څلور شعرونه
الوت د ی خو بې شمیره طوفانونو کې جانانه
په تکو تور و شپو او طوفانو نو کې جانانه
د وخت د خواهشونو او غوښتنو سره زغل دی
سیلۍ حصارول دي په لاسونو کې جانانه
د کلي په هر رنګ او هر موسم کې بارود ښکاري
تیاره مو جوړه شوې ده په زړونو کې جانانه
ستا عکس دی د ایلم د غره لمن ده او سپوږمۍ ده
زما د زړه په ټولو منظرونو کې جانانه
رحمان بونیری کراچۍ
20.12.2008
- ظفرساپی کریمي
ایا منتظرزیدي نړۍ ته د احتجاج نوې فارمولا ورکړه؟
''هن واخله د عراقي اولس له لوري اخري سوغات ''ولسمشر بش سره لږ ښکته کولو سره ځان وژغورو او بیا دوهمه چپله هم په شغار سره د هغه د سر دپاسه تېره شوه او په شالید کې د امریکې د بېرغ سره ولګیده ـ د البغدادیه ژورنالیست منتظرزیدي د عراق د قانون په نظر کې مجرم او د ټولې دنیا د هغو خلقو په نظر کې هیرو ښکاره شو کوم خلق چې د جنګ څخه کرکه کوي ـ د امریکې ولسمشر سره د عراق په څېر د یو هیواد...
24.12.2008
- ظفرساپی کریمي
د ترقي پسند فکر ترجمانه مجله مزدور جدو جهد په پښتو ژبه کې هم چاپ شوه ، مزدور جدوجهد مجله ددې نه مخکې په اردو ژبه خپریده ، د مجلې مسول مدیر هوډ لري چې دغه میاشتنۍ به هرځل د اردو سربیره په پښتو کې هم خپروي ـ
...