لیکنه: نبراس الحق عزیز
په (١/ ٨/ ٢٠٠٨ م) نېټه له پراګ څخه خپرېدونکې د ازادۍ راډيو يو مطلب خپور کړ چې د ايران په اسلامي جمهوريت کې په زناکار باندې د رجم (سنګسار) حکم تطبيق ته ځانګړى شوى وه، چې پکې د بښنې نړيوالې ټولنې له خوا په ايران نيوکه شوې وه چې ولې زاني سنګساروي؟، همدارنګه په همدې اړه په ازهر کې د اسلامي علومو ډاکټر عبدالله عطايي وويل چې د رجم حکم په قرآن کريم کې ثابت نه دى او د اسلامي تاريخ په اوږدو کې صرف يو ځل د پيغمبر عليه السلام په زمانه کې تطبيق شوى دى.
مطلب په بريتانيا کې چاپېدونکې ورځپاڼې (ګارډين) د هغې مقالې يادونه هم وکړه چې د سنګسار د تطبيق اصلي لامل يې د ايران په سياسي چاپېريال د افراطيانو واکمني ګڼلې وه.
د ډاکټر عطايي له خبرو څخه اورېدونکي ته دا انګېرنه پيدا کېدله چې ګوندې رجم (سنګسار) په اسلام کې ډېر کمزورى حکم دى او ايله يو ځل په يوه استثنايي پېښه کې تطبيق شوى دى او په قرآن کريم کې خو ثابت نه دى په احاديثو کې هم کوم قوي روايت نشته چې د رجم حکم دې ورباندې تکيه وکړي، حتى چې پيغمبر عليه السلام يې هم په تطبيق کې زړه نازړه وه، نو که نن ورځ ورڅخه ډډه وشي د تمدن او ترقۍ پر لور به د نړۍ ګامونه چټک شي.
دا چې ولې تل د دې هڅه کېږي چې د اسلامي احکامو د تطبيق په وړاندې خنډونه رامنځ ته شي او ولې غير اسلامي ټولنې همېش د حدودو له نافذېدلو څخه په وېره او ډار کې وي او په بېلابېلو نومونو يې بدناموي؟ او يا دا چې په اسلام کې د سنګسار په شمول د نورو حدودو د تشريع حکمت، فلسفه، او ګټه څه ده او په ټولنې باندې کوم مثبت اغېز شيندي؟ دا د دې ليکنې موخه نه ده او نه غواړم دغو پوښتنو ته دلته ځوابونه پيدا کړم، د دې کرښو له ليکلو څخه مې هدف فقط د هغو اشتباګانو په ګوته کول دي چې د ډاکټر عطايي له خبرو څخه خلکو ته پيدا کېږي.
څرنګه چې زنا يو فاحش او د نړۍ په ټولو ولسونو کې منفور دى، له همدې کبله له کبيره ګناهونو څخه وشمېرل شو او حد يې د نورو حدودو په پرتله سخت شو. الله تعالى فرمايي: (ولا تقربوا الزنى انه کان فاحشة وساء سبيلا) [بني اسرائيل:32] ژباړه: او تاسو زنا ته مه ورنږدې كېږئ، يقينًا زنا چې ډېره قبيحه ده او ډېره بده لار ده.
د اسلام په ابتداء کې د زنا لپاره يوه لنډمهالې او خفيفه جزا ټاکل شوې وه ځکه چې خلک تازه د جاهليت له تيارو څخه راوتلي وه او ذهنونه يې د يوې درنې او شديدې جزا منلو ته چمتو نه وه، دا د الله جل جلاله سنت دى چې احکام په تدريجي توګه نازلوي ترڅو په اسانۍ سره په زړونو کې ځاى ونيسي، لکه د شرابو او سود په تحريم کې چې ورته طريقه عملي کړى شوه.
په همدې اساس د اسلام په لومړي سر کې د زنا جزا د ښځې لپاره دا وه چې په کور کې به نظربنده ګرځول کېده او د بهر وتلو اجازه به ورته نه وه، او د سړي لپاره يې جزا په ژبې سره د هغه توبيخ او رټل کېدل وه لکه چې په [النساء:١٥] ايت کې واضحه شوې ده، چې وروسته بيا دغه حکم په [النور:2]ايت سره منسوخ وګرځول شو چې: (الزانية والزاني فاجلدوا کل واحد منهما مائة جلدة ولا تاخذکم بهما رافة في دين الله ان کنتم تؤمنون بالله واليوم الآخر، وليشهد عذابهما طائفة من المؤمنين) ژباړه: زناكاره ښځه او زناكار سړى هر يو په سل درو باندې ووهئ، او تاسو په دوى دواړو باندې د الله جل جلاله په دين کې زړه سوى ونه کړئ (چې درې کمې کړئ او يا پکې شفاعت وکړئ، اى موْمنانو!) كه تاسو په الله جل جلاله او د قيامت په ورځ باندې ايمان راوړى وي (نو په دې هکله له زړه سوي څخه ډډه وکړئ)، او د دوى دواړو عذاب (تجليد) ته دې د مومنانو يوه ډله حاضره شي (چې د حدودو تطبيق په سترګو وګوري).
