غزل
ارکرام الله اکرام
راشه غیږ رانه چاپیره که جانانه
پټه مېنه دې برسیره که جانانه
دا منم چې زه له حده وم تېر شوی
خو ته دا خبره هیره که جانانه
څه دې ویل خو څه دې ونه ویل چپ شوې
څه خبر دې په زړه تیره که جانانه ؟
لویه لار او ستا له وره اشارتونه
خلک ګوري لږه ویره که جانانه
چې خفه شې او زر بیرته راپخلا شی
دغه مېنه دې راډیره که جانانه
کابل / افغانستان
24.06.2009
- amel
مړوند له ښونځي نه دراتگ سره سم دمور خواته په منډه شو او دغرمې دډوډۍ غوښتنه يې ترې وکړه ، مور يې چې دخپل اوه کلن کوچني زوى په اړه لا له وړاندې فکر او سوچ کړى وو سم له واره وويل .
گوره زويه ! انسان ته هرڅه الله ج ورکوي ډوډۍ ، اوبه ، کالې .... اوس نو ته ام ورشه دوه رکعته لمونځ وکړه او دالله نه يې وغواړه هغه يې درکوي ، کوچنى مړوند چې ډېر وږى شوى وه د ډوډۍ دترلاسه کولو په موخه يې زر زر اودس وکړ او په کوټه کې دلمانځه په کولو، چې تر دې دمه يې لاسم ياد کړ...
10.04.2010
- amel
غزلتش په خوله مينه اظهار کړي رانه لاړ شي غم زما په اوږو بار کړي رانه لاړ شي
يو څوک راشي څو شيبې مې څنګ ته کيني د تګ وخت کې مې زړه بار کړي رانه لاړ شي
زمونږ قوم ته چې هر نوى مشر راشي د دستار سړي په دار کړي رانه لاړ شي
کوم ساعت چې راپه زړه شې خوږه ياره!ستا يادونه مې بيمار کړي رانه لاړ شي
خداى خبر چې فهيم بيا چا لمڅولى په عوسه مې راته يار کړي رانه لاړشي
انتظارغرمه شوه...