دپچيراګام خلک په دوهم ځل دجګړې  قرباني کيږي
                                                                               ليک   اکرام الله اکرام    ٣٨٧ ١                                     

د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ يو شمېر هغه اوسېدونکي چې د ١٣٨٠ لمريز له هوايې برېدونو څخه ژوندي پاتې شوي دي اوس په  کال رواني ناروغيو اخته دي .
نږدې اووه کاله وړاندې د ١٣٨٠ کال هغه مهال کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني د ړنګېدو په حال کې وه د ننګرهار ولايت جنوب ته پرتې پچير اګام ولسوالۍ دتورې بورې او خواو شا سيمې بهرنۍ ځواکونو په دې ګومان تر هوايې برېدونو لاندې ونيولې چې ګوندې طالبان او القاعده په کې مېشت دي .
د رپورټونو له مخې هغه مهال په سيمه کې بهرنيو ځواکونو درآنه  وزن لرونکي بمونه په هوايې بريدونو کې استعمال کړل چې په هغه وخت کې يې د سيمې د يوشمېر اوسېدونکو له پوزو او غوږونو وينې بهولې وې خو په وروستيو کې رسنيو داسې رپورټونه خپاره کړل چې په تورې بورې او خواو شا کليو دانسانانو او په کورنيو څارويو کې د جنتيکي بدلونونو سربېره په کرنيزو حاصلاتو کې هم د پخوا په پرتله د پام وړ کموالى راغلى چې يو شمېر روغيتايې ماهرين يې لامل په بريدونو کې دخطرناکو وسلو استعمال ګڼي .
د پچير اګام په ولسوالۍ کې توره بوره هغه سيمه ده چې د روسانو پر ضد د افغان جهاد پر وخت ترې مجاهدينو د يوه قوي مرکز په توګه کار اخيسته .چې په دې وروستيو کې د طالبانو او القاعده خوندي پنا ځاى ګڼل کېده.
د بهرنيو ځواکونو په هوايې بريدونو کې نه يواځې د توره بوره بلکې تر څنګ يې يو شمېر کلي هم د سختو زيانونو شاهدان دي .ددغو کليو له جملې څخه يو هم د مدو کلى دى چې شپږ پنځوس تنه اوسېدونکي يې په دغو بمباريو کې وژل شوي دي .
د مدو کلي د اوسېدونکو پر وينا د ١٣٨٠ کال د قوس د مياشتې لسمه او د روژې شپاړلسمه شپه نږدې څلور بجې وې چې ناڅاپه د دوى کلى تر بريد لاندې ونيول شو چې د شل دقيقو پرلپسې بمبار وروسته د کلي بڼه بدله او د شپږ پنځوس تنه کليوالو له وژنې وروسته الوتکې لاړې .
د اوو کلونوپه تېرېدو اوس هم د مدو د کلي ډېرى کورونه وران پراته دي او خاوندان يې ددې توان نلري چې له سره يې ورغوي.
د دې کلي ډېرى اوسېدونکي وايې چې د دوى په ذهنونو کې اوس هم د هغه الوتکو کړنګار دى چې د بمبار پر مهال يې ددوى خپلوان او خواخوږي وژلي دي .
سردار هم د مدو دکلي يو له هغو اوسېدونکو څخه دى چې يو شمېر خپلوان پر دغه کلي د بمبار په ترڅ کې وژل شوي او پر وينا يې دى اوس پر رواني تکليف اخته دى .
نوموړى وايې له بمبار وروسته يې له سترګو خوب الوتى، حافظه يې د پخوا په پرتله کمزورې شوې او دوامداره سردرد ورته پېدا شوى دى .
سردرا زياته کړه ((  زه  له دغې پېښې وړاندې په ښوونځي کې په ښو نومرو بريالى کېدم،  خو اوس ايله په خواريو د کاميابۍ نومرۍ ګټم،  چې لامل يې  زموږ  په کلي د بهرنيو ځواکونو هوايې بمبار دى))
د ياد شوي کلي يوه اتيا کلنه مېرمن چې نوم يې وانخيست او پر دغه کلي د تېر شوي ناورين کېسه يې داسې وکړه ((  د روژې پشنمي مو کړي وو، او خوب ته مو ځان جوړوو، چې د قبلې له طرف نه جازونه راعلل او زموږ په کلي يې بمونه را وغورځول، زه په ځان پوه نه شوم، خو يو څه وخت وروسته مې زوى شين ګل چيغې کړې، چې واى مور مې مړه شوېده، زه له دې چغې سره ايله په ځان پوه شوم)) 
دغه مېرمن وايې چې د هماغه هوايې بريدونو وروسته يې د غوږونو پردې شکېدلي او څه نه اوري .