د زنا حد:
اسلامي شريعت د متاهل (واده والا) او غير متاهل (بې واده) زناکارانو لپاره بېلې بېلې جزاګانې ټاکلي دي.
د غير متاهل (بې واده سړي يا ښځې) لپاره په جزا کې څه ناڅه تخفيف راغلى او سل درې ورته د حد په توګه ټاکل شوي دي، لکه چې لږ وړاندې په ايت شريف کې ذکر شو.
او د متاهل (واده والا سړي يا ښځې) جزا د لومړي هغه په پرتله درنه ده، چې تر هغه به سنګسارېږي ترڅو مړ شي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (لا يحل دم امرئ مسلم الا باحدى ثلاث الثيب الزاني والنفس بالنفس والتارک لدينه المفارق للجماعة) متفق عليه. ژباړه: د هيڅ مسلمان وژل جايز نه دي پرته له درېوو حالاتو څخه: چې واده والا زنا وکړي، چې بل څوک يې وژلى وي او قصاص شي، چې خپل دين يې پرېښى وي او مرتد شوى وي.
ايا د رجم (سنګسار) حکم په قرآن کريم کې ثابت دى؟
ځينې ناپوهه خلک چې په سر کې يې د خوارجو په نامه يوه ډله قرار لري وايي چې د رجم حکم په اسلام کې نشته ځکه چې په قرآن کريم کې نه دى ذکر شوى، د دوى دا اعتراض او استدلال د غڼې له ځالې هم کمزورى ښکاري، او علماوو کرامو په لاندې ډول ځواب کړى دى:
دا چې په قرآن کريم کې د رجم يادونه نه ده شوې هېڅکله د دې معنا نه لري چې ګنې رجم شرعي حکم نه دى، ډېر داسې احکام شته چې په قرآن کريم کې نه دي ذکر شوي بلکې په احاديثو کې راغلي دي، او هغه څه چې په احاديثو کې ثابت شي بايد په سر سترګو يې ومنو ځکه چې الله تعالى موږ ته امر کوي چې د رسول الله صلى الله عليه پوره تابعداري او پيروي وکړو: (وما آتاکم الرسول فخذوه وما نهاکم عنه فانتهوا) [الحشر:7] ژباړه: او هغه څه چې تاسو ته پيغمبر درکړي دي (او امر يې پرې درته کړى) نو وايې خلئ او عمل پرې وکړئ او هغه شى چې تاسو يې ترې منعه کړي ياست ځان ترې وساتئ.
پيغمبر د الله جل جلاله استازى دى، د ده عليه السلام هر امر اسماني وحې ده: (وما ينطق عن الهوى ان هو الا وحي يوحى) [النجم:3، 4] ژباړه: او پيغمبر عليه السلام د خپلو خواهشاتو پر بنا خبرې نه کوي، څه چې وايي هغه پرته له وحې څخه بل څه نه دي.
نو څرنګه چې احاديث د قرآن کريم تفسير او تشرېح ده نو د پيغمبر عليه السلام د دې امر منل چې محصن (واده والا) زاني رجم کړئ په موږ داسې واجب دي لکه د الله جل جلاله د امر اطاعت چې واجب دى.
يوه ورځ د خوارجو يوه ډله عمر بن عبد العزيز ته ورغله او نيوکه يې ورباندې وكړه چې په قرآن کريم کې رجم نشته او تاسو د زناكارانو لپاره د حد په توګه منلى دى، همدارنګه تاسو په حائضې ښځې باندې د روژې قضائي لازمه ګڼئ او د لمانځه قضائي ورباندې لازمه نه بولئ حال دا چې له روژې څخه خو د لمانځه په فرضيت ډېر ټينګار شوى دى!؟.
عمر بن عبد العزيز له دوى څخه وپوښتل چې ايا تاسو په قرآن كريم كې د فرضي لمونځونو او د لمانځه د اركانو او وختونو شمېر موندلى شئ؟ همدارنګه تاسو په قرآن کريم کې د زكات اندازه او نصاب چېرته لوستى دى؟
دوى د ځواب وركولو لپاره مهلت وغوښت. يوه ورځ پس دوى د پنځم خليفه په وړاندې اعتراف وكړ چې موږ د ذكرو شوو سوالونو ځوابونه په قرآن كريم کې مونده نه كړه. نو خليفه دوى وپوښتل چې هركله تاسو د قرآن كريم څخه پرته په بل شي باندې عمل نه كوئ نو ذكرې شوې مسئلې مو له كوم ځاى څخه اخيستې دي؟ هغوى وويل چې دا ټول په احاديثو باندې اثبات شوي دي.
