محراب کې مې د زړه يوه سجده دمينې کړې
ما کله دا ويل چې مې توبه د مينې کړې

په لارو چې زنګېژم شېخه مه مې ګرموه
د عشق په ميخانه کې مې نشه د مينې کړې

د اوښکو په تسبو کې مې ديار نوم اړاوم
توبه مې له توبوشه ماوعده د مينې کړې

په څه رانه خفه شوې چې دې واړولو مخ بيا
ما چاته ده دلبره ستا قيصه دمينې کړې

لوګۍ به شي غمازه ستا جوړ کړى شش محله
زړګي د (اصلزي) داسې لمبه دمينې کړې
2016 Sweden