جاد الله
هغه ځوان چې له مسلمانېدو وروسته يې شپږ مېليونه افريقايان مسلمانان كړل
ليكوال: خليل الرحمن/ استراليا
ژباړن: راحت ګل زيارمل
اوه كلن يهودي ماشوم او ښاغلى ابراهيم:
نږدې پنځوس كاله وړاندې په فرانسه كې يو ترك توكمى پنځوس كلن سړى ابراهيم اوسېده، نوموړى د خوراكي توكو پلورنځى درلود. په كوم ځاى كې چې دده دوكان و، د هماغه ځاى په پورتني پوړ كې يوه يهودي كورنۍ اوسېده. دغې كورنۍ يو اوه كلن ماشوم درلود، چې جاد (Jade) نومېده، دغه يهودي ماشوم به نږدې هره ورځ د كور د اړتيا وړ توكي د ابراهيم له دوكان ځنې اخيستل او چې كله به له دوكان نه وتلو نو يو چاكلېټ به يې په پټه توګه له دوكان نه اخيست او مخ په كور به شو.
ورځې په همدې ترتيب تېرېدې، او جاد چې به هره ورځ دوكان ته د سودا اخيستو لپاره ورتللو، نو همدا يې كار وو. له ورځو نه يوه ورځ جاد غوښتل چې له سودا اخيستو وروسته ژر له دوكان نه ووځي، چې ابراهيم پرې اواز كړ: جاد! چاكلېټ دې له ياده ووت!؟ كله چې جاد دا غږ واورېد، له دې وېرې چې ابراهيم به يې پلار او مور دده له غلا خبر كړي، لړزې واخيست او ابراهيم سره يې ژمنه وكړه، چې نور به يې له دوكان نه چاكلېټ نه غلا كوي، خو چې مور او پلار يې له دې كيسې خبر نه شي.
ابراهيم ورته وويل، چې ته زما له دوكان نه هره ورځ د سودا اخيستو پر مهال يو يو چاكلېت اخله، خو په خپل ژوند كې بايد هېر نه كړې، چې غلا بد شى دى او ځان ترې وساته. جاد د ابراهيم له لورېينې او پېرزوينې خوښ شو، او ژمنه يې وكړه، چې نور به له هېڅ ځاى نه هم غلا ونه كړم.
كلونه تېر شول، او جاد به د ابراهيم دوكان ته د سودا اخېستو لپاره تلو او راتلو، پام يې شو چې ابراهيم له ده سره لكه د يو مهربانه مشر په څېر چلند كوي.
جاد ځوان شو، او چې هر وخت به د ابراهيم خواته ورتلو، نو د خپلو ستونزو په اړه به يې هغه ته كيسې كولې، ابراهيم به هم هغه كتاب چې ورسره و، جاد ته نيوه او ورته ويل به يې چې كتاب پرانيځه، جاد به د كتاب يوه پاڼه راواړوله او ابراهيم به هغه ورته د ژباړې سره يوځاى ولوسته. جاد به احساس كاوه چې دده د ستونزو حل پېدا شوى دى، او د ابراهيم له دوكانه به خوشاله راستون شو.
د قرآنكريم معجزه:
كلونه تېر شول، جاد او ابراهيم يو بل ته لكه د پلار او زوى درنښت درلود. جاد ۲۴ كلن شو او د ابراهيم عمر ۶۷ كلنۍ ته ورسېد، چې نوموړي په همدغه عمر كې له دې فاني نړۍ سره خداى پاماني وكړه، د ځنكدن په وخت كې يې خپلو بچيو ته د وصيت په وخت كې يو صندوق وښود چې له مړينې وروسته يې جاد ته ورسوي.
جاد د ابراهيم له مړينې خبر شو، ډېر زيات خپه او غمجن شو ځكه چې ده يو مهربانه او نږدې خواخوږى له لاسه وركړى و. د ابراهيم كورنۍ هغه صندوق جاد ته وسپاره.
وخت تېرېده، خو يو وخت جاد ته يوه ستونزه پيدا شوه، جاد نه پوهېده چې د خپلې ستونزې حل له چا وپوښتي ځكه چې ابراهيم نور په دې دنيا كې نه و، تر څو دده ستونزه د (حل المشكلات) كتاب له مخې اواره كړي. جاد ناكراره او خپه په فكر كې لاړ چې شېبه پس ابراهيم ورپه زړه شو او هماغه صندوق هم ور په ياد شو، چې ابراهيم دده لپاره پرې ايښى و، او په هغه كې هغه كتاب و چې ابراهيم د هغه له مخې د جاد ستونزې اوارولې. جاد صندوق پرانيست كتاب يې ترې راواخيست، خو كتاب په عربي ژبه و، او جاد چې يو فرانسوي يهودي و، په عربي نه پوهېده، خو په پوهنځي كې يې يو دوست و، چې هغه د تونس و، كتاب يې هغه ته وروړ او له هغه يې غوښتنه وكړه، چې كتاب ورته ولولي او ويې ژباړي ځكه چې ده ستونزه لرله او پوهېده چې حل يې په دې كتاب كې دى.
