
غزل
 
 نن مې بیا خوره دغم رڼا په تورتمونو شوه
 مړه مې تلوسې ته په ژړا په تورتمونو شوه
 ګورمه ایسار مې د لیمو په قید د اوښکو پل
 نن رانه روانه په ادا په تورتمونو شوه
 بیا راته د بخت طالب دغم سیپاره وسپړه
 ورکه ښاپیرۍ مې د ثنا په تورتمونو شوه
 جوړه مې پلمه راته د اوښکې زولنه شوله
 لاړه نارواو کې روا په تورتمونو شوه
 غچ ته یې د درد چغه یوازې په سلګو شوله
 پټه رحیمه پرې د وفا په تورتمونو شوه
 

		
			
					
					
						
							02.10.2012
						
						 - اندیښمن ځاځی
					
					 
پاکیزه ارزو
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیرد یوویشتمې غونډې رپوټ
میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر پرون شنبه د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې په ۸ نیټه  د ښوونې او روزنې وزارت په تالار کې غونډه وکړه. د غونډې مشره ساهره شریف، ویانده یې حوره سپیڅلې او د نیمروز ولایت د میرمن بهیر مشره آغلې شاه ګله ګلزاده اوآغلې سپرغۍ بصیر د غونډې میلمنې وې.
غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه پيل شوه او د تل په څیر یې درې برخې...
			 
			
					
					
						
							24.11.2012
						
						 - اندیښمن ځاځی
					
						
							 
						
					 
دا هغه مینه نه ده  دې ته زه څه ووایم  ما ویل مینه به وي  چې مې د خوږ زړګي په رګ کې ښوري  ما ویل مینه به وي  چې مې د زړه لیمو ته لکه رانجه پورې ده  ما ویل مینه به وي  چې یې تل ذکر د زړګي په غوڅه ژبه کوم  ما ویل مین...