پوليسو هم ويشتل شروع کړل
ليک اکرام الله اکرام ١٣٨٧ ٢ ١٠
احمد د خوګياڼو ولسوالۍ د کږې په بازار کې له ځانمرګي بريده وروسته د پوليسو په ډزو کې مرګوني حالت ته ورسول شو
دروان ١٣٨٧ کال د ثور دمياشتي په لسمه نيټه د ورځې نږدې لس بجې په دغه ولسوالې کې پر هغو پوليسو ځانمرګى بريد وشو چې ديادې شوې ولسوالۍ په خدرخېلو سيمه کې د کرل شوو کوکنار د له منځه وړلو په موخه سيمې ته روان وو.
په دغه بريد کې پنځه ويشت تنه ولسي او دولتي وګړي مړه او يو څلوېښت نور ټپيان شوه .
احمد هم ددغه بريد ښکار وګرځيد خو په وينا يي چې دي د ځانمرګي بريد څخه وروسته د پوليسو له لورې په په ترسره شويو ډزو کې سخت ټپي شوو،نوموړي چې په خپل کلي کې په امنت باالله مشهور دي د،ننګر هار ولايت اړوند د خوګياڼو اوسيدونکي او يو کال وړاندې د ننګرهار پوهنتون دزراعت له پوهنځي څخه فارغ شوي ،هغه نږدې ٢٥ کاله عمر لري او ننګرهار ولايت د عامې روغتيا روغتون ته د درملنې په موخه په داسې حال کې راوړل شو چې د سختو ټپونو له امله خلکو فکر کاوو چې مړ دى .
دننګرهار ولايت خوګياڼيو ولسوالۍ په دې وروستيو کې د امنيت له پلوه ارامه ولسوالي شمېرل کېده خو له دغه ځانمرګي بريد وروسته يو ځل بيا ځايي اوسېدونکو سره د يادې شوې ولسوالۍ د امنيت په اړه پېدا شوي دي.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا يو تن ډاکټر الماس شېرزاد چې داحمد عمليات يې تر سره کړي وايې چې د ټپيانو له زخمونو معلوم نه شول چې په ډزو لګېدلي اوکه د بم پرچې يې خوړلي ؟
هغه کليد ته وويل(( د احمد په نامه د يو تن چې ډېر شديد ټپي و ټپونه يې عبوري و يانې پرچه يې په يو ځاى خوړلې او بل ځاى ترې وتې وه ځکه نه معلومېده چې ټپونه يې د بم د پرچې دي که په مرميو لګيدلي ))
ډاکټر الماس وايې چې احمد له دېرشو تر څلوېښتو ټپونه درلودل خو ده معلومه نه شوه کړاى چې د ټپونو لامل يې څه و.؟
خو د خوګياڼيو د ولسوالۍ په روغتون کې يو تن ډاکټر حفيظ الله چې دپېښې پر ورځ په روغتون کې نوکريوال و مني چې دوى ته داسې کسان راوړل شوي و چې د پوليسو په ډزو کې مړه او ټپيان شوي و .
هغه د حاجي عزيز په نامه د يو تن ډريور چې همدغې ولسوالۍ د قېلغو د سمې اوسېدونکى و چې د پوليسو له لوري په ډزو لګېدلى او مړ شوى و .
هغه زياته کړه(( د چاودنې پر ورځ دومره ډېرې ډزې وې چې موږ دننه په روغتون کې په ځان وېرېدلو ، د قېلغو حاجي عزيز خان په ډزو لګېدلى و چې ځاى پر ځاى مړ شو ، د سر معلم صادق لمسى پر پښه پر ډزو لګېدلى و او بل په رېکشا کې يوه مېرمن ناسته وه چې په ډزو ولګېده او مړه شوه.))
ددغه روغتون يو بل ډاکټر اسمعېل کټه خېل بيا وايې کېداى شي خلک په هغو مرميو لګېدلې وي چې د پوليسو په ګردنۍ کې ځاى پر ځاى شوې وې.
کټه خېل وويل(( ګوره وروره د پوليسو له ملاګانو ګردنۍ تاوې وې او ټولې له مرميو ډکې وې کېداى شي له چاودنې وروسته هماغه مرمۍ له ګرمېدو وروسته الوتې وي او خلک پرې لګېدلې وي.))
رشېد خان چې د پېښې عېني شاهد دى د داکټر کټه خېل خبره ردوي او وايې چې په خپلو سترګو يې وليدل چې پوليسو پر دوى ډزې کولې او دده تر مخه دوه تنه په ډزو ولګېدل چې يو يي مړ او بل يې کلک ټپي شو.
