په پاکستان هم هغه کانه وسول هغه متل دی چي وایي دخپل بام واوره دهمسايه پر کور ور اړوي په افغانستان کي د پاکستان دمداخلی خبره څه نوي نه ده دپاکستان دجوړښت څخه وروسته چي پاکستان ځان دافغانستان دګاونډي په حيٍث رامينځته کړد لومړی ورځي څخه ډيورند لین مسله دافغانستان او پاکستان ترمينځ دمخالفت يواځني خبره وه که څه هم دالحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کي چي کله دهندوستان او پاکستان ترمينځ جګړه پيل سوه افغانستان دپاکستان سره خپل حسن نیت ښکاره کړه او پاکستان ته يې ډاډ ورکړ چي دافغانستان له طرفه به دويٍ ته هيڅ ډول ستونزه نه پيښيږي چي دافغانستان دوخت حکومت په خپلو ژمنو همداسی وخوت،کله چي پرافغانستان روس يرغل وکړ دا وخت پاکستان دافغانستان په حق کي خپل مسوليت ادا نه کړ يو تريخ حقيقت باید ومنو دروسانو مهارول دافغانانوپه وينو د دوي دسرونو په قربانیو ترسره سو خو دپاکستان په شمول ډیر هیوادونه ددې ښاماره خلاص سول. زه يوازي دلته يوه خبره دپاکستان دلاسوهني يادوم دمحمود خان آڅکزايي په خپل يوه مرکه کي داسي وايې چي کله ډاکټر نجيب الله داستفآ اعلان وکړ د روژي اوله ورځ وه غلام اسحاق خان دپاکستان صدر وه ما ورڅخه وخت وغوښت هغه وخت راکړ ما ورته وویل غلام اسحاق خانه ته پښتون يې ډاکټر نجيب الله داستفآ اعلان کړي دی، که ډاکټر نجيب الله استفآ وکړي افغانستان به اور واخلي ته داسي وکړه دمجاهدینو مشران راوغواړه  ترڅو دوي په خپل مينځ کي سره جوړ سي او دحکومت واګي دي په لاس کي واخلي، ده راته وویل هغوي يې نه مني دی وايې ماپه ځواب کي ورته وویل چي څوک يې نه مني ده ويل مجاهدين ما ورته وويل چي هغوي ستاسو دلاس خلګ دي.  

دښاغلي محمود خان اڅکرايي خبره چي دپاکستان اراده صحيح نه وه دا هر څه روښانه دي دهغه وخت نه بیا تر اوسه چي څه روان دي ډير واضيح ثبوته سته چی پاکستان دافغانستان په چاروکي خپل مداخله نه ده سپمولي. 

کله چي دطالبانو حکومت دامريکا له خوا ړنګ سوو پاکستان هم امريکا ته اډي ورکړي او هم يې دامريکا په خوله هغوي ته تروريستان وويل هم یې په همدي پلمه چي دترورسیتان سره مبارزه کوي دامريکا او متحدينو څخه پيسي او امتیازات واخيستل  

دپردي تر شاه همدغه وسلوالي ډلي بیرته حمايه کړي ترڅو دهمدغو ډلو څخه دخپلو اهدافو لپاره استفاده وکړي په دي ورستيو کي چي په امريکا کي نوي ټاکني ترسره سوي دامريکا نوي حکومت دټرمپ په مشري دپاکستان په اړه خپل دريځ روښانه کړ 

چي په دي وروستيوکي د ناټو عمومي قومندان جنرال نيکول سن دامريکا په سنا کي خپل په خبروکي واضح دپاکستان په اړه داسي وویل چي ځينی تروريستی ډلي دپاکستان له خوا حمايه کيږي او دپاکستان په اړه يې خپل دريځ ډیر روښانه کړددي ترڅنګ دډاکڼرصيب اشرف حکومت په راتګ سره هم دپاکستان سره ډیر واضيح دريځ اعلان کړ او دپاکستان او افغانستان ترمينځ اړيکي ترينګلي سوي دغو حالاتو ته په کتو سره پاکستان دبیلابیلو کړنو په ترسره کولوسره چي ځان بي ګناه ثابت او دونيا ته وښي چي دی هم ده تروريزم ښکاردی په دا ورستیو کي چي کوم بريدونه په پاکستان کي ترسره سول داسي ویل کیږی چي دپاکستان څارګري اداري په خپله همدغه بريدونه کړي دي او پړه يې پر افغان حکومت ور اړه وي. 

بیا هغه متل را پياديږي چي وايي په پټه يې وهي په ښکاره به لنګيږي پاکستان چي هر څومره کوښښ وکړي چي ځان سپين وښي بیا هم هر څه واضيح دي.ښه بيلګه يې دتورخم او سپین بولدک دروازو تړل، پر افغان خاوره راکيټي بريدنه او هسي بهاني لتول هغه څه دي چي پاکستان غواړي چی دا هر څه له خپل ځانه واړوي او مسوليت نه خان خلاص کړي.