شکر دى دا چې بې جانانه نه يم
دومره بې دينه بې ايمانه نه يم
تل مې په تا پسې ژړلې ژاړم
په دې ړنو اوښکو پښېمانه نه يم
پردي خيرات پسې له کوره لرې
دلته راغلې پاکستانه نه يم
ستا په خبره مې پوره يقين دى
زه پښتنه يم بد ګومانه نه يم
ستا په نامه که خداى راکړې ځواني
را ځنـي وړي ور سـره ورانــه نه يـم