جاد د كتاب پاڼه واړوله او تونسي ملګري يې ورته تلاوت او شرح كړه. جاد د ستونزې حل پيدا كړ، خو له ملګري يې وپوښتل چې دا كتاب څه نومېږي؟ ملګري يې ورته وويل، چې دا د مسلمانانو مقدس كتاب قرآنكريم دى، جاد پرته له ځنډ نه پوښتنه وكړه، چې څرنګه كولى شي مسلمان شي؟ ملګري يې ورته وويل: ډېره سخته خو نه ده، يوازې د شهادت كلمه ووايه، مسلمانېږې. يهودي ځوان سمدستي د شهادت كلمه زمزمه كړه، (اشهد ان لا اله الله و ان محمداً رسول الله).
جاد مسلمان شو او خپل نوم يې له قرآنكريم سره د ډېرې مينې له امله پر جاد الله القرآني واړاوه، او هوډ يې وكړ چې پاتې عمر د خداى جل جلاله د دين په خدمت كې تېر كړي.
جاد الله قرآنكريم زده كړ، احكام يې ورته پرځاىكړل او دغه مقدس كتاب ته يې د خلكو بلنه پيل كړه. خداى تعالى جل جلاله دده په وينا، كردار او خبرو كې دومره بركت واچاوه چې يوازې په اروپا كې شپږ زره يهودان او نصرانيان د دده په واسطه د اسلام په مقدس دين مشرف شول. اما جاد پر دې بسنه ونه كړه، ارام كېنناست او د حمر النعم (بې شمېره نعمتونو) په ډېرولو پسې شو. د پېغمبر صلى الله عليه وسلم ددې حديث د مفهوم له مخې چې حضرت علي (كرم الله وجهه) ته يې ويلي وو:
(كه الله تعالى جل جلاله ستا په كوښښ او خوارۍ يو چاته هدايت وكړي (مسلمان شي) نو دا ستا لپاره له حمر النعم (د ټولې نړۍ له نعمتونو) بهتره ده.) شپږ زره كسان د جاد په وسيله په اسلام مشرق شول، او غاړې يې د دوزخ له اور نه په امن شوې، ايا له دې نعمته لوى نعمت به هم د يو مسلمان لپاره وي؟! خو جاد الله هوډ كړى و چې ټول عمر به د اسلام په خدمت كې تېر كړي، او د ژوند هره ګړۍ يې بايد حمر النعم وي.
جاد الله د افريقا په لويه وچه كې:
له ورځو نه يوه ورځ جاد الله په هغه مصحف كې چې ابراهيم ورته له مړينې وروسته پرې ايښى و، تلاوت كاوه چې ګوري په وروستي مخ كې يې د نړۍ نقشه ده او په نقشه كې د افريقې د هېواد په نقشه د ابراهيم لاسليك او ورسره دغه مبارك آيت ليكل شوى:
(ادع الى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة.) الايه.
ژباړه: (خلك د پروردګار لارې ته په حكمت او نېكو خبرو سره دعوت كړه.)
جاد الله داسې وانګېرله چې دا د ابراهيم وصيت دى، تر څو افريقا ته ولاړ شي او هلته خلك د الله جل جلاله لارې ته راوبولي.
جاد الله د اروپا هغه نعمتونو ته چې خلك ورته له هرې روا او ناروا لارې ځانونه رسوي، شا واړوله او افريقې ته لاړ.
جاد الله په دغه لاره كې له هېڅ ډول ستونزو او كړاوونو ونه ډار شو، او په كينيا، يوګنډا، سوډان او ګاونډيو هېوادونو كې يې د اسلام په لوري بلنه پيل كړه. څرنګه چې د خداى جل جلاله وعده ده، چې (والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا) ژباړه (او هغه چې زموږ په لار كې جدوجهد (مبارزه) كوي، موږ هغه خپلې لارې ته سموو.) د جاد الله د همداسې كوښښ او منډو ترړو او الهى هدايت په اساس په افريقا كې شپږ ميليونه كسان مسلمانان شول، او تر نن ورځې پورې چې دا كرښې ليكل كېږي. خداى خبر چې څو ميليونه نور كسان به د هغو كسانو په لاس چې د جاد الله په وسيله مسلمانان شوي و، مسلمانان شوي وي؟!
خو افريقا چې د ستونزو، مصيبتونو او وژونكو ناروغيو لويه وچه ده، جاد الله القرآني يې هم په امان پرې نه ښود.
هغه وژونكې ناروغۍ چې هره ورځ د زرګونو خلكو ساه اخلي، د اسلام پر دغه داعي او مبلغ هم اثر وكړ، او د ډېرو سفرونو او ګرځېدو په اثر چې كومه ناروغي ور پېښه شوې وه، جاد الله راڅملاوه، او په ۲۰۰۳ كال له ۳۰ كلن دعوت نه وروسته د څلور پنځوس كلونو په عمر وفات شو. (انا لله و انا اليه راجعون.)
