دپاکستان مزدور تحريک ته يوه لنډه کتنه
ليک: عبدالسلام سلام
لنډیز اوژباړه: ننګيال يوسفزی
پۀ انسانى معاشره کښې د آقا ، غلام و جاګيردار ، دهقان او دسرمايه دا ر او مزدور يو اوږد تاريخ موجود دی .چې دتاريخى ارتقا پۀ طور ئ شکل بدل کړی خو پۀ کيفيت کښې پۀ خپل بنيادى شکل يعنى آقا او غلام پۀ طور نن هم موجود دي . او ددغه بنيادونو سره سره هغه تضادات هم موجود دي کوم چې د يو آقا او غلام تر منځه پيدا کيدې شي . دقديم يونان دغلامانو د بغاوتونو را واخله د نن مزدور د هړتاله پورې تاريخ مونږ ته دا پۀ ګوته کوي چې طبقاتى مسله ترهغه نۀ شي حل کيدی، تر څو چې هغه بنيادونه نۀ وى ختم شوي پۀ کومو بنيادونو چې دآ قا اوغلام رشته جوړيږي . دا تفاوت تر هغه نۀ شي ختميدی تر څو چې دآ قا اوغلام پۀ رشته ولاړ دا عمارت دبيخ نه نړولی شوی نۀ وي . او تر څو چې د يو انسان پۀ بل انسان تسلط ختم شوی نۀ وي. تر هغى دا تضادات او د هغى پۀ نتيجه کښې پيدا کيدو نکی کشمکش نۀ شى ختميدی ـــ
دآقا او غلام تر منځ ددغه کشمکش يو داستان د يوم مۍ يا يوم مزدور پۀ نوم لمانځلی کيږي . دا ورځ د خواري کښو دمقدسى وينى پۀ يا د کښې لمانځل کيږي . دا ورځ دشکاګو د هغه خواري کښودلا زواله قربانۍ پۀ ياد کښې لمانځلی کيږي چاچې د خپل سر پۀ قيمت خواري کښه طبقه د بغاوت د يو نوي انداز سره آشنا کړه . دا ورځ دهغه سر تيرو پۀ ياد کښې لمانځلی کيږي چا چې ددار پۀ سر هم د خپلې فتحې جشن کړی وو او د استحصـالي نظام پۀ دلالانو ئ دا ثابته کړه چې .
تنديه ماتؤم دى لګؤمه خو دى نه
د خواري کښو د مبارزې دا ستان د يو کال يا يوې ورځې نۀ بلکې د پيړيو پيړيو را هسې موجود دی . پۀ کوم کښې چې خواري کښو د غلامۍ او جاګير داري نظام نه تر څۀ حده ځان پۀ جسماني طور خلاص کړو خو د سرما يه داري نظام پۀ دور کښې هغوۍ معاشى طور غلامان جوړ کړې شو . تنخا ګانې دومره کمې وې چې يو وخت به پرى پۀ مړه ګيډه ډوډۍ نۀ ميلا ويده .هغوۍ به مجبوراً اتلس اتلس ګينټى کار کوو خو بيا هم دهغوۍ زندګى د تيرونه ډکه وه . د شپږو کالو ماشومان پۀ مزدورۍ کولو مجبوره وو .
پۀ يورپ کښې د صنعتى انقلاب نه پس د سرمايه داري نظام تيز رفتارې ترقۍ وړومبی د برطانى پۀ خواري کښه طبقه اثرات مرتب کړل . دهقا نانو او کسب ګرو د ښا رونو مخه اوکړه ا وځانونه ئ د د کارخانو مشينانو ته وسپارل . ا و دهغه شان دا بی وزله خوارۀ وارۀ مزدوران ديوې طبقې پۀ شکل کښې راټول شو . اوددى سره سره پۀدوئ کښې د سرما يه دارى نظام خلاف نفرت هم وده او مونده او ددى غصې اظهار به دوۍ پۀ مختلفو طريقو کوو . پۀ شورو شورو کښې به دوۍ پۀمشينا نو باندى خپله غصه ويسته مشينان به ئ ماتول او کنځلې به ئ ورته کولى او دخپلې بې وزلۍ ذمه وار به ئ مشينان ګنړل .او بيا ورو ورو ددوۍ پۀ لاس د هړتال غوندى وسله ورغله دڅۀ پۀ ذريعه چې دوۍ دخپل استحصال پۀ خلاف احتجاج کولی شو .