 ددغې اولسوالۍ د لنډه خيلو د کلي اوسيدونکى ايمل وايي چې له دغه هوايي بريدونو وروسته ددوې يوې اوزې ،نيمګړى بچى وزيږاوه  چې د بدن يي يوه پښه نه درلوده او  په وينايي څو ورځې وروسته ومړ ايمل زياته کړه (( زمونږ يوه اوزه وه، چې د بمبار په وخت کې يې د دوه مياشتو بچى په نس و او وروسته  د بمبار نه يې بچى وغورځولو چې په  يوه پښه شل و))

٦٥ کلن کمال الدين چې د مدو د کلي اوسېدونکى دى او په دغه کلي کې  له    بمباره   ايله دى او مور ژوندي يې  راوتي وايي چې    د ١٣٨٠  کال د قوس د مياشتې په لسمه نيټه دشنبې په شپه نږدې څلور بجې الوتکو هوايي بريدونه شروع کړل او د شلو دقيقو په تيريدو سره يي د دغه کلي ٥٦ بې ګناه وګړي شهيدان کړل .
د هغه په خبره په وژل شويو کسانو کې ١٥ ښځې ،١٥ تنه سړي او ٢٦ تنه ماشومان شامل وو چې دجنازې پر مهال يي ددوې د وجود ټوتې راټولې او کډې وډې يي ښښې کړې .
کمالدين  زياته کړه (( دبمبار نه وروسته کله  چي مونږ مړي راټول کړل  او مولي صيب  دجنازي دپاره راغي  نو وي ويل چي ښځي او نارينه بيل بيل کړي چي جنازه يي وکړو خودا معلومات هم نه کيدل چي مالومه کړو کوم نارينه دي او کوم ښځي  ولي چي ټولي سري غوښي وي ))
د پچيراګام دولسوالۍ د هغه مهال ولسوال حاجي عبدالله چې له بمباره وروسته دغې سيمې ته ورغلى وويل دوى همدومره وکولاى شول دمړو شوو په جنازه کې ګډون وکړي او د پېښې په اړه لوړو دولتي مقاماتو ته خبر ورکړي .
نوموړي وويل چې له بهرنيو ځواکونو سره د هېڅ چا زور نه دى برابر تر دې چې واليان او ولسمشر هم تر د دغه ډول کړنو په اړه پوښتنه نه شي کولاى .حاجي عبدالله زياته کړه:(( دوي  زما اولسوالي هم بمبار کړه چي څو عسکر يي راته ووژل کله چې زه له بمبار وروسته سيمه ته لاړم د خلکو مړي مو راټول کړل او جنازه مو يې وکړه نور مو هېڅ ډول مرسته نه شوه کولى))
که څه هم د ننګرهار ولايت روغتيايي چارواکي په دغه اولسوالۍ کې د شويو بمباريو له امله د پيداشويو  ناروغيو په اړه له څه ويلو ډډه کوي خو ډاکتر آب حيات احساس چې  په پچير اګام کې شخصي روغتيايي  کتنځاى لري ، مني چې ددې سيمې زياتره اوسيدونکيو ته رواني ناروغۍ پيدا شوي دي .نوموړى وايي دوې ته داسې ناروغ ماشومان راوړل کيږي چې  تر اوسه خبرې هم نه شي کولى خو په شديدو  رواني نارغيو اخته وي .د هغه وويل:(( مخکې به په دغو ناروغيو په کمه کچه لويان اخته کېدل خو اوس چې له  بمبار وروسته له دغې سيمې څخه موږ ته کوم نوي زېږدلي ماشومان راځي  له معاېنو وروسته معلومه شي چې په لوړه کچه پر سيکاټيک (رواني) ناروغيو اخته وي او په ځينو حالاتو کې موږ سره خو وساېل نه شته نه يې شو تشخيص کولى زيات ناروغان چې په تنفسي ناروغيو اخته وي او د کومو چې موږ فزيکي معاينات کوو دوى ناروغي د سږو سرطان ته پاتې کېږي چې دنورو معايناتو لپاره يې وړل نورو هېوادونو ته ضرور دى))
څنګ د افغانستان د عامې روغتيا مرستيال وزير فېض الله کاکړ وايې دوى هم اورېدلي چې په توره بوره او خواو شاه سيمو کې غېر عادي ناروغۍ پېدا شوي خو دوى تر اوسه کومه بېلګه نه ده ليدلې .

