ډار په هر زړه ننوتى
ډار د تورې بلا غوندې
خوشالي او هوس وړي
ډار د ژوند له هره لوري
کرار وړى دى په زوره
تور مېږي د اندېښنو دي
چي د هر سړي زړګى خوري
هر سړى زموږ د کلي
تل وهي دغه چورتونه
چي د جنګ بلا به راشي
ما به يوسي له خپل کوره
ما به وخوري، ما به مړ کړي
ډار درانه لاسونه ايښي
د ژوندون پر ستوني باندې
چي هيڅ ږغ کولاى نه شي
او نه ښور دى پکې پاته
د هر چا ماغزۀ چيچلي
تور لړم د ډار، د جنګ دي
لويه خدايه! بندګان دي
د ژوندون په کور کې تنګ دي.
^^^
٧ جولاى ٢٠٠٨م کال
کابل- وزيراکبرخان مېنه
02.03.2010
- Hewad Sherzad
لنډيز...
01.07.2009
- بارکوال مياخېل
د روغتون د عملياتو د څانګې مخې ته ګڼ شمېر خلک- ښځې او نارينه- را ټول شوي وو او د خپلو ناروغانو په تمه وو، چي د عملياتو په څانګه کې يې عمليات کېدل. د عملياتو څانګې ته دننه هر چاته د ورتګ اجازه نه وه، خو زۀ د ډاکټر اختر په شناخت دننه ورغلم، خپل کشر ورور مي د عملياتو لپاره ور وستى و، چي د څنګلي هډ يې له چا سره په جګړه کې مات کړى و. د روغتون کارکوونکيو چي ځانګړې سرې جامې يې اغوستې وې په پرله پسې توګه د عملياتو له څانګې عمليات شوي ناروغان را ايستل او د ناروغانو لپاره په ځانګړې هواره د او...