پنجابي پوهانو طالبان په دوو ډلو ویشي

شکر په دې دی چې دومره خو وشوه چې هغو ړندو مشرانو،لیکوالانواو دانشورانو خو دومره ومنله چې د ددوي د سترګو تور،،مجاهدین،،ترهګر دي او یا ددوي په وینا ځینې ترهګر دي ـ که څه هم ددوي په سترګو او غوږونو او زړونو د لږیدلو مهرونو په سبب دوي تراوسه په دغه بې نتجې جنګ جهاد او ددې لوبغاړي مجاهدین ګڼل نو ځکه خو دغو ړندو د خلې نه دومره وتل هم کمه خبره نه ده ـ

دغه ړانده او کاڼه او خرڅ شوي لیکوالان چې اوس هم د پاکستان په پرنټ او الیکټرانک میډیا کې د ټولې شمېرې د نیمې نه زیات دي اوس خپلو پخوانو اتلانو ته زړه بې زړه جنګیالي لقب کاروي او دومره هم مني چې ددوي په دغو اتلانو کې اوس ښه،او ناښه جنګیالي شته ـ د پښتو یو متل دی چې اوبو اخیستې زګ ته هم لاس اچوي او ددوي له لوري خپل اتلان په دوو ویشل هم ددغې متل د ریښتني توب بېلګه ده ـ

دغه ړانده دانشوران که د ښو او نا ښو طالبانو تعریف داسې کوي چې ښه او مجاهد طالبان هغه دي چې هغوي د کراچۍ له بندره د ناټو ځواکونو دپاره بار وړونکي ټرالر د ډیورنډ د کرښې هاغې غاړې ته په نښه کړي او یا یې د اټک د پله نه اخوا په نښه کړي ـ دغه شان که د کرښې یا پله نه پورې ښوونځي وران کړي ،د ملي اردو عسکر په نښه کړي ،خلق د څټ له طرفه حلال کړي نو ددوی په نزد ددوي اتلان په دې کارونو کولو سره جنتیان دي او ددوي د خودساخته جهاد غازیان دي ـ خو ددوي غټ دښمنان او بیخي ناښه طالبان چې دوي ورته په خپله ژبه کې ځناور یا وحشیان وایي او هم ورته د افغانستان،هند،امریکې او اسرایلو ګوډاګیان وایي ،هغه طالبان دي چې هغوي په لاهور،اسلام اباد یا د پنجاب ایالت په بله کومه برخه کې ځانمرګې حملې کوي او پنجابۍ مېندې په وېر اخته کوي ـ

د پنجاب په حملو کې ددوي په فکر بېت الله محسود دی او په تېرو ورځو کې خو رسنیو کې د بېت الله محسود د یوه مبینه ټیپ شوي ټیلیفوني خبرې هم ددې سرلیک سره خپرې کړې چې بېت الله خپل مخاطب ته امر کوي چې ،، په پنجاب کې ځواب ووایې،،دمحسود له لوري یو څو ګوزارونه نه وو چې تورې مچۍ ېې راوپارولې او داسې وبرښیدوه لکه دا مقدس جهاد چې اوس اوس په کرغیړن جنګ بدل شوی وي ـنو ځکه خو فورا پنجاب اسمبلۍ کې د ملاکنډ د عملیاتو په حق کې قرارداد منظور کړی شواو هم د وسله وال فوځ مشر پخپله په جهاز کې سپور د محسود د برجلونو په ننداره ووت ـ

دلته ددې خبرې تکرار کول ضروري ګڼم چې ددوی د ،،ارزښتناکې سرمایعې،،پریښودلو یا دهغوي د مرستې نه کولو هوډ لا پوره په پوره ددوي په زړه کې نشته ـاوس یې یوازې په دوو برخو ویشلي دي ـ زما په فکر دا ډېره ښه فارموله او د ذهینو دماغو جوړه شوې نقشه ده ـ یوه ډله،،ناښه ،، به دنیا وګټي ډالر به پرې هضم کړي او ارزښتناکې اثاثې،، به بل کوم وړ وخت کې پکار راولي ـ هسې خو ددوي ساتنه د دیرشو کلنو راهسې ددوي په غاړه ده او په دې موده کې دې د ،،شهدو دې مچو ښه ډېر بچي هم کړي دي او شهد یې هم ـ خو دا ښه شوه چې دومره وشوه چې دې مچیو کې غومبسان هم راښکاره شوـ