غزل
عبد العزيز وطنوال
تر اوسه جوړ نه يم درد لرم قرار نه لرم
شوګير وهلي يم خوبونه تر سهار نه لرم
زه محبت پېژنم زه د محبت ليونى
زه په دنيا څه كوم زه په دنيا كار نه لرم
كه مې ديو اړخه وسنجى ستومانه به شې
كه مې د بل اړخه وسنجى هيڅ يار نه لرم
ماته مالومې دي ما يې ډېر ډېر انتظار كړى دى
زه خو د ښكلو په وعدو باندې اعتبار نه لرم
كه چېرته راكړې خداى دژ وند په رنګينو به پوه شم
كه خداى را نه كړې نو ځان وژنم بله لار نه لرم
شعور لرم عقل لرم د زړه په درد پوهېږم
ما زوروي ولې انسان نه يم ازار نه لرم
چوپ د عزيز وطنوال نوم په ژبه ذكر نه كړې
اه ليونى دى ليونيو سره كار نه لرم

http://www.tolafghan.com/amel لومړې مخ
28.04.2009
- amel
ګرانو ملګرو : پدغه برخه کې تاسي ته دبهرنيو ځواکونو دړندې بمبارۍ او ددوي په ظالمانه عملياتو کې دبې ګنا ولسې شهيدانو انځورونه خپرووم چې په تيرو څو کلونو کې يې انځورونه او بشپړ معلومات زما لاس ته راغلې دى .
که څه هم ددغه پيښو په اړه به تاسي په رسنيو کې څه ناڅه نيمګړې معلومات ترلاس...
03.05.2009
- amel
په کولن کی دډاکتر کبير ستوری د دریم تلين ياد غونډه
په جرمنی کی د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د خپلو کولتوری او ادبي هلو ځلو په لړ کی د 2009 ع کال د Mai د مياشتی په نهمه (9 ) نېټه دشنبی (خالی) په ورځ د مازيګر په شپږو(18:00 Uhr) : بجو د کولن په ښار کی دهیواد، پښتنی کولتور او ادب ریښتیني خدمتګار ارواښاد ډاکتر کبير ستوری د دریم تلين ياد غونډه او ازاده مشاعره جوړوی.دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه پدی وسیله په درنښت سره ټولو در...