څنګه چې سرما يه داري نظام دټولو نه اول پۀ برطانيه کښې خپلې جړى مضبوطې کړې هم دغه رنګ ( دسرمايه دارى نظام وړومبې ګورکنان هم د بر تانیۍ نه را اوچت شول ) او د مزدورانو دتنظمي مبارزى ابتدا هم ددغه ځائ نه کيږي. پۀ کال ١٨٢٥ کښې د مزدورانو تنطيمونه پۀ وجود کښې را غلل او ورورو پۀ ټوله نړئ کښې د مزدورانو تنطيم کارى شورو شوه .
د شکاګو د مزدورانو مبارزه هم ددغه تسلسل يوه کړۍ ده . د کال ١٨٦٨ دمۍ پۀ وړومبۍ نيټه د امريکى خواري کښو د خپل حق د حا صلولو دپاره پۀ ټول ملک کښې د هړتال اعلان او کړو ددوۍ په دغه مطالبو کښې د ټولو نه اهمه مطالبه د آتۀ ګينټى کار وه. د امريکى پۀ ټو لو صنعتى ښارونو کښې مزدورانو جلوسونه او مظاهرې اوکړےې پۀ دى کښې دټولو نه لويه مظا هره د شکاګو Hay Market کښې او شوه چې پکښې يو لک مزدورانو حصه واخیسته . وړومبۍ مئ ته چې کوم لازواله تاريخى حيثيت حاصل شو هغه د مئ دريمه نيټه وه کله چې هم پۀ دى سلسله کښې يو لک مزدوران پۀ هړتال وو او پولسو پرې ډير پۀ بې دردۍ ګولۍ اوورولى چې پۀ نتيجه کښې ئ څلور مزدوران مړۀ او يو شمير ټپيان شو ل . د مئ پۀ څلورمه نيټه مزدورانو ددغې ظلم خلاف د احتجاج اعلان اوکړو بې شميره مزدوران او دهغوئ ليډرا ن ګرفتار کړی شو خو مزدورانو خپل احتجاج جارى وساتو. پۀ دى موقع د سرمايه دارانو ساتلى بدمعاشانو پۀ پوليسو بم اوغورزووچې پکښې ٧ پوليس والا مړۀ شو . پوليس والا دغه جواز جوړ کړو او پۀ مزدورانو ئ بې واره ډزې اوکړې او بی شميره مزدوران ئ شهيدان او زخميان کړۀ حکومت پۀ پوليسو باندې د بې بنيا ده بم حملې پۀ جرم کښې دمزدورانو آتۀ ليډران ونيول چې پکښې ئ اووۀ تنو ته دمرګ سزا واوروله ــ دد دوه کسانو سزا ئ پۀ عمر قيد کښې بدله کړه او پنځۀ تنه پۀ يو لسم نو مبر ١٨٨٧ پۀ دار وخيژولی شول . دى واقعى ددنيا پۀ مزدورانوکښې د مزا حمت يو ه نوې جذبه را بيداره کړه . دټولې دنيا مزدورانو د امريکى د مزدورانو سره ديکجهتۍ دپاره مظاهرې او کړې او ددى مزاحمت پۀ نتيجه کښې د امريکى حکومت مجبوره شو چې قيد شوى مزدوران خوشى کړي او پۀ دار شوي مزدورانو پۀ سزا ئ بخښنه او غواړي او دا فيصله غير منصفانه وګرځوي ــــ.