هغه څه وخت وړاندې له رسنيو په مرکه کې ويلي و دوى هڅه کوي تر څو په دې اړه معلومات راټول کړي .
د فېض الله کاکړ پر وينا د ناسمو خوړو له امله هم کېداى شي دغه ډول ناروغۍ خلکو ته پېدا شي خو دا مهمه ده چې د اصلي لامل په اړه پلټنې وشي
خو د مدو کلي يو تن قومي مشر معراج الدين د دغه هوايي بريدونو له امله پاتي ژوندي وګړو ته د رواني ناروغيو پيدا کيدل رښتيا ګڼي او وايي  پر ده سربېره يې دوه وريرونه   هم په ورته ناروغۍ اخته شوې دي
له معراج الدين څڅه مې ددوې په کلي د شوې بمبار د علت په اړه وپوښتل ،هغه وويل که بهرنيو ځواکونو د مدو کلي  په دې تور چې ګوندې طالبان او القاعده  په کې دي بمبار کړى وي نو د کلي وګړيو خو يو ملا هم نه درلود چې حتا لومونځ ورپسې وکړي .معراج الدين زياتوي(( که امريکانېنو په دې کلي په دې ګومان بمبار کړى وي چې دلته د طالبانو مشرانو او دالقاعده کسان اوسېږي نو په هغه ورځو کې خو زمونږ په کلي هېڅ يو ملا نه و چې خلکو ورپسې مونځ کړى واى))
په  دغه اولسوالۍ کې نه يواځې دا چې په يو شمير کورنيو څارويو کې جنيټکي بدلولونه ښکاره شوي بلکې د پچير اګام د ځينو سيمو د کرنيزو ځمکو د په حاصلاتو کې کموالى راغلى دى .
   معراج الدين چې په دغه بريدونو کې يې د کورنۍ اتلس غړي له منځه تللي ،وايي : هغو ځمکو چې پخوايي څه باندې اتيا منه حاصل ورکوو اوسمهال يي د حاصلاتو اندازه تر نيمايي رارسيدلې ده.
د نوموړي په وينا په پچيراګام کې ميوه لرونکې اونې هم هغه حاصل نه ورکوي کوم چې له دې هوايي بريدونو يي وړاندې ورکوو.
دافغانستان دکرنې مرستيال وزير هم مني چې له جنګونو وروسته په  سيمه کې د خلکو د ژوند پر نورو اړخونو سربېره په کرنيزه برخه هم بدې اغېزې پرېوځي.
خو هغه د يو شمېر خلکو هغه ادعاوې چې وايې په پچير اګام ولسوالۍ کې د پېدا شوو رواني او نور ناروغيو د پېدا کېدو لوى لامل په دغه سيمه د بهرنيو ځواکونو له لوري تر سره شوى بمبار کې د کمزور يورانيمو استعمال ردوي او وايې چې نور ډېر لاملونه شته چې ترې دغه ډول ناروغۍ انسان ته پېدا کېږي .
هغه زياته کړه : ((  دا خبره به سمه نه وي چې په دغه سيمه ائتلافي قواوو کېمياوي وسلې استعمال کړي  چې له امله يې اوس د سيمې خلکو ته ناروغۍ پېدا شوي بلکې د سمو او صحي خوړو ته د نه لاس رسي له امله هم دغه ډول ناروغۍ پېدا کېږي .))
خو د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى ډاکتر فاروق مېړنۍ وايې په دې کې هېڅ شک نه شته چې په دغه سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د طالب او القاعده جنګياليو پر ضد کېمياوي وسله استعمال شوي وي.
د نوموړي په وينا د پچير اګام خلک اوس په دويم ځل ددغې جګړې قرباني کېږي .
ډاکټر مېړنى زياتوي چې ددې ولسوالۍ خلک حق لري چې ددغې مسلې د سپيناوي او  ورته د اوښتي زيان د جبران په موخه بهرني ځواکونه نړيوالې محکمې ته کش کړي .ښاغلي مېړني کليد ته وويل:(( د پچير اګام  دولسوالۍ خلک په قانوني ډول ددې حق لري چې خپل غږ دنړيوالې محکمې د چارواکو تر غوږو ورسوي تر څو هغه بهرني ځواکونه چې ددوى سيمه يې بمبار کړې او اوس دوى ته داسې غېرعادي ناروغۍ پېدا شوي چې پخوا په ياده شوې سيمه کې نه وې تر سترګو شوې محاکمه شي .))

فاروق مېړني له نړيوالو ټولنو غوښتنه وکړه چې ددغې سيمې له اوسېدونکو سره خلاص مټ مرسته وکړي ترڅو يې حقوق جبران شي.