نو خليفه ځواب ورکړ چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د رجم حكم تطبيق كړى دى او راشده خلفاوو بلكې ټولو مسلمانانو عملي کړى دى نو ځكه يې موږ هم عملي كوو. همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم حائضې ښځې ته د روژې په قضاء راوړلو باندې امر كړى دى او د لمانځه په قضاء راوړلو باندې يې نه ده ماموره كړي او په همدې باندې اُمهات الموْمنين او صحابياتو رضوان الله عليهن هم عمل كړى دى نو موږ هم ورباندې عمل كوو.
د رجم يا سنګسار د تطبيق مثالونه:
په صحيحو رواياتو سره ثابته ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د رجم (سنګسار) حکم له يو ځل څخه زيات په خپلو امتيانو تطبيق کړى دى، او ټولو صحابه وو کرامو او تابعينو د رجم په حکم باندې اجماع کړې ده او پرې متفق دي او هيچا ترې انکار نه دى کړى، چې ثبوت يې تقريبًا د تواتر درجې ته رسېدلى دى، په لاندې واقعاتو کې يې مثالونه لوستلى شئ:
١- رسول الله صلى الله عليه وسلم ماعز بن مالک رضي الله عنه وروسته له هغه سنګسار او د رجم حکم يې ورباندې تطبيق کړ چې پخپله يې د زنا په ارتکاب څلور کرته اقرار وکړ.
٢- د رسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته يوه ښځه چې غامدية بلل کېده ورغله او اقرار يې وكړ چې له زنا څخه اميدواره ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم مهلت ورکړ ترڅو بچى وزېږوي او دومره شي چې ډوډۍ پخپله وخوري نو بيا يې ورته وويل چې ماشوم دې چاته وركړه چې ساتنه او روزنه يې وكړي، او په ښځې يې د رجم حکم تطبيق وکړ.
٣- په احاديثو کې د يوې بلې ښځې رجم هم د هغې په خپل اقرار سره ثابت دى، دا ښځه د جهينة قبيلې څخه وه.
٤- په يوه بله جلا پېښه کې رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړي ته وويل: وَاغْدُ يَا أُنَيْسُ عَلَى امْرَأَةِ هَذَا فَإِنْ اعْتَرَفَتْ فَارْجُمْهَا، يعنې اى اُنيسه! د دغه سړي ښځې ته ورشه او وګوره كه په زنا يې اعتراف وكړ نو رجم يې كړه؛ اُنيس رضي الله عنه ورغى او ښځې په زنا اعتراف وكړ او رجم شوه.
يوه ورځ عمر الفاروق رضي الله عنه په منبر كېناست او د خپلې اوږدې وينا په ترڅ کې يې وفرمايل چې الله جل جلاله په خپل کتاب قرآن کريم کې يو ايت نازل کړى وه چې د رجم حکم پکې وه، چې عبارت وه له: (الشَّيْخُ وَالشَّيْخَةُ إِذَا زَنَيَا فَارْجُمُوهُمَا الْبَتة) يعنې د واده والا سړى او د واده والا ښځه چې کله زنا وکړي نو خامخا دواړه رجم کړئ.
عمر رضي الله عنه وويل چې موږ به دغه ايت لوست او حفظ کړى مو وه، او رسول الله صلى الله عليه وسلم رجم تطبيق کړى او له هغه څخه راوروسته موږ هم تطبيق کړى دى، زه ډارېږم چې په راتلونكي كې به ځينې خلك له رجم څخه په دې پلمه انكار وكړي چې په قرآن كريم كې نه دى نازل شوى، قسم مې دې په الله وي كه چېرته دا وېره نه وى چې يو څوک به ووايي چې عمر بن الخطاب د الله جل جلاله په كتاب كې زياتوالى وکړ ما به ذكر شوى عبارت په قرآن كريم كې ليكلى وه.
علماء کرام وايي چې دغه ايت د الاحزاب سورت جزء وه، چې وروسته يې تلاوت منسوخ شو او حکم يې باقي پاتې شو.
اميد دى چې په دې لنډې ليکنې سره به هغه تېروتنې او غلطيانې په ډاګه شوې او ځواب شوې وي چې وايي د رجم حکم په قرآن کريم کې ثابت نه دى، او د تاريخ په اوږدو کې صرف يو ځل د پيغمبر عليه السلام په زمانه کې تطبيق شوى دى.