د عراق او افغانستان جګړې دوه بېل جنګونه دي له بېلو ځانګړنو او بېلو جغرافيايي او سياسي حالاتو سره چې د پرتلې وړ نه دي. په افغانستان کې ګريلايي جګړې چا نه دي ګټلې،‌ يرغلګر پکې کله نه دی کامياب شوی،‌ خلک يې په تېرو دريو لسيزو کې له جګړو سره عادي شوي دي...
 لومړنۍ سرچينه: www.Eslahonline.net
محمد يونس برهان

افغانستان يو ځل بيا د لويو لوبو پر پوله ولاړ دی.‌ او افغانان د بې وسه نندارچيانو په توګه د خپل کور لوټمارانو ته په رڼو سترګو ګوري، خو د څه ويلو واک ورڅخه اخيستل شوی.‌ پخوا که يې د برخليک پرېکړه په لندن، مسکو او ګاونډيو هېوادونو کې کېده،‌ اوس يې پاليسي يو څه وړاندې په سپینه ماڼۍ کې جوړېږي.‌
د سپینې ماڼۍ يو د سر سړی په وروستيو کې کابل ته راغلی و چې له تګ وروسته يې د يوې نوې پالیسۍ د راسربېره کولو اعلان وکړ.‌ د دفاع وزير رابرټ‌ ګېټس له افغانستانه د ستنېدو وروسته اعلان وکړ چې دوی د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ د بدلولو په درشل کې دي.‌ ګېټس يوازې دومره ويلي‌ چې په افغانستان کې په ناوړه توګه د جګړې له بدلېدو سره او د بهرنيو ځواکونو له کاواکه حالت سره اړ دي چې د خپلې عراق پر تګلارې پل کېږدي.
د نوې پالیسې په اړه ګېټس تر ټولو لوی ټکی د عراق تجربه ياده کړې چې ګواکې په افغانستان کې هم د عراق په څېر د حالت له خرابېدو سره بايد ورته ګام واخيستل شي.‌
د ګېټس همدې لنډې وينا ته په اشاره او له پخوا راهيسې روانو حالاتو ته په کتو سره،‌ د امريکا د نوې ستراتيژۍ وړاندوينه په دوو ټکو کې کولی شو:

۱. د جګړې امريکايي کول او سختول
متحدو ايالاتو لا له څو مياشتې پخوا راهيسې داسې اشارې ورکولې چې دوی مجبور دي د نورو هېوادونو چې له امریکا سره په روانه جګړه کې متحدين دي پر ځای د خپلو پوځيانو پر سمبالولو او پیاوړي کولو غور وکړي.‌ آن له تېر کال راهيسې امريکا په پرلپسې توګه له خپلو اروپايي متحدينو څخه سر ټکوي چې دا ناخوښۍ يې کله د ناندريو تر کچې هم رسېدلې، لکه د هلمند د بريتانويانو او دپلوماتانو په شخړه کې.‌ تېره مياشت پنټاګون اعلان وکړ چې غواړي د افغانستان سويل ته تر شاوخوا ۱۵۰۰۰ پورې نوي ځواکونه د روان کال تر پايه او يو شمېر نور راتلونکی کال ولېږي چې په ټول هېواد کې د بهرنيو ځواکونو قومانده په لاس کې واخلي. څو اوونۍ مخکې ولسمشر بوش هم د څو زره نويو پوځيانو د لېږلو نيت اعلان کړ.‌ د ځواکونو د زياتولو خبره د جون مياشتې راهيسې له کله چې اشغالګر ځواکونه په چټکۍ سره پر شا روان دي روانه ده.‌ پنټاګون ويلي چې د اضافي ځواکونو د لېږلو يو هدف په افغانستان کې د ټولو مېشتو بهرنيو پوځونو لپاره د يوې واحدې رهبرۍ رامنځته کول دي.