غزل
دنـــــــــــــــیا ډکـــــــه له المه
خوشالي ده څومره کـــــــمه
خود سوزي کړي لکه شمع
ای زما دســـــــترګو نمـــــــه
سرې سکروټې مې سینه کې
تږې راغلم له زمـــــــــــــزمه
چې دې خپل ناشوني کاندي
بیا له غېرو د خېر طـــمع؟
تردې دمه راســــــــــــــره یې
آفــــــــــــــــرین شه خپله دمه
خوب خو ستا او زما نشته
خلق خوب کوي بې غــــــمه
بې پردې مو عـــــمر تېر کړه
په پــــــــــــــردو کې له عالمه
ق
تور څادر دی چــــــې رپیږي
کوم ځــــــایې پاتې له ماتمه
خو رایــــــــــــــــاده کربلا کړه
طمع او لــــــــــــــه دې عالمه؟
هۍ توبه یې د نیــــــــکۍ نه
هۍ توبه یې له کــــــــــــــــرمه
یو ښامار دی وینه وڅـــښي
له عــــــــربه تر عـــــــــــــــــجمه
شپه په هر صورت کې شپه وي
تیاره زیاته وي نه کـــــــــــمه
ــــــ
لارې ستا د زلــــــــــــــــفو لارې
پیچ درپیچ،خــــــــــــمه درخمه
بس دا یو حقـــــــــــــیقت پاتې
د عشق لار ده محـــــــــــــــترمه
د خوشحـــــــــــال برکت غواړه
د تسنــــــــــــــــــــیم د لاس قلمه
ریاض تسینم کراچۍ