ژباړه: نبراس الحق عزیز
د طب پوهنځي د لومړي کال يو محصل چې د قرآن کریم حافظ هم وه راته ولیکل چې دی نور په نوموړي پوهنځي کې ستړی شوی او درسونو يې زړه ورمات کړی دی.
ما ورته وويل: الله تعالی له تا راضي دی چې ته يې په طب پوهنځي کې داخل کړی يې او په تا يې يو غوره کسب پېرزو کړی دی.
امام شافعي رحمه الله وايي: که زه په فقه کې مشغول نه وی او خلکو فقهي مسايلو ته اړتیا نه درلودی نو ما به طب خپل کسب ګرځولی وه.
نو ته ولې د ستړیا او ډار احساس کوې؟
قسم دی که زه زر کرته ومرم او زر کرته بېرته راژوندی شم او ما ته اختیار راکړل شي چې د نړۍ په پوهنځيو کې کوم يو غوره کړم؟ نو زه به د طب پوهنځي څخه پرته بل پوهنځی اختیار نه کړم!!.
د یو ناروغ پر مخ د یوې لحظې لپاره موسکا غوړول تا ته له ټولې دنیا غوره دي، د يو مریض خبرو ته په ځیر سره غوږ ایښودل او بیا ورته د الله تعالی په مرسته یو ګټور علاج په ګوته کول ستا لپاره د دنیا له ټولې دارايۍ او نعمتونو څخه بهتر دي، د يو مریض چې خدای ستا په لاس روغ کړی وي، پسې شا دعا له ملیونونو نورو دعاګانو څخه ډېره د قبلېدو وړ ده..
داسې مه وايه چې لاره خو ډېره اوږده ده او زه يې لا په شروع کې په خاپوړو روان یم!!.
داسې مه وايه چې طب يو لوی سمندر دی او زما يې لا په غاړه پښه ښویېدلې ده!!.
ګرانه!
کله چې د پوهنځي لابراتوار ته ننوتې د الله تعالی سپېڅلتیا او پاکي یادوه..
او چې کله دې د انسان په وجود کې د الله تعالی د قدرتونو نښې لیدې نو په يووالي يې لا پسې عقیده پخه کړه..
او چې کله دې د انسان جسمي جوړښت ته کتل نو د الله جل جلاله په عظمت او لويۍ پوه شه..
او چې کله دې په هډوکو او حجرو کې څېړنه کوله نو د ستر پنځوونکي ذات پنځونې ته فکر وکړه..
دوه درې کاله وروسته به په روغتون کې کار کوې، مریضان به درته له خپلو دردونو شکايت کوي، تا به ورته غوږ ایښی وي، په شونډو به دې موسکا خپره وي، هغوی ته به ډاډ او تسلي ورکوې، چې دا ټول يوه ستره ښېګڼه ده..
ناروغان به دې هر چېرته ستايې او درڅخه راضي به وي، تا او ستا مور او پلار ته به دعاګانې کوې، څومره لویه نېکمرغي ده؟!.
او بیا ته خو د قرآن کریم حافظ يې، چا چې په ځوانۍ کې قرآن کریم یاد کړی وي هغه خو د طب ټول کتابونه په یادو یادولی شي.
نو ولې د ستړیا او ډار احساس کوې؟
ایا نه پوهېږې چې په هر توری سره چې ته يې لولې او نیت دې پکې د یو ناروغ سره مرسته کول وي، لوي اجر ګتې؟
ایا الله جل جلاله نه دي ويلي چې: (ومن أحیاها فکأنما أحیا الناس جمیعا) ژباړه: او چا چې یو کس ژوندی کړ داسې مثال لري لکه ټول خلک چې يې ژوندي کړي وي؟.
نو چا چې يو ناروغ وژغوره داسې مثال لري لکه شپږ میلیارده خلک چې يې ژغورلي وي.
اسلامي امت به همدا ستاسو غوندې ځوانانو په لاس ترقي کوي، چې قرآن یې یاد کړی وي او ځان يې پرې پوه کړی وي، طب يې لوستی وي او پکې برلاسي وي.. په یو لاس کې يې قرآن نیولی وي او په بل لاس کې يې د جراحۍ آله یا ستاتسکوپ وي..
د خدای په ملتیا مخ په وړاندې ځه، له الله تعالی څخه د شیطان له وسوسو پنا وغواړه، او د هر توري په لوستلو سره دې نیت د الله تعالی رضا وګرځوه..
نیت دې پاک او سوچه وګرځوه، چې په دې سره به دې زده کړه په عبادت بدله شي.
له الله تعالی غواړو چې تا، سره له نورو مسلمانو ځوانانو له هرې ناخوالې ساتي، او تا یو پاک زړی او د صاف نیت ډاکټر کړي.