‌ تازه دمه امريکايي‌ځواکونه به په لومړي ګام کې په جنوب کې چې ډېری پوځي عمليات پکې اروپايي سرتېري پرمخ بيايي د دغو ځواکونو قومانده په خپل لاس کې اخلي او بيا به په ټول هېواد کې د امريکا په مشرۍ يوه متحده قومانده رامنځته کوي.‌ دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ټول بهرني ځواکونه د ناټو تر مشرۍ لاندې تنظيم شول تر څو يې هڅې او پوځي عمليات همغږې وي.‌ امريکايي ځواکونو په دې توګه هڅه وکړه ټوله پړه د ناټو پوځ‌ پر غاړه واچوي تر څو هغوی د مسوليت احساس وکړي.‌ امريکايي‌ ځواکونو هغه مهال اعلان کړی وو چې له دې وروسته چې هر پوځي عمليات کېږي ناټو دې يادېږي ځکه عمومي مسوليت د هغوی پرغاړه ده.‌ يوازې د امريکايي‌ پوځيانو يو ووړ ټولګی د ناټو له قوماندې بهر پاتې شو چې په کونړ او ځينو نورو سيمو کې يې فعاليت کاوه.‌ خو ورو-ورو د امريکايي ځواکونو مستقل عمليات چې د ناټو ځواکونو له چوکاټه بهر وو زياتېدل.‌ امريکايان د جګړې منځ ته په داسې توګه چې په خپله ګټه يې تمامه شي او په عين حال کې زيات تاوان هم ونه ويني‌ د ناټو ځواکونو د راکاږلو په وروستۍ هّڅه کې هم ناکام شول.‌ جګړه هغسې پر مخ نه تله ّڅرنګه چې امريکا غوښته.‌ د امريکا ناخوښي ورځ‌ پر ورځ‌ زياتېده.‌ بالاخره د امريکايي‌ځواکونو عمليات په بشپړ ډول خپلسرانه او د ناټو له چوکاټه ووتل، سره له دې چې د رهبرې مسوليت يې د ناټو پر غاړه وو.‌ د ناټو هغو ځواکونو چې جنوب ته لېږل شوي وو هغوی هم په جګړه کې تر وسه وسه د خپل ځان د سپمولو هڅه کوله ځکه که هر ډول ده،‌ دا جګړه خو په لومړي ګام کې د امريکا ده او دهغې په ګټه.‌ اوس امريکا غواړي بېرته له دې حالت څخه ووځي،‌ نور يې د ناټو نورو غړو ته تمه نه کېږي. کاناډا له مخکې اعلان کړی چې خپل نژدې درې زره ځواکونه به په ۲۰۱۱ کې له افغانستانه وباسي.‌ امريکا ښايي‌ غواړي دا ځل د جګړې چارې ټولې پر خپله غاړه او پر خپل نامه واخلي او سرتېري يې مخامخ په جنوب کې له طالبانو سره وجنګېږي.‌ په دې توګه امريکا غواړي جګړه امريکايي‌ کړي او سخته وجنګېږي.‌ اضافي سرتېري د همدې لپاره رالېږي.‌ ګېټس چې د عراق تجربې ته اشاره کوي،‌ هلته هم کله چې جګړه له کنتروله ووته امريکا څلوېښت زره اضافي ځواکونه ولېږل او له خپلو مخالفينو سره يې په خپل نوښت مخامخ جګړه پیل کړه.‌

 ۲. د سيمه  ييزو قومي ملېشو را مخې ته کول
بل کار چې امريکا پّه عراق کې وکړ او ګمان کوي پرې کاميابه شوه او غواړي په افغانستان کې يې هم په يو ډول تجربه کړي هغه د سيمه ييزو قومي ملېشو روزل،‌ وسلوال کول او د خپلو مخالفينو سره جنګول دي.‌ په عراق کې يې د الصحوه په نامه سيمه ييزې ملېشې د پیسو په مقابل کې د القاعدې او شيعه ملېشو مخې ته ودرولې.‌ هلته هم وروسته له دې چې سيمه ييز خلک له حکومت مخالفو وسله والو څخه تر پزې راغلل، همدومره اشاره يې غوښته چې يو څوک يې ملاتړ وکړي چې د هغوی په ضد راپاڅېږي.‌