رشېدخان زياته کړه (( کله چې درز شو له درز سره سم ما رامنډه کړه خو د هغه خوا نه راباندې پوليسو ډزې شروع کړې د خداى فضل و چې زه بچ شوم خو د موټر ډرېور او احمد ولګېدل ، احمد خو ژوندى دى خو هغه ډرېور ځاى پر ځاى مړ شو .))
د رشېدخان په وينا داسې ډزې شروع وې چې ګومان کېده ددوو مخالفو ډلو تر منځ سخته جګړه نښتې ده .
په دغه پېښه کې دوژل شوي حاجي عزيز خان د کورنۍ يو تن غړي ولي ګل هم منلې چې عزيزخان د پوليسو له لوري پنځه ډزه لګېدلى .
هغه دغه پېښه يې په خپلو سترګو ليدلې وايې (( په يوه رېنجر ډاټسن کې يو پيکا والا و چې سختې ډزې يې کولې او ډېر کسان هم همغه وويشتل .))
همداراز د يادې شوې پېښې يو بل عېني شاهد چې د کږې ولسوالۍ په بازار کې حېواني کلينيک لري وايې چې دى هم د ډزو له وېرې په خپل دوکان کې پټ شوى و چې ونه لګېږي .
د هغه په خبره د بازار د ډېرو دوکانونو دېوالونه او شېشې معلومېږي چې پر ډزو لګېدلې دي او نښې نښانې يې اوس هم څرګندې دي.
اتل هم د خوګياڼيو ولسوالۍ د قېلغو د سيمې اوسېدونکى دى او وايي ددې پرځاى چې افغان پوليس د خلکو ژوند وژغوري ترې اخلي يې .
اتل زياته کړه : (( زموږ او ستاسې چې دي دوى مسلکي پوه نه لري او دا ورته نه دي ويل شوي په دغه ډول پېښو کې بايد له کومو لارو چارو کار واخلي.))
که څه هم د ننګرهار ولايت امنتي مسولين په خوګياڼيو ولسوالۍ کې له ځانمرګي بريد وروسته د پوليسو له لوري د ډزو کېدل ردوي خو دننګرهار د ولايتي شورا غړي بيا په ياده پېښه کې دپوليسو له لوري د ډزو پخلى کوي او وايې چې عاملين يې بايد ژر تر ژره محاکمه شي.
د ننګرهار ولايتي شورا د همدې موضوع د څېړولو په موخه سيمې ته يو کمېسيون لېږلى و چې د کړنو په اړه د کميسيون يو غړى نجيب الله محبوب کليد ته وويل(( موږ لاړو خوګياڼيو ولسوالۍ ته کور په کور او کلي په کلي مو پوښتنه وکړه پوليسو ډزې کړي چې له امله يې ډېر کسان مړه او ټپيان شوي دي.))
نجيب الله محبوب وايې د پوليسو له لوري په ډزو کې د يادې شوې ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو ديارلس تنه لګېدلې چې نهه په کې مړه او څلور نور ټپيان شويدي .
د نوموړي پر وينا چې دوى له دغې پېښې څخه برابر کړى رپورټ يوناما او دولت ته وړاندې کړى او غوښتنه يې ترې کړې چې بايدددغې پېښې عاملين ژر تر ژره ونيول شي.او دمحاکمې مېز ته راکش شي.
نجيب الله محبوب زياته کړه (( موږ له دولته غوښتنه کړې که چېرې د ډزو امرکوم لوړ پوړي چارواکي کې کړى وي بايد محاکمه شي او که پوليسو په خپل سر دغه کار کړى وي نو دولت دې يې په ګوته او محاکمه کړي ، موږ په له دغې پېښې څخه خپل برابر کړى ګزارش کورنيو چارو وزارت ته هم وسپارو او ترې به د جدي پلټنو غوښتنه وکړو، د هغه پر وينا که چېرې دولت د يادې شوې پېښې په اړه په پلټنو کې پاتې راشي نو د دولت او ولسي وګړو تر منځ به واټن نور هم زيات شي .))
د ننګرهار د نظامي کمېسيون مسول عبدالله تلوار په دغه پېښه کې د پوليسو له لوري د ډزو کول ردوي او دا د مخالفينو يوه دستوري توطيه ګڼي .
دنوموړي پر وينا (( عجيبه ده مخالفين چاودنې هم کوي او بېرته په دولت دغه ډول تورونه هم پورې کوي ، پوليسو ډزې نه دي کړي او که شوي هم وي نو مخالفينو به کړې وي .))
خو نجيب الله محبوب وايې دوى داسې اسناد او شواهد موندلي چې دا په ډاګه کوي چې پوليسو په ډزو کې ولسي وګړي ويشتلي او وژلي دي .
