غزل

نه بې زړه يم نه بې کاريم
خوبې وسه بې اختيار يم

دراتلو نښې دي نــــــشته
خدايزده  ولي انتظار يم

په ماګـــــــــرانه ليونتوبه
ستا له لاســـــه ناکراريم

بس لوګيږم اېــــــره کيږم
نه لمبه شوم نه انګار يم

په لستوڼي کي مې لوی شو
زه چيچلی داسې مار يم

سپين مې نه وويل تور ته
که په تخت ووم که په دار يم

نه يي سر شته نه يې پای شته
لاروی دداسې  لار  يم

دجانان دلوري باده
ولي نه راځي بيماريم