همدا راز په ننګرهار کې د چاپيريال ساتنې دادارې مسولينو هم ورته نظر لري او وايې چې ددغو بمباريو له امله د پچير اګام په ځنګلونو کې ستر بدلون رامنځ ته شوى او ددغه ځنګل حېوانات نورو سيمو ته تللي دي .
خان ولي کامران ددغه رياست د مطبوعاتي چارو مسول دى او له کليد سره يې په مرکه کې داسې وويل (( ددغه بمباريو له امله د پچير اګام چاپيريال ته ډېر زيان رسېدلى دى او هم يې ددغې ولسوالۍ په ځنګلونو بد اغېز ښندلى دى ، ميوه لرونکي بوټي لکه پخوا حاصل نه ورکوي ، د کرنيزو ځمکو په حاصلاتوکې کموالى راغلى دى .))
ددې تر څنګ  په نيويارک کې  دبشري حقوقو دڅار نړيوالې ادارې يه يو راپور کښې ويلي دي ، چې په ٢٠٠١ کال کښې امريکا دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضددعملياتو پرمهال دننگرهار په توره بوړه کښې داسې بمونه کارولي و ، چې يورانيم په کښې کارول شوي و ، چې له لامله يې په توره بوړه او خواوشا سيمو کښې نوي پېدا کېدونکي ماشومان نيم گړي او په ځنو غړيو معيوب زېږيدلي دي ، دبشري حقوقو دڅار نړيوالې ادارې غوښتنه کړې ، چې په دې اړه دې لازمې څېړنې وشي ،دامريکا دعملياتو پرمهال دتورې بورې پرمرکزونو درانه وزن لرونکي بمونه غورځول شوي ، چې له لامله يې  په دغو  او خواوشا سيموکښې داوسيدونکو له غوږونو وينې بهېدلې وې او دځينو غوږونه کاڼه شوي و دبشر دحقوقو دڅار نړيوالې ادارې په امريکايي چارواکو غږ کړې ، چې اغيزمنو خلکو ته تاوان ورکړي او دغه پېښه يې ستره غميزه بللې ځکه ، چې په قانوني توگه منعه شوې وسله په توره بوړه کښې کارولې ده.
که څه هم امريکايې ځواکونه دا نه مني چې دوى دې په دغو سيمو کې داسې وسلې استعمال کړي وي چې له امله يې خلکو ته ناروغۍ پېدا شوې وي       
 خو په کاناډا  کې د يورانيمو د طبي څېړنود مرکز ساېنسپوهانو په افغانستان کې ددې مسلې په اړه څېړنې کړي او بېلګې يې راټولې کړي .
ددغه څېړنيز مرکزمشر چې مخکې د امريکا د فوځ سلاکار و له بې بي سي سره په مرکه کې ويلي چې دوى د يو شمېر افغانانو معاينات کړي چې په تشو متيازو کې يې د يورانيموکچه ډېره لوړه وه .
همدا راز ددې ادارې يو بل کارکوونکى ټېډ وېمن چې په دوه رزه او دريم کال کې افغانسان ته راغلى او په ننګرهار ،کابل او کندهار کې يې دڅېړنو په ترڅ کې د يو شمېر انسانانو د تشو متيازو په معاېناتو کې په لوړه کچه يورانيم موندلي و له رسنيو سره په مرکه کې داسې ويلي و (( چې کله دغه مواد يانې يورانيم په تشو متيازو کې وموندل شي نو بيا دا مهمه نه ده چې يوه بېلګه ده که زر مهمه دا ده چې دا څه ډول يورانيم دي ، دا مصنوعي او د فوځي استعمال يورانيم دي چې څوک پرې سترګې نه شي پټولى دلته يو او زر بېلګې فرق لري او  دا ازموينې موږ د لندن او جرمني په هغه تر ټولو پرمختللو لابراتوارونو کې کړي چې نړيوال شهرت لري .))
که چېرې په افغانستان کې بهرينو ځواکونو د خپل بمبار پر مهال کېمياوي وسلې استعمال کړي وي نو په دې کار سره به يې د هاګ د نړيوالې محکمې هغه مقررات چې ١٨٩٩ او ١٩٠٧ ميلادي کال کې تصويب شوي چې له مخې يې هېڅ ځواک اجازه نه لري چې په هېڅ يوه جنګ کې زهرجنې وسلې استعمال کړي تر پښو لاندې کړي وي .

            http://www.tolafghan.com/amel       لومړې مخ