څار
نسیم ستوری
څه د ښایست رنګـونه ، ژوند د فــنـکار د سـترګــو
زړګیه پاڅـه خـوب نـه زړه کـړه سيـنګار د سترګو
د لیونـی مـیـنـۍ اوس ، سـاه د ځــوانــۍ پـه قــدم
ګـیـلـه نـشـه د مــاښــام شــولــه خـــمـار د سـتـرګـــو
جـام د رڼــا بـې وخـته تـورتـم مـخـونــه پــټ کــړل
زاهــد سـاقــی سـه مـل شـو پـــه بـلـه لار د سـتـرګـو
د زړه پــرهــر د کـلــی ســتـومـانـه ښــار آيــنـه کـې
د ویښ خـوبـونـو زړګـی تـړی پـه تـار د سـترګـو
نــادانــه میـنـه د ژونـد د تـریــخ نـظـر درشـل سـه
خاوری په ګیډه مړی اوښکی بې زار د سترګو
سـیـلاب د زړونــو وعــده ، خـيـژی بـه لمر د سبا
د نسیم ستوري زړګی به کړی اوس څار د سترګو

http://www.tolafghan.com/amel لومړې مخ
22.04.2009
- amel
گرانو ليدونکو : لکه څنګه چې تاسي خبر ياست دروان ١٣٨٨ لمريز کال دحمل په ٢٧ نيټه دکونړ په مرکز اسعا آپاد کې ددغه ولايت دفرهنگيانو له لوري دکونړ سيند په نامه کلنۍ مشاعره جوړه شوي وه او پکې په سلګونو دآدب مينه والو ګدون کړي وه دلته يې څوبيلابيل انځورونه خپروم ( په مينه )
&nb...
24.04.2009
- amel
لومړۍ برخه : نقد يا کره کتنه د کره کتنې موضوع ډېره پراخه ده او ډېر اوږد تاريخي شاليد لري په دومره لنډ او تنګ وخت کې يې ليکل او ټولول اسان کار نه دى خو په هر حال زه له ځني کتابونو څخه اړين ټکي را اخلم او په خپله دغه ليکنه کيې ځاى کوم .د کره کتنې نومکه موږ اخلو ، نو زموږ په ذهن کې به حتما نيوکه ځاى نيسي خو دا به دا مانا ونه لري چې موږ په په يو چا نيوکه کوو ، ځکه چې د نيوکې او کره کتنې ت رمنځ...