګُــــل څڼو له مه وړه

دغه ګُــل هلته بدنام دى

دا دستړي ژوندکيسې دي

دانه وحــي نه الهام دى