ددې مشاعرې په شپه ټول ملګري د ننګرهار د سره رود دو سرکې سیمی ته چیرته چې د کمالزي صیب دوی کور دی تللي وو .
دا نو شپه وه او ټول ملګري د ملک کاکا چې د شیرحسن کمالزی مشر ورور دې او ناروغ وه پوښتنی ته راټول شوی وو .
ملک کاکا څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې د یوې چاودنی له امله ټپي شووروسته کابل ته د درملنې په موخه یوړل شو او پدې شپه له کابله بیرته روغ رمټ کورته راستون شوی وو.
که څه دیر زیات شمیر خلک د ملک کاکا پوښتنې ته راټول شوی وه
د ډوډۍ له خوړلو وروسته یو مشیر میلمانه ویده شول او شاعرانو ملګرو د فیل البیدیهه مشاعرې غوښتنه وکړه .
مطلع يې جلال په داسې حال کې ووېلې چې ټول خلک ناست ول او دى ويده و .
رایادیږی
سترګو ، سترګو ته مې کېږي رايادېږي
چې باران کله ورېږي رايادېږي
جلال
چې يې څومره هېرومه ، هېرومه
همغومره راياديږي ، رايادېږي
الهامه
په هغې شپه يې نېږدې ومه خوړلى
اوس چې چېرته سپي غپيږي راياديږي
ځواب
د ښاغلي بختاني صيب عمر تېر شو
اوس چې هر سړى ټوخيږي رايادېږي
کمالزى
دا زړګى چې مې درزېږي رايادېږي
دا چې اوښکې مې بهيږي رايادېږي
الهام
وايم داځل به يې زړه نه غورځومه
چې مې څومره زړه پړسيږي رايادېږي
ساحل
د چا مينه مې تر اوسه پورې ياده
د چا سترګې مې خوښيږي رايادېږي
اکرام
ستا د شنې لوپټې رنګ مې په زړه خور دى
اوس چې شنې پاڼې رپيږي رايادېږې
جلال
زه بيا خپلو ننواتو پسې ژاړم
څوک چې نوى مېينيږي رايادېږي
ساحل
خدايزده کوم رګ يې زما د زړه نيولى
بس چې څوک رانه بېلېږي رايادېږي
جلال
نن په خداى مې توکل کړى پسې ځمه
که هر څه راته پېښېږي رايادېږي
کمالزى
ستا د سترګو د رڼا خيال په کې شته دى
څراغونه چې بلېږي رايادېږي
الهام
د هغې د لپو خوند ته مې زړه وشي
چې توتان کله پخيږي رايادېږي
ساحل
زه يې نوم اخلمه ته پرې سور او شين شې
ستا پرې څله کونه شکيږي رايادېږي
ځواب
دا منم چې د زړه کور کې مې دېره ده
خو چې سترګې مې رپيږي رايادېږي
فهيم
چې ژوندى وي بيا يې دومره قدر نه وي
پښتانه چې وژل کېږي رايادېږي
فهيم
د ښاري ښکلو نازونه اداګانې
زما زړه پسې تخنېږي رايادېږي
سهار
که هر څو رانه په بل وطن کې اوسي
خو په زړه کې مې اوسيږي رايادېږي
وياړ
غېږ په غېږ منډې د ګڼې ونې لاندې
چې ورېځې راتاوېږي رايادېږي
ساحل
د لاس نښه يې وه ژمي کې راکړې
چې موسم ورو ، ورو سړيږي رايادېږي
کمالزى
کوچۍ لاړه زما زړه ورپسې وران شو
چې د چا کډې بارېږي رايادېږي
وياړ
نه چې بيا وي د منګي لاندې پرېوتې
خدايه بيا مې زړه درزيږي رايادېږي
جلال
دا زړګى لېونى څنګه په کرار کړم
پرهرونه يې شړيږي رايادېږې
الهام
هغه ستا په سينه پروت لونګين نه و !
چې لونګ چېرته خرصيږي رايادېږي
فطرت سعدالله
ما يې نوم د زړه له کوره دى ايستلى
بس د چا نوم چې ورانېږي رايادېږي
سهار
د هغې د غېږې خوب ته مې زړه وشي
څوک چې ژمي کې ټولېږي رايادېږي
ساحل
هغه شپه له بمبار وروسته ژړاګانې
چې ماشوم چېرته ژړيږي رايادېږي
سهار
ستا خولې کله شبنم په مخ پرتې وې
سرې ګل پاڼې چې لمديږي رايادېږي
الهام
نيمه شپه شوه دېوالونو ته ورګورم
سرې سکروټې ځي سړيږي رايادېږي
ساحل
د مرګي د راتګ هډو په سوچ نه شوم
خوچې ګل کله رژيږي رايادېږي
فهيم
د مړو سترګود خندا بلا دې واخلم
ګلابونه چې غوړيږي رايادېږي
جلال
زه په خپلې وحشي مينې پښېمان شوم
څوک چې چاته غوصه کېږي رايادېږي
ساحل
لږ څه ډېرې زولنې او زندان هېر وي
خو چې ستابنګوي شرنګېږي رايادېږي
فهيم
مابه وې چې وخت به تېر شي يار به هېر شي
خو چې وخت څومره تېرېږي رايادېږي
الهام ، وياړ
ماذديګر ستړى ستومانه کورته راشي
سهار وخته راپاڅېږي رايادېږي
ځواب
ستا بوډا پلار په کوڅه کې و لوېدلى
اوس چې هر سړى غورځېږي رايادېږي
سهار
ياره ستا د بې وسۍ هغه خبرې
چې ماشوم له پلار ډارېږي رايادېږي
ساحل
ته لږ صبر وکړه نوم يې رانه هېر شو
کمالزي سره ګرځېږي رايادېږي
ځواب
د بېلتون له زوره اوس مې هم جلاله!
زړه نرى ، نرى خوږيږي رايادېږي
وياړ
د لويانو دا خبره چې ملګرو
سترګې سترګو نه شرمېږي رايادېږي
فهيم
ماشومتوب او هغه دواړه رانه لاړل
ټال چې هرچېرته زنګيږي رايادېږي
الهام
شوه په ملاباندې راماته خوله يې راکړه
اوس چې څانګه راماتېږي رايادېږي
فطرت
اوږدې زلفې يې په خيال داسې خوې دي
تورې شپې چې هم اوږدېږي رايادېږي
الهام
دې ورستيو سيلابونو دنيا يوړه
چې شېبه باران زياتېږي رايادېږي
سهار
پورتنۍ مشاعره د شپې دوه بجې پاى ته ورسيده او نور ګپ تر ملا اذانه روان و ، په دې مشاعر کې شېرحسن کمالزي ، عزت الله ځواب ، بختيار ساحل ، جلال امرخېل ، اکرام الله اکرام ، بريالي وياړ ، نصرت الهام ، سعدالله فطرت ، عبدالله سهار ، زيرک فهيم ، برخه اخستې وه .
بختیار ساحل
شعرونه