
اوښکې ، اوښکې
شپه مې کړه تیره تر سبا په چغو
د سبا دم کې مې کړکۍ ته پام شو
چې سپینه واوره یې د مخ په اننګو خوره ده
زه عادتي د سپینې واورې په لیدو باندې خوشاله شومه
یو څو څپرکي مې په ګوتوکړې د واورو جګې
ما ویل چې اوس به مې تاوده اسویلي
کړمه ساړه په سپینې واورې چیرته
ما څو څپرکي کړه د واورې خوله ته
لا مې د واورو څپار په ګوتو پروت وو
چې مې د موټي خونه
په اوښکو ډکه شوله
له دغې ویرې چې به زما دټټر سره لمبه کې
سړه،سړه واوره لمبه وکرځي
واوره مې موټي کې شوه
اوښکې ،اوښکې

24.11.2012
- اندیښمن ځاځی
دا هغه مینه نه ده دې ته زه څه ووایم ما ویل مینه به وي چې مې د خوږ زړګي په رګ کې ښوري ما ویل مینه به وي چې مې د زړه لیمو ته لکه رانجه پورې ده ما ویل مینه به وي چې یې تل ذکر د زړګي په غوڅه ژبه کوم ما ویل مین...
05.12.2012
- اندیښمن ځاځی
زما اوښکې سندرمارې چوپه خوله یې زما اوښکې فریادونه درکې نغاړي سلګۍ ډوبې دي په تاکې اسویلی درسره خاندي ډکو لپو نه دوړانګو ته د نور په څیر بهیږې پرښتو سترګو ته بورې د بلال د رنګ نما یې ته هنداره د غمیو تل په ګوتو کې ځلیږې ته دشپو بله ډیوه یې د لمب...