د روهى ويب پاڼي د مسولينو په نوم
د روهي ويب پاني تخنکي ګروپ چې له تيرو څو کلونو راپه ديخوا يې د يو شمير پښتو ويب پاڼو د ډيزاين او جوړښت په برخه کې نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي او ډير شمير پښتو ويب پاڼې د روهي ويب پاڼي د مسول ښاغلي ويال په مرسته په ليکه شوي .
له نن څخه شاوخوا دوه کاله وړاندي د ليکوال او شاعر اجمل اند په هلو څلو د ننګرهار د پرهنګيانو لپاره د خبرونو په نوم يوه ځانګړي ويب پاڼه د ويال په تخنيکي همکارۍ جوړه او په ليکه شوه .
خو د يو مودې راهيسي د خبرونو پاڼه کې يو شمير تخنيکي ستونزي پيدا شوي او په اړه يې ويال هيڅ غوږ نه ګروي .
مونږ نه پوهيږو چې دغه کار ولي له مونږ سره ترسره کيږي .
که څه هم اجمل اند په وينا چې ښاغلي ويال ته يې د پاڼي ټول مصارف ورکړي دي نو ولي بيا ددغه پاني تخنيکي ستونزي نه حل کيږي چې مونږ پکې مواد ورپورته کړو .
په اخره کې مونږ د ويال څخه غوښتنه کوو چې زرترزره دې ددغې پاڼې تخنيکي چاري سمبال کړي.........
په همدې هيله
د خبرونو پاڼي مسول چلوونکي
ننګرهار