د جاد الله له وفات وروسته:
اما هغه حكمت او تګلاره چې د جاد الله په دعوت كې نغښتې وه، د هغه له مړينې وروسته يې هم دوام وكړ او د جاد الله مور چې د پوهنتون استاده وه، او د روزنې په برخه كې يې تخصص درلود داسې وايي: (زه چې د روزنې په برخه كې پوره تجربه هم لرم، د جاد الله د دعوت په ټول دېرش كلن عمر كې ونه توانېدم چې هغه له اسلام نه واړوم، خو هغه وتوانېد چې ما په اسلام مشرفه كړي.)
د جاد الله مور په ۲۰۰۵ز كال د هغه له وفات دوه كاله وروسته د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه.
جاد الله ولې اسلام راووړ؟
جاد الله وايي: (ابراهيم د پوره اوه لسو كلونو په اوږدو كې يوه ورځ هم راته ونه ويل، چې اې كافره!، يا اې يهوده!، او همدارنګه يې هېڅكله هم راته ونه ويل، چې راځه مسلمان شه. ابراهيم پرته د قرآنكريم له تلاوته په نور څه نه پوهېده، خو د خداى (ج) وركړي حكمت په وسيله وتوانېده چې د ژوند په پنځوس كلنۍ كې د فرانسې غوندې په يو هېواد كې د يوه يهودي ماشوم زړه په لاس راوړي. او خداى تعالى جل جلاله د هغه په حكمت كې دومره بركت واچاوه چې له مړينې وروسته يې جاد اسلام ومانه.)
په يوه ناسته كې له جاد الله وپوښتل شول، چې په دومره ډېره كچه د خلكو له مسلمانېدو وروسته چې د هغه په وسيله يې اسلام راوړى، څه احساس كوي؟
ځواب يې وركړ چې دا ټوله د ابراهيم د مهربانۍ او مينې پايله ده.
دوكتور صفوت حجازي (يو له مصري عالمانو څخه) وايي: په لندن كې د هغه كنفرانس په لړ كې چې د (دار فور[1]) په اړه و د (زولو) قبايلو له يو رئيس نه مې وپوښتل، چې جاد الله القرآني پېژنئ؟
د قبيلې رييس راڅخه وپوښتل، چې ايا ته يې پېژنې؟ ومې ويل: ولې نه، څو ځلې مې له هغه سره ليدلي و. د زولو قبيلې رييس له خپل ځايه راجګ شو او زما لاسونه يې ښكل كړل او په سترګو پورې يې وموښل.
دوكتور صفوت وايي: (كله چې مې ترې وپوښتل، ولې دې دا كار وكړ؟، نو هغه قبايلي مشر وويل چې ما ستا لاسونه نه دي ښكل كړي، بلكه هغه لاسونه مې ښكل كړي دي، چې د ستړي مشي په وخت كې د جاد الله په لاسونو كې وركړل شوي و.)
دوكتور حجازي وايي: (ددې پوښتنې په ځواب كې چې ايا خپله دې هم جاد الله ليدلى و؟
قبايلي رييس وويل: نه، خو ما د هغه چا په لاس اسلام راوړى دى، چې هغه كس د جاد الله د دعوت په پايله كې په اسلام مشرف شوى و.
وګورئ! دغه ده په اخلاص سره د دعوت (بلنې) پايله، د جاد الله القرآني د شپې او ورځې د كوښښونو په پايله كې خلك لكه د اوبو د موجونو (څپو) غوندې په اسلام مقدس دين مشرف كېږي او په يو داسې زمانه كې چې نړيوالو د اسلام د مقدس دين په وركېدا پسې شپه او ورځ پر ځان يوه كړې، دغه نوي مسلمانان ورځ په ورځ ددغه مقدس دين مټې پياوړې كوي او د نور له مقدس كاروان سره يوځاى كېږي. موږ په داسې حال كې چې علم ته سخته اړتيا لرو، حكمت ته له هغه هم ډېره اړتيا لرو، ځكه چې ددې دين پيل په حكمت سره شوى دى، او لارويان يې هم د حكمت په وسيله رابلل شوي دي او وصيت ورته شوى دى، چې د حكمت لمنه ايله نه كړي، تر څو ددغې رڼا په وسيله دې سپېڅلي دين ته د خلكو بلنه جاري وساتي.
اخځونه:
۱: د انټرنېټ بېلابېلې وېبپاڼې.
۲: د استراليا د ملبورن ښار په ويكتوريا پوهنتون كې د جمعې د لمانځه خطبه.
[1]: دارفور د سوډان په سهېل لوېديځ كې هغه سيمه ده، چې له څو كلونو راهيسې پكې د دولت او باغيانو نښتې روانې دي. (ژباړن).