په افغانستان کې هم هڅې روانې دي چې د اربکيو په نامه په ناارامه سيمو کې قبايلي‌ ځوانان په وسلو سمبال کړي او د پیسو په مقابل کې د حکومت د مخالفينو په ځپلو کې ځينې کار واخلي.‌ د باوري معلوماتو پر بنسټ،‌ ملګري ملتونه او د نړيوالې ټولنې نور ملګري يې د راتلونکو ټولټاکنو په پلمه غواړي د امنيت په خاطر اربکي یا قبايلي وسله وال ځوانان وکاروي.‌ په تازه اوونيو کې همدا پلان بشپړ شوی او ښايي‌ وروسته يې د پلي کولو لپاره لارې چاې ولټول شي.‌
په کونړ،‌ ننګرهار او لويه پکتيا کې له پخوا راهيسې د کمپاين د ځواکونو او يا د سپېشل فورس يا ځانګړيو ملېشو په نامه په غټ‌ شمېر لا ابالي،‌ نشه يي‌ او بدمعاش ځوانان پر وسلو سمبال شوي او په پوځي عملياتو کې ورڅخه کار اخيستل کېږي.‌ کېدای شي په يوه او بله بڼه د ټولنې همداسې بې مسوليته،‌ وزګار او جګړه مار ځوانان د امنيت په پلمه د جګړې لومړې کرښې ته مخته کړی شي.‌
امريکا ګمان کوي د افغانستان حالت او ټولنه هم کټ‌ مټ‌ د عراق په څېر ده او کوم تکتيک چې هلته کار ورکړی دلته به يې هم ورکړي.‌ ځکه خو د نوې ستراتېژۍ نسخه د عراق له تجربې څخه چمتو کوي.‌ لومړی خبره داده چې امريکا په عراق کې هم نه ده کاميابه شوې او نه خو هلته ارامي راغلې.‌ هلته په موقته توګه د الصحوه ملېشو له وسله وال کېدو سره يو څه امنيت راغلی،‌خو همدا اوس هم عراق د يوې خونړۍ کورنۍ جګړې پر ژۍ ولاړ دی،‌ چې که سبا هم اشغالګر ځواکونه وځی نو دا جګړه به پيلېږی.
دويمه خبره داده چې د عراق او افغانستان جګړې کاملآ دوه بېل جنګونه دي له بېلو ځانګړنو او بېلو جغرافيايي او سياسي حالاتو سره چې د پرتلې وړ نه دي. په افغانستان کې ګريلايي جګړې چا نه دي ګټلې،‌ يرغلګر پکې کله نه دی کامياب شوی،‌ خلک يې په تېرو دريو لسيزو کې له جګړو سره عادي شوي دي،‌ ګاونډيانو هر لورې ته د اډې په توګه ښه اسانتيا ورکړې،‌ کورنۍ جګړه اوس نه ده روانه، جنګيالي تر نور ځايونو ښه منظم او همغږي دي او د خلکو په منځ کې يې هغسې ناوړه شهرت نشته لکه په عراق کې.‌ دا هغه څه دي چې د دوو هېوادونو جګړې سره بېلوي.‌ اوس که امريکا فکر کوي چې د هغې نوې ستراتېژۍ په خپلولو به افغانستان اېل کړي چې په عراق کې يې تجربه کړې دا ګمان يې هم د افغانستان په اړه د نورو تصوراتو په څېر ناسم او بربادوونکی دی.‌


سرچينې:
Gates: U.S. Reviewing Its Afghanistan War Strategy
US to take over Afghan mission
Bush to send more troops to Afghanistan
U.S. ponders militia strategy in Afghanistan