پۀ کال ١٨٩٠ کښې د مئ پۀوړومبۍ نيټه د شکاګودمزدورانو پۀ نو م ولمانځلې شوه او تر ننه پورې د ټولې نړۍ مزدوران دا ورځ لمانځي.ـــ
خواري کښې ډلې د معاشرې د ترقۍ او دسر مايه دا رانه نظام د ظلم او استحصال خلاف يو نۀ ختميدو نکې مبارزه شورو کړه چې نتائج ئ د انقلاب روس پۀ شکل کښې ښکاره شو ـ پۀ سويت يو نين کښې د مزدورانو او دهقانانو بريا ليتوب د ټولې نړۍ خواري کښو ته حوصله ورکړه خصوصاۤ پۀ يو رپ او امريکه کښې دمزدورانو دتنظيمونو طاقت يو پۀ دوه شو چې پۀ نتيجه کښې ئ سرمايه دارى ملکونه د سوشل ويلفير سټيټ پۀ فارموله جوړولو مجبوره کړل.ـــ
هندوستان چې پۀ دغه وخت کښې د برطانيى تر تسلط لاندى وو او ددى باو جود چې رجعت پرستي پۀ هر طرف زور وه خو هندوستا ني مزدورانو به هړتالو نه کول. تر ١٩٢٦ پورى د ټريډ يونين غړيتوب ٣ لکه مزدوانو ته ورسيدو پۀ بنګال ، بمبۍ و پنجاب او د ملک پۀ نورو حصو کښې مزدورانو او دهقانانو خپلى پا رټۍ او تنطيونه جوړ کړل او دهقانا ن ومزدوران کسب ګر او ترقى پسند دا نشوران متحد شو اودغه تنظيمونو پۀ ملک کښې جمهورى قوتو نو سره هرقسم مرسته وکړه. پۀ کال ١٩٢٨ کښې کله چې سائمن کميشن هندو ستا ن ته راتلو نو هړتالونو هم زور ونيوو او پۀ دغه کال د پنځۀ لکه نه زياتو مزدورانو پۀ هړتالونو کښې بر خه واخسته پۀ دې کښې اهم ترين هړتال دبمبۍ د کپړى مل د مزدورانو وو چې تر شپږو مياشتو جارى وو.دمزدورتحريک پر مخ تګ چې کله انګريزانو ځان ته خطره وګڼله نو د جبرو تشدد لار ي اختيار کړه ټول نوموړى ليډران ۍ ونيول خو مزدورانو خپله مبارزه بياهم جاري وساتله او پۀ لکونو مزدورانو پۀ هندوستا دآزادۍ پۀ سياسى هلو ځلو کښې خپل رول ولوبولو .ـــ
د هند د تقسيم نه پس او دپاکستان دجو ړيد و سره د مزدورانو پۀ ژوند او دکار کولو پۀ حالاتو کښې هيڅ فرق را نغلو او مزدور تحريک چې پۀ متحده هندوستان کښې څومره پياوړي وو (د هغوۍ خپلې پار ټۍ او تنظيمونه موجود وو چې د تقسيم نه پس څنګه آل انډيا ټريډ يو نين فيډريشن تقسيم شو هم دغه رنګى کميونسټ پارټى هم تقسيم شوه چې پۀ مزدور تحريک کښې ئ لويه برخه در لوده) دتقسيم نه پس هم هغه هومره کمزوری شو . او پۀ تيره بيا د پاکستا ن حکمرانانو نور هم پسې کمزوری کړو . دحب الوطنۍ پۀ نوم دمزدورانو پۀ استحصـال کښې نوره هم اضافه وشوه او حقونه ي وتروړلی شو .ددې اندازه ددى ځائ د حکمرانانو د ليبر پالسۍ نه پۀ اسانه کيدى شي ـــ
پۀ١١م اګست ٩١٤٧کښې محمد على جناح پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې اعلان اوکړو چې پۀ پاکستا ن کښې به دهر قسم زخيره اندوزۍ ، رشوت خورۍ او بې انصافۍ مکمله خاتمه کيږي . ددې سره سره مسلم ليگ پۀ يو انسان دبل انسان د استحَصال د ختمولو وعده هم وکړه او وې ويل چې پۀ پاکستان کښې څوک امير او غريب نشته ، او نۀ څوک سرمايه دار او مزدور بلکې ټول مسلمانان وروڼه دي . خو پۀ حقيقت کښې بل څۀ وو چې اظهار ئ ددوئ پۀ ليبر پاليسۍ کښې وشو . د کال ١٩٥٠م د جنورۍ پۀ مياشت کښې د ليبر کميټۍ پۀ وينا د ١٩٣٤ پۀ مزدور قوانينو کښې څۀ ردو بدل وکړی شو او يو څو اضافى پکښې وشوې. دا قوانين پۀ هغه کار خانو لازم کيدى جرته جې مشينان موجود وو او دشلو نه زياتو مزدورانو پکښې کار کاوۀ . د کاروخت ٩ ساعته مقرر شو او دملا زمت دکم نه کم عمر ١٢ کاله وټا کلی شو او کوم مزدور چې د ديرشو هړتالونو نه پۀ زياتو کښې حصه واخلى هغۀ ته به چټى نۀ ميلا ويږى.چرته چې د٢٥٠ نه زيات مزدوران کار کوي هلته به کينټين جوړيږي . خو پۀ دو مره مزدور دشمنه قانون هم عملدامد نۀ کيدو او سر مايه دارو کوشش کؤو چې د د زياتو نه زياته د مزدور وينۀ وڅکي . د ١٩٤٧نه تر ١٩٥٨ پورى چې دلته هر څوک پۀ اقتدار قابض شوي هغوۍ د مذ هبي پرو پيګنډې پۀ زور د مزدورانو هره مبارزه خلاف اسلام ګڼلى او پۀ مختلفو فتوو ئ مزدور تحريک ته ډير لوئ زيان ور اړولی دی . دجنر ل ايوب ډکټيټر شپ چې کله شورو شو نو زوړ آئين ئ منسوخ کړو پۀ ټريډ يونين ، سټو ډنټ آرګنائزيشنو او سياسى پارټو ئ پابندى ولګوله او دهغوي دسر سړي ي ګرفتار کړل او سر ما يه دارو د حکومت پۀ مرسته د مزدورانو پاتى حقوق هم وتروړل .اوقات کار ئ لس ګينټى کړو او معاوضه ئ کمه کړه .
