خداى به له دې غوره څيز درکړي
ایا کله له خپګان سره مخامخ شوی يې؟
ايا کله دې ډېر خوښ څيز له لاسه ورکړی دی؟
ایا کله په ازموينه کې ناکام شوی يې؟
ايا کله دې کوم نږدې دوست تا نه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي؟
ایا کله... ایا کله...
هېڅ مه خپه کېږه، ځکه دا له موږ سره د بشریت د ستر لارښود وعده ده چې خدای به له دې څخه غوره او ښه بدله درکړي..
ام سَلَمَة رضي الله عنها وايي چې ما یو وخت له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي وه چې هر چا ته څه مصيبت ورسېږي او ووايي چې (اِنَّا لِلّهِ وَاِنَّا اِلَيٌهِ رَاجِعُوٌنَ، اَللّهُمَّ اَجُرٌنِيٌ فِيٌ مُصِيٌبَتِيٌ وَاخٌلُفٌنِيٌ خَيٌرًا مِنٌهَا)، الله جل جلاله به خامخا د مصيبت اجر هم ورکړي او په ځاى به يې له هغه څخه غوره څيز هم ورکړي.
نوموړې صحابۍ وایي کله چې د سلمة پلار وفات شو ما له ځانه سره وویل چې د سلمه له پلاره چې د الله د پیغمبر صلى الله عليه وسلم ملګرى وه، به څوک غوره وي؟!
خو د الله جل جلاله به اراده شوې وه چې ما ياد شوي توري ولوستل، او ومې ويل چې خدايه ماته د مصيبت اجر او غوره بدله راکړې!
وایي چې څه موده تېره نه وه چې زه د الله جل جلاله پیغمبر صلى الله عليه وسلم د ځان لپاره وغوښتم او زما نکاح ورسره وشوه.
ترمذي شريف او مسند احمد