تر دې مخکې په وروستي پوسټ کې مې په بلاګ کې د اسلامي نړۍ د شاته پاتې والي په اړه د يو لوېديځوال ليکوال خبره رانقل کړې وه. څرنګه چې لاهم د اسلامي نړۍ په شاته پاتې ټولنو کې د ځان د انتقاد زغم نشته او همدغه عامل دى چې پرمختګ ته يې نه پرېږدي، د لوېديځوال ليکوال خبره په ډېرو خورا بده لګېدلې وه.
لاهم ځينې خلک فکر کوي پر مسلمان باندې انتقاد، هغه هم د بيدارولو او اصلاح په خاطر، پر اسلام باندې انتقاد دى. همدا ډله خلک دي چې لاهم باور لري چې د اسلامي امت د پاتې کېدو عوامل ټول بهرني دلايل دي او غليمان د دوى د پرمختګ خنډ دي، خو واقعيت دا دى چې زموږ د ناوړه حالت تر شا زموږ خپل لاسونه دي او عمدتاً موږ خپله ګرم يو، نه بل څوک.
ځينې لوستونکو په ترخو تبصرو کې ګمان کړى وو چې خداى مه کړه د اسلام په اړه مې ناوړه خبره رانقل کړې ده او په دې توګه يې په خپلو سپکو سپورو او ښکنځلو د اسلام ننګه او له خداى او د هغه له دين سره د خپلې مينې اثبات کاوه.
په دې توګه دوى ښکنځلې د اسلام او د خداى په خاطر کړې دي. ښايي زموږ له مقدساتو څخه د دغه ډول د دفاع لپاره ځان ته د اجر هيله هم ولري. زه به پرې ښه ګمان وکړم چې دوى واقعا پر اسلام خوږېږي.
سپکې سپورې خو خير، چا ته به يو سپک اذيت ورسوي، خو په دې نړۍ کې خورا لويې او ناوړه بدرنګيانې د اسلام په نامه شوې دي. په تېره بيا زموږ په هېواد کې خو هره بدرنګي، او لږ ښه رنګي، د اسلام په نامه شوې دي. نه يوازې زموږ په هېواد کې بلکې په نورو شاته پاتې اسلامي هېوادونو کې هم تر ښو او رغنده کارونو ناوړه کارونه د اسلام په نامه زيات کېږي.
که په عراق کې يو څوک مارکېټ ته له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ ننباسي او هلته په سلګونو بې ګناه دوکاندارن وژني، که په موريتانيا، قبرس او الجزاير کې ملکي بهرنيان په ډزو ويشتل کېږي، که د کابل ښار د ګوليو او راکټو په اور کې لولپه کېږي او که په هلمند کې د يو کلمه ويونکي په مرۍ چاړه را کاږل کېږي، دا ټول د الله په نامه کېږي.
هو، په دې کې شک نشته چې دوى له الله سره مينه لري او د هغه د رضا لپاره همدا کارونه کوي. دوى اسلام ته په کار کولو کې اخلاص لري. د دوى په نيت کې شک نشته.
او همدا خبره چې "دا کارونه د الله او د هغه د رضا لپاره کوي" په اصل کې يوه ښه پديده ده. څوک وايي چې له خداى سره مينه او د اسلام لپاره په اخلاص کار کول ښه کار نه دى؟ موږ چې پيدا د همدې لپاره يو.
که وژنې دي او که ښکنځلې چې واقعاً د خداى په خاطر کېږي، دا په خپل ذات کې يوه ښه نښانه ده چې ښيي مسلمانان له خپل دين سره لاهم بې کچې مينه لري او په هره بيه يې ننګه کوي.
خو، دا چې د الله د رضا او جنت لپاره د دوى مينه د ناوړه کارونو په ترسره کولو تمامېږي، دا اصلي مشکل نه، بلکې دا له جانبي عوارضو څخه ده. او دا عارض له دې پېښ شوى چې د اسلام دا خوږمن خلک هدف ته د رسېدو پر وسيله او لاره سم نه دي پوه شوي. که نه، له هدف سره د هغوى مينه او اخلاص هغه څه دي چې بايد په هر مسلمان کې را ژوندي شي او دا د خوشالۍ خبره ده.
بايد په ټولو ځوانانو کې له خداى او اسلام سره مينه را پيدا کړو، له دې پرته د يو مسلمان په توګه نه شو کاميابېدلاى. همدا مينه او دا سپېڅلى احساس اصلاً په مسلمانانو کې مطلوب دى، او که هر ډول وي په خپل ذات کې يوه مثبته پديده ده.
او د هغه جانبي عارض د علاج لپاره يوازې يو څه کول پکار دي. کله چې له خداى سره مطلوبه مينه په مسلمان کې پيدا شوه، دا بايد پر سم او رغنده لورې بوتلل شي. همدا پر سم لورې بيول له بااحساسه مسلمان څخه يو کارنده، سالم او ګټور انسان جوړوي.
خو چې خپل کور پرې ونه نړوي
د بېلګې په توګه د سرکار اصلي کار دا دى چې د خلکو لپاره په ځمکه کې اوبه پيدا کړي، نور پر کښتونو د هغو ور برابرول او لښتې کښل هومره لويه خبره نه ده، او ښايي بزګران يې وکړي. خو که يې هېڅوک هم ونه کړي، دلته بيا ورانى پېښېږي. چې کله اوبه راپيدا شوې، او په روانېدو شوې چې اصلي مطلوب کار همدا دى، که څوک د کښت خواته لښتى يا کانال ورته ونه کاږي، ښايي دا اوبه نه يوازې دا چې ضايع شي بلکه که فشار پرې راشي پر سېلاب بدلې شي او ورانى را منځته کړي. يا که په يوه ډله خلکو کې چې کار نه کوي او اصلي ستونزه پکې لټي ده، د کار کولو احساس را پيدا شو، دا ستر کار وشو، خو که د هغه کولنګ او بېل ته لاره ونه ښودل شي، ښايي خپل کور پرې ونړوي.
په دې ډول اصلي کار دا وو چې اوبه پيدا کړل شي او يا خلک په کار راوستل شي، که پر سم لورې هغه بوتلل نه شي او سمه ګټه ترې وانه خيستل شي، د دې وجه غفلت ده او دا خپله يو جانبي عارض دى، نه اصلي مشکل.
موږ هم د مسلمانو ځوانانو اسلامي او خدايي احساساتو ته، که څه هم پر سالم لورې نه دې وربرابر شوي، خوشاله يو او درناوى ورته لرو. ښه ده چې همدا احساس په خلکو کې شته، که څه هم هغه په ښکنځاوو او يا وژنو بدل شي، خو اوس يوازېنى کار چې پکار ده دغو احساساتو ته يوه رغنده لاره برابرول پکار دي چې د اوږد مهال لپاره د امت او ملت په ګټه، بيا را بيدارولو او پرمختګ تمام شي، که همدا احساسات نه وي، دا امت به همداسې ويده پاتې وي. که همدغه سرشاره احساسات چې اوس ورانى کوي که په مثبت او رغنده لور برابر کړل شي همدومره ستر کارونه هم کولى شي. د کار شى موجود دى، خو که يې کارونه سمه وشي.