(د بېنوا ويبپاڼې څخه په مننه)

په تيرو څو ورځو کي په مسلسل ډول د طلوع تلويزيون له لاري تبليغات کيږي، چي د هندي سريالونو بندول د بيان د آزادۍ د دښمنانو کار دى، او وايي چي د بيان آزادي د ظلم دښمنه ده او هيڅوک د دې آزادۍ مخه نه سي نيولاى.

د فتنه په نوم فلم چي په هالنډ کي د پارلمان د يوه غړي په ډايريکټري جوړ سوى وو او په دې فلم کي قران شريف ته (نعوذبالله) د يوه شيطاني کتاب لقب ورکړل سوى وو. د دې فلم  ډايريکټر هم دې ورته خبره کړې وه، چي د بيان آزادي د ظلم خلاف آواز دى او آزادي زموږ يو مسلم حق دى، چي د هغه سره سم بيا خلک راوپارېدل اومظاهرې يې وکړې. په داسي حال کي چي زموږ په خپل وطن کي داسي سريالونه په ډېره مينه کتل کېږي په کوم کي چي د هندويزم لپاره په پراخه پيمانه تبليغ کېږي، نو بيا دلته پوښتنه دا ده چي موږ ولي د فتنه فلم د خپرېدو مخنيوى کاوه.

ماته خو د هندي سريالونو او فتنه فلم قضيې دواړي يو او بل ته ورته ښکاري، ځکه يو اسلام توهينوي او بل يې ريښې ور باسي.

يا په بل عبارت، توپير يې دومره دى چي فتنه فلم پر اسلام باندي يو مخامخ او ناکامه ګوزار دى او هندي سريالونه پر دواړو (اسلامي عقيدې او افغانيت) باندي  په پسته او خوږه ژبه يو غيري مستقيم ګوزار دى چي په انګليسي کي ورته ( کولډ وار) يا سړه جګړه وايي چي زما په نظر دا وروستى يې تر لومړني ډېر خطرناک دئ.

په پښتو کي ويل کېږي چي نرى باران تر تېز باران ډېر اثر کوي. ځکه اوس زموږ خلک د خداى پاک له خوا پنځه وخته فرض لمونځ پرېږدي، خو هغه پنځه ډرامې نه پرېږدي په کوم کي چي د هندويزم دپاره تبليغ کېږي.

دا معلومه خبره ده چي طلوع تلويزيون د خپلي ګټې غم کوي، د هغوى يې د بلا که خلک هندواڼ کېږې او که بېلاري کېږي.

خو نه پوهېږم چي افغانان د دې وړتيا نلري چي دا درک کړي؟ او که په دې پوهېږي خو سر نه په ګرځوي؟.

د بېلګي په توګه داځيني اغيزي خو په ټولنه کي د ورايه ليدل کېداى سي:

١. مخکي به مو داسي ډېر انسانان ليدل په خاص ډول زموږ تاسو مندي او خويندي. چي پنځه وخته لمونځ به يې نه قضا کاوه اوس هغه کسانو د لمانځه هغه پابندي و پنځو داسي ډرامو ته ورکړې ده، چي په هغه کي د ((رام او د سيتا)) صفات بيانېږي. او که کله ډرامه قضا سي نو قضايې خو يې حتمي ده.

٢. مخکي که چا يو ځوان ياپېغلي ته د هندو خطاب کړى واى په دې به د هغه بېحده ډېره خوا بدېده
خو اوس هغه مخکنۍ عقيده ډېره ضعيفه سوې ده.

٣. زموږ نوى نسل په تېره بيا نجونو دبا او تولسي د خولې د ګيتا، رامايڼ،او د مهابهارت د کتابونو په باره کي دومره معلومات حاصل کړي دي، چي په قرآن شريف کي يې نه لري.
 
٤. په کورو او بازارو کي به پخوا کشرانو مشرانو ته سلام کاوه او س زموږ په ګاونډ کي واړه مشرانو ته لاسونه جوت کړي، سر ورته ټيت کړي او (نمستې) ورته وکړي، او داسي لاهم پېـښه سوې ده چي ځيني مشر په خندا پر سر لاس ور تېر کړي او  ورته ووايې،( جيتې رهو مېرې لال).

٥. زموږ په ټولنه کي  ډېر ماشومان سته چي د ډرامو په ډېرو کتلو سره يې په زړونو کي هندويزم ته ډېر احترام پيداسوى دى او که يې پر خلاف څه وويل سي نو بيا دلايل هم درسره وايي.

٦. زموږ په ټولنه کي ډېري داسي نجوني او هلکان ليدل کېږي چي داسي هندي نومونه يې ځان ته غوره کړي دي چي معنى يې سړى کافر کوي، داسي ډېر نور منفي اثرات سته چي څوک يې په يادولو شرمېږي.

نو دا چي د طلوع تلويزون د بيان د آزادۍ په بهانه د دغو سريالونو له خپرېدو څخه دفاع کوي، آيا له دوى سره د خپل کلتور او مذهب غم هم ورسره دى؟ او که يوازي او يوازي د بيان د آزادۍ په نوم د خپلي ټولني اخلاق ور خرابوي.

دلته نو پوښتنه دا ده چي آيا د بيان د آزادۍ تر چتر لاندي چي موږ ته هره بې ديني او بد اخلاقي خپرېږي، هغه به منو؟ او که موږ ته يو څه په کار ده چي د خپلو هيوادوالو د کلتور، مذهب او عنعناتو په وړاندي هم يو څه مسوليت لرو؟.