پۀ نولس سوه نهه پنځوس کښې د مزدورانو پۀ سياسى هلو ځلو بنديز ولګيدو او د مزدورانو پۀ جلسه کښې پۀ ګډون ٧ کاله او پۀ هړتال کښې پۀ ګډون لس کاله قيد با مشقت سزا کيښودی شوه .
١٩٦٩ پۀ اولسي پاڅون کښې خوار ي کښو ډيره لويه برخه واخسته او جنرل ايوب ئ استعفا ته مجبوره کړو . او دهغي نه پس د نوى ليبر پالسۍ اعلان وشو چې د تيرو پاليسيو نه لګه ښه وه.
د ايو بى آمريت خلاف پا څون کښې مزدورانو لوي لاس لرلی وو پۀ دې وجه بټهو د مزدورانو د دباؤ پۀ وجه ليبر پالسۍ کښې د بدلون اعلان وکړو او ډيري ادارې ئ پۀ سرکاري ملکيت کښې واخستې . پۀ ٩١٧٢ کښې نوى ليبرپا لیسى جوړه شوه چې مزدرانو ته ترى ډيره فائده ورسيده خو چې څو مره پۀ پيپلز پارټۍ د مزدورانو دباؤ کميدو هم هغه شان به د ټريډ يونين نه مترقي او انقلابي ځواکونه بهر ويستل کيدۀ . او څنگه چې سرمايه دار او جاګير دار را مخى ته شو نو حکومت بۀ پۀ مزدورانو تېري شوروکړو د کرا چۍ پۀ لانډهى او کورنګۍ کښې پۀ مزدورانو د پوليسو له خوا ډزې وشوی چې پکښې سل مزدوران شهيدان شو او بى شميره زخميان شو . دمزدورانو پۀ شهادت پۀ ټول ملک کښې مزدورانو پاڅون وکړو مظاهرې او جلسونه و ويستل شو هړتا لونه وکړی شو . د حکومتى حساب کتاب مطا بق چې پۀ دغه ورځو کښې ٧٧٩ هړتالونه شوى وو. پۀ دغه وخت کښې مزدورانو د ټو لو کار خانو د مزدورانو پۀ کنټرول کښې د ورکولو او ټولى سر کارى زمکى د دهقانانو پۀ ولقه کښې د ورکولو غو ښتنه هم وکړه . خو د سرما يه دارو او جاګير دارو پا لونکى حکومت دا غوښتنى منل څۀ چې او ريدل هم نۀ غوښتل او دمزدورانو نۀ ئ څه حقونه واپس واخستل او ددغه مزدور دشمنه کارونو پۀ وجه جنرل ضيا ته د مار شلا لګولو موقع پۀ لاس ورغله. پۀ ضيا ئي ډکټيټر شپ کښې د مزدور دشمنۍ تير شوى ټول ريکارډونه مات کړل او يو ځل بيا پۀ ټريډ يو نين و طلبه يونين ، او سياسى ګوندونو پا پندي ولګيده . اوتر يو لس کا لو پورى د ضيائي ډکټيټر شپ پۀ تور او تاريک دور کښې ټو ل انسانى او جمهورى حقوق تر پښو لاندى شوى وو.
