غزل
چې له بل چا ګيله من شم
زه د خپل کرار د شمن شم

تل په ډيرو کي تـــــنها يم
چې تنها یم انجمــــن شم

بیا به نه ځي رانه چــــرته
که یو وار په زړه واکمن شم

کله هم چې خندا واورم
په داخپل عقل شکمن شم

په سړو کي به حساب شم
که له درده برخمن شـــــــم

غمه زه به دي هم خوښ شم
خو که تا غوندي ځواکمن شم

نورمحمد سعيد
کراچۍ ۲۰/۱۱/۲۰۰۸