بابا تا خو د ډيلي پر تخت ور نه کړه،

هغه لويه پښتونخوا د ننګ ټاټوبى،

هغه ستا د نازوليو بچو مېنه،

چي يې تاته درتۀ ياد په هندوستان کې،

تا ويل په مينه مينه پښتنو ته،

"د ډيلي تخت هېرومه چي را ياد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه"،

خو اوس ستا بچي په زړه د پښتونخوا کې،

نه د خاورې د وطن په مينه مست دي،

نه په نوم د پښتونخوا باندې نازېږي،

راشه وګوره بابا هغه زامن دي

په پښتو او پښتنواله هم شرمېږي،

مېلمنه په هر کاله کې بدمرغي ده،

را اخيستې هر يوۀ توره او سپر دى،

له تربور سره يې کلکه دوښمني ده،

سکه ورور د سکه ورور وينو ته تږى،

خويندې، ميندې، ماشومان په بمو وژني،

د کاکا کورګي ته اچوي اورونه،

سرې لمبې دي سرې لوخړې هرې خواته،

بابا تا چي باله کور د امن سولې،

اوس هيڅوک نه راځي هغې پښتونخوا ته.

 ^^^

                                                                باركوال مياخېل