د جنر ل ضيا انجام ته د رسيدو نه پس مزدورانو ته بيا نوی حو صله ملاؤ شوه چې جمهورى حکومت به د هغوۍ مسائل حل کړي خو د امريکى پۀ اشارو چليدو نکي د پيپلز پار ټۍ او مسلم ليګ حکومتونو د خواري کښو ستو نزى د خوارولو پۀ ځائ لا پس زياتى کړې ، په لويه پيمانه پرايويټائزيشن وشو چې پۀ نتيجه کښې ئ پۀ لکونو مزدوران بى روزګاره شو ، ټيکداري نظام لا پسى مخ پۀ وړاندى بو تلی شو . د ګرانۍ پۀ شرح کښې اضافه وشوه . لۀ دى عمله پۀ خوارى کښه طبقه کښې ما يوسى پيدا شوه او هغوي د سيا سى عمل نه د بيګانګۍ ا ظهار وکړو چې پۀ نتيجه کښې د جنرل مشرف تاريک ترين دور آغاز وشو .ـــ
د٢٠٠٢IRO ، فنانس بل٢٠٠٧ رائټ سائزنګ او ډاون سائزنګ پۀ نوم مزدور د شمنه قوانين نا فذ شو ، دملک ټولى منا فع بخش ادارې پى ټى سى ايل (Pakistan telecommunication limited) کی اى ايس سى ( Karachi electric supply corporation ) او نوری لوئ ادارې پۀ ملټى نيشنل کمپنو خر څې کړى شوې . دهقانان او واړۀ زميداران پۀ خود کشيو کولو مجبوره کړې شو . خو ددى تمامو ظلمونو باوجود هم خواري کښو د احتجاج لاره نۀ ده پريښى د پى ټى سى ايل او کی اى ايس سى خلاف مزدورانو مباروه وکړه خو کاميا بى ئ د تحريک د نۀ خو ريدو پۀ وجه ونه مونده البته ددى نه پس د پاکستان سټيل مل ، کراچى شپ يارډ ، د اوکاړى د هقانانو مبارزه ، د صوبه سند د جزيرو بد او بندال (چې د عربو دعياشۍ د پاره دد دوبۍ پۀ شيخانو خرڅ شوي وو) او د تعليمى ادارو د خر څون خلاف کامياب تحريک و چليدو او جنرل مشرف پۀ خپلو نا وړه مقاصدو کښې کامياب نۀ شو .
پۀ پاکستان کښې مزدور تحريک دبيا را ژوندى کولو کښې د وکيلانو دتحريک هم لوئ لا س دی . پۀ دولسم مئ کال ٢٠٠٧ کښې د جمهوريت د بحالۍ او د قانون د آزادۍ دپاره مزدورانو د وکيلانو سره اوګه پۀ اوګه وجنګيدل او د خپلو وينو نذرانه ئ پيش کړه او مشرف او دهغۀ ګوډاګې ئ منطقى انجام ته ورسول . او پۀ نتیجه کښې نو ي حکومت د ټريډ يونين نه د پا بندۍ ختمولو، پۀ تنخواه کښې دا ضافى کولو او د عدلئی د بحالولو اعلانونه وکړل . خو په نوى انډسټريل ريليشن آرډيننس کښې يو خل بيا د خواريکښو سره ټګى روانه ده ددى آرډيننس په جوړولو کښې د ټريډ يونين سره هيڅ قسم مشاورت ونۀ شو او د سر مايه دارو پۀ مشوره جوړ کړے شو چې پکښې د ادارے په مالى معاملاتو کښې به د تريډ يونين نمائندګى نۀ وى او په پروډکشن کښې په دوئ ته نمايندګى ورکول کيږى چې مطلب ي بيخى وا ضحه دے چې دسرما يه دار پرو ډکشن که کميږى نو مزدور په پکښې شريک وى او کۀ فايده کوى نو هغه د سرمايه دار ده د مزدور پکښې کار نشته ـ هم دغسى په سرما يه دار د قيد سزا هم پ دى آرډيننس کښې ختمه شوى چې پۀ آيي آر اے ١٩٦٨ کښې موجوده وه ـ
دموجوده حکومت اعلانات اګر چې پۀ زړۀ پورى دى خو پرايئويټائزيشن د وزارت مختص کولو بيا د مزدور تنظيمونو پۀ زړۀ کښې وسوسې پيدا کړى دغه ړزدور تنظيمونه وائي چې که چرې حکومت رښتيا هم د مزدورانو د پاره څۀ کول غواړى نو بيا دى پرائيويټائزيشن وزات ختم کړی شې او ټولى لوئ ادا رې دى پۀ سرکاري تحویل کښې واخیستى شي .