د نوموړي پر وينا د خوګياڼيو ولسوالۍ اداري مدير دننه په ولسوالۍ کې ويشتل شوى دى .
د همدغې شورا مرستيال مولوي عزيزالله خېرخوا وايې چې پوليسو د اډې له يوه ډرېور څخه غوښتنه کړې وه چې ټپيان روغتون ته ورسوي خو د ډريور له انکار وروسته پوليسو نوموړى په موټر کې په ډزو وژلى و.
مولوي عزيز خېرخوا خپلو خبرو ته ادامه ورکوي او وايې (( اوس سل په سلو کې ډاډه شو چې پوليسو په ډزوکې خلک وژلي او ټپيان کړي دي تر دې چې يو پوليس د اډې يوه ډرېور ته ويلي و چې ټپيان په خپل موټر کې روغتون ته يو سي خو د هغه له انکار سره سم دوى د موټر په سيټ کې هغه په ډزو وژلى و))
يو شمېر دولتي چارواکي د پوليسو له لوري په دغه سيمه کې له ځانمرګي بريد وروسته د هوايې ډزو پخلى کوي خو دا نه مني چې د دغو ډزو له امله دې کوم ولسي وګړى يا مړ او يا هم ټپي شوى وي.
د خوګياڼيو ولسوال حاجي زلمي ويلي چې له چاودنې وروسته پوليسو له خپلې وېرې هوايې ډزې کړي چې هېڅوک پرې نه دي لګېدلي.
نوموړي کليد ته وويل: (( له چاودنې وروسته پاتې ژوندي پوليس دومره وېرېدلي و چې له وېرې په خپلو موټرو کې غلي ناست و نو خلک يې څنګه وويشتل ، ډزې وشوې خو هوايې ډزې او هغه هم په دې خاطر چې د پېښې په ځاى کې د خلکو ګوڼه ګوڼه کمه کړي ))
که چېرې د پوليسو له لوري د ډزو خبره رښتيا وي نو دا سوال پېدا کېږي چې ولې پوليسو په دغه ډول کړنه لاس پورې کړ .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى عبدالمجيد چې له دغې پېښې وروسته يي د پوليسو په ډزو کې يو ماما هم له لاسه ورکړى وايې چې افغان پوليس په مسلکي ډول نه دي روزل شوي ځکه دوى د دغه شان حالاتو پر مهال د لازمو تدابيرو د نيولو په اړه پرېکړه نه شي کولاى .
هغه زياته کړه : (( څومره کسان چې په چاودنه کې لګېدلي دي له هغوى نه زيات د پوليسو په ډزوکې مړه او ټپيان شوي دي ، تر دې چې د پېښې له سيمې څخه وړاندې په په کروندو کې په کارونو بوخت ولسي وګړي هم په ډزو لګېدلي چې د يو تن مړى له پېښې څو ورځې وروسته په کرونده کې وموندل شو .))
د عبدالمجيد په خبره دوى څو ځلې دولت سره په دې اړه خبرې کړي خو پروينا يې دولت پرې غوږ نه دى ګرولى .
هغه له افغان دولت غوښتنه وکړه چې ددغې کړنې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.
عبدالمجيد ددې پوښتنې په ځواب کې که چېرې دولت د مجرمينو په نيولو او محاکمه کې پاتې راشي نو د سيمې اوسېدونکي به کوم دريځ غوره کړي وويل : (( ګوره که دولت ددغې مجرمينو په اړه قانوني کړنې تر سره نه کړي نو د خوګياڼيو ولسونه دغه پوليس پېژني او د خوګياڼيو د خلکو پر وينا يې دوى به دغه مجرمين په خپله ووژني .
مجيد خان زياته کړه چې دولت بايد په دې برخه کې بشپړه پلټنه تر سره کړي او دا معلومه کړي چې پوليسو دا کار ولې تر سره کړى دى .
دنوموړي پر وينا په دا ډول مساېلو کې زياتره وخت د مخالفينو کسان د دولت په ليکو کې ننوځي چې د پوليسو په جامه کې دغه ډول کړنې تر سره کړي.
ډېرى شننونکي وايې پخوا په دغه ډول کړنې د ائتلافي ځواکونو له لوري رامنځ ته کېدې خوپه دې وروستيو کې ملي اردو او ملي پوليسو هم په ورته کړنو لاس پورې کړى چې د دوى په ګومان دا ددې خبرې غمازي کوي چې د دولت په ليکو کې وسله والو مخالفينو خپل ملګري په دې موخه ځاى پر ځاى کړي تر څو دغه ډول کړنې تر سره کړي او ددولت او ولس تر منځ واټن پېدا کړي.