يادونه: دا ليکنه لومړى په اصلاح انلاين.نټ کې خپره شوې.
ظلم او تېرى خپله بد شى دى. پيغمبر (ص) له ظالميت او مظلوميت دواړو نه پناه غوښتې ده. خو، کله کله مظلوميت تر شا ډېرې ګټې لري چې په سر کې يې د مظلوم بيداري ده. ويده ملتونه په معمولي غږونو او کمپاينونو نه را ويښېږي، يو فوق العاده کار بايد وشي چې دوى را ويښ کړي.
خداى همداسې غوښتي وو چې مسلمانان د مظلوميت اوج ته ورسېږي چې بېرته را په خود شي. د اسلامي تاريخ په اوږدو کې همداسې شوي چې ويده ملتونه د عيش او خوشالۍ په وخت کې نه، بلکې د يوې دردوونکي پېښې او يوې لويې ګڼ وژنې او سخت ظلم په پايله کې را بيدار شوي دي.
پوره اووه کاله مخکې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر يوولسم پېښې تر شا که هر څوک ول، خو هغه کسان نه ول چې نن له همدې پېښې څخه په را پيل شوې جګړه کې وژل کېږي. په نيويارک کې پر غبرګو برجونو باندې ګوزار نه د هغو يو لک بې ګناه افغانانو کار وو چې تر اوسه په جګړه کې وژل شوي او نه د هغه يو ميليون عراقيانو چې په ويجاړوونکي يرغل کې د بمونو او مرميو خوراک شول.
امريکا ته د هغه چا کيسه ور وشوه چې ستن ورڅخه په کوټه کې ورکه وه، خو ده بهر په رڼا کې لټوله. د خپلو دوو برجونو د وراني په ځواب کې يې پوره دوه هېوادونه له خاورو سره خاوري کړل او ټوله سيمه يې د بې ثباتۍ کندې ته ور ټېل وهله. په کومو پلمو چې يې په افغانستان او عراق کې جګړه پيل کړه غلطې وختې او کوم اهداف چې يې د جګړې اعلان کړي وو يو هم پوره نه شول او آن معکوسه نتيجه يې ورکړه. د سپتمبر د يوولسم په بريدونو کې شاوخوا درې زره امريکايان ووژل شول، خو دا دى تر اوسه يې د جګړې په ډګر کې تر پنځه زره زيات سرتېري او افسران وژل شوي. د ټريليونونو ډالرو اقتصادي لګښت او د دوو هېوادونو د زېربنا ورانول لا پرې سربېره دي.
ګډ دښمن
موږ يې دلته پر نورو اړخونو نه غږېږو، يوازې مسلمانانو او اسلام ته د امريکا د جګړو پر اغېزو غږېږو چې د سپتمبر راهيسې پيل شوې.
د مسلمانانو د مظلوميت او پر دوو اسلامي هېوادونو د امريکا د مخامخ تيري تر ټولو غټه لاسته راوړنه د اسلامي امت په لر او بر کې د بيدارۍ او عامه پوهاوي د کچې چټکه لوړېدنه ده. کله چې ولسونه هومره کمزوري او بې غيرته شي چې په نور څه نه سره راټولېږي، وروستى يوکوونکى يې ګډ دښمن وي. خداى همداسې يو ګډ دښمن په مسلمانانو پېرزو کړ. مسلمانانو خپل دوست او دښمن هم په کور د ننه او هم بهر وپېژندل. له درانه خوبه را پاڅېدل، لاس پکار شول او دا دى له عمومي اټکلونو سره سم اسلامي فعاليتونه د نړۍ په ټولو سيمو کې په تېرو اووه کلونو کې څو چنده شوي دي. د مسلمانو ملتونو تر منځ د خواخوږۍ او زړه سوي احساس يو پر بل زيات شوى. ګواکې د اسلامي نړۍ پر ضد د امريکې جګړه مسلمانانو ته د خطر يو زنګ وو چې سره يوکېږو، کنه ورکېږو. د بوش د جګړې له پيل مخکې به ډېر لږ د اسلام د ګلوبلايزېشن له اصطلاح سره مخامخ شوي ياست، خو اوس ورسره د يوې موجودې پديدې په توګه تعامل کېږي.
پټې څېرې بربنډې شوې
په دې جګړه کې که مو تاوان هم وګاله، ځينې لاسته راوړنې مو هم ځينې درلودې. ناتجربه شوي لورې مو تجربه کړل، پټې څېرې مو وپېژندلې او له پټو لوبو څخه پرده پورته شوه. پخوا که به دې يو چاته ويل چې په دې سيمه کې د روانې لوبې تر شا د امريکا لاسونه دي او غواړي خپلې اقتصادي، ستراتيژي او د امپراتورۍ موخې پر مخ بوځي په اسانه به يې نه منله، خو نن ډېرى خلک آن په بې سواده طبقه کې هم په اصلي کيسه پوه دى. په خپل هېواد افغانستان کې مو ګوډاګۍ، خاينې، افغان دښمنې او همدارنګه د افغان خواخوږي څېرې نورې هم وپېژندلې. د دغه لوبو يوه ګټه همدا ده چې لا زيات خلک پکې تجربه کېږي او پېژندل کېږي. څومره چې زيات کسان تجربه شي او وپېژندل شي هغومره يو سالم بديل ژر تشخيصيدلاى شي. افغان ولس هسې هم له دغه ډول تجربو څخه چې لاره يې په سرو وينو فرش ده تر پوزې راغلى، خو يو درس چې دغو جګړو ورکړى هغه دا دى چې بهرنى يې هېڅکله هم ريښتينى خواخوږى نه شي کېداى او که په خپله افغانان سره جوړ نه شي، حل له بهره څخه نه شي راتلاى، له بهره يوازې زور او ورانى راځي.
د امريکا هيبت مات شو
ښايي مخکې له دې چې امريکا راشي ډېرو د هغې په اړه خورا مثبت نظر درلود او د افغانستان د يو تاريخي دوست په سترګه يې ورته کتل. رښتيا هم تر هغه مهاله چې امريکا په خپلو پولو کې را ايساره وه، ښايي له دې سرحدونو بهر لږ خلکو د دې اسطورې په اړه معلومات درلودل. کله چې يې له خپلو پولو هاخوا لس زره ميله ليرې ختيځ ته پښې وغځولې، موږ هم له نژدې وپېژندله.
نه يوازې چې د لوېديځ بشرپالنه او سړيتوب مو وپېژاند چې د رنګينو شعارونو تر شا د خپلو ګټو کروندې زموږ په وينو خړوبوي، بلکې د لوېديځ د پوځي زور او د تکنالوژۍ د کمال ننداره مو هم وکړه. هغه هيبت چې پخوا د خلکو په زړونو کې وو مات شو، او معلومه شوه چې جګړې او مبارزې يوازې په زور او تکنالوژۍ نه ګټل کېږي.
په مجموع کې د لوېديځ او په سر کې يې د امريکا د دموکراسۍ زرين شعارونه ناکام، حکومتونه يې منفور، پلانونه يې افشا او راتلونکى يې پيکه شو. په مقابل کې د مسلمانانو پر ځان باور، پر يو اسلامي او وطني حل باندې باور، له يو بل سره د مرستې او خواخوږۍ احساس او د يووالي او قوت موندنې هڅې زياتې او چټکې شوې.
يتيم په ژړا پوخ دى
پاتې شوه په پوځي ډګر کې، هلته هم امريکا سخته پاتې راغله. له عراق څخه پر وتلو غور کوي او په افغانستان کې يې سيمه يوازې تر ښارونو محدوده شوې. د هېواد جوړونې او اقتصاد په برخه کې که موږ تاوان کړى دوى تر موږ زيات کړى. د طالبانو يوه وزير هغه مهال چې نژدې و له ايران سره جګړه ونښلي مطبوعاتو ته وويل: زموږ وطن خو هسې هم وران دى، نور به تاسې څه پکې وران کړئ، خو ارمان مو ستاسې د ښېښو لوړ منزلونه چې را وبه نړېږي. يتيم هسې هم په ژړا پوخ دى. که د امريکا په مشرۍ د سپتمبر د يوولسم پېښې په غچ کې پېښې شوې جګړې ته خوشبينانه نظر وکړو، لږ تر لږه يو ستر شى مو ترلاسه کړ چې هغه بيداري او هوښياري ده. ها د اکبر سيال په وينا:
پــه خــوب ويـده فكــرونه وپـارېـدل
ښه شو په دې سـيمه يو جنګ پـكار و