له دی کبله چې ټولنیز بحثونه زمونږ د کلتوری ارتقا لپاره ګتوره محسوبیږی، بی ځایه نه ښکاری، چې، دلته د سولی په هکله د ښاغلی حضرت عمر زاخیلوال لیکنی پر اساس، چې په بی بی سی پښتو او دری صفحاتو کې، د ۱۳۹۶ کال د عقرب میاشتی په څوارلسمه او پنځه لسمه نیتو کې، د د سولې پر خبرو ټينگار له چارې او که له ناچارۍ؟ او په دری ژبه کې، د زاخیلوال: هیچ کشوری به تنهایی نمیتواند به افغانستان صلح بیاورد؛ حتی آمریکا عناوینو لاندی خپاره شوی دی، یو ټولنیز بحث ته پیل وکړو، هیله ده چې صلح دوسته افغانان په دی ټولنیز بحث کې برخه اخلی.
د ښاغلی حضرت عمر زاخیلوال لیکنی منابع:
BBC : د سولې پر خبرو ټينگار له چارې او که له ناچارۍ؟
http://www.bbc.com/pashto/columns-41877203
BBC : زاخیلوال: هیچ کشوری به تنهایی نمیتواند به افغانستان صلح بیاورد؛ حتی آمریکا
http://www.bbc.com/persian/blog-viewpoints-41876864
دا چې ولی په پښتو ژبه او په دری ژبه کې، د ښاغلی زاخیلوال همدا عین لیکلی، مختلفو عناوین خپل کړی دی، پکښی اصلاً بحث نکوو، او دا حق لیکوال ته پریږدو، چې، په کومه ژبه کې، کومه عنوان خپل لیکنی لپاره تعینوی، دقدر او احترام وړ دا دی، چه ښاغلی محترم زاخیلوال، د افغانستان په دواړو رسمی ژبو ګې، د سولی په هکله یو څه لیکی !
ښاغلی حضرت عمر زاخیلوال په خپل پښتو لیکنی، په سر کې، په لمړی شپږو کرښی کې، داسی لیکی:
"د افغانستان په اوسنۍ سیاسي محتوا کی، سوله تر ټولو ډیر تکرار او آشنا مګر په ورته وخت کې تر ټولو لږ روڼ او درک شوی ټکى دی. دا ځکه چې لا تر اوسه نه د سولې لپاره معلوم همغږی تعریف شته او نه هم د زیاتو هغو نورو پوښتنو لپاره راڼه ځوابونه لرو چې د سولې د تعریف روښانتیا لپاره اړینې دي.
د سیمې او نړۍ د هېوادونو په دريځونو او خبرو کې هم د سولې په تړاو همدا راز یو ابهام لیدل کیږي. د دریځونو د ناڅرګندوالي یو دلیل دا کیدای شي چې د سولې په اړه ضروري پوښتنې په جدي توګه لا مطرح شوې نه دي."
او په خپل دری لیکنی کې، په سر کې، په لمړی شپږو کرښی کې، داسی لیکی:
"در فضای کنونی سیاسی افغانستان، "صلح" بیشتر از همه پدیدهها تکراری، آشنا و در عین حال واژهای ناروشن و کم درکشده است.
زیرا هنوز برای صلح تعریفی همصدا و هماهنگ وجود ندارد و برای بسیاری از پرسشهایی که برای تعریف روشن صلح ضرور است هم پاسخ روشنی نداریم. به همینگونه جایگاه کشورهای منطقه و جهان در گفتوگوهای صلح هم مبهم بوده است. یکی از دلایل ناروشن بودن جایگاهها میتواند این باشد که هنوز پرسشهای اساسی و مورد نیاز در باره صلح به گونه جدی مطرح نشده است."
تبصره: لکه چې مونږ ګورو، ښاغلی محترم زاخیلوال په لمړی کرښی کې په پښتو کې، له "اوسنی ناقص سیاسی محتوا" څخه، او په دری ژبه کې هم، له یو "ناقصه سیاسی فضا" څخه، چه هغهلته "د سولی دقیق درک"، "د سولی دقیق تعریف" مجهوله ښکاری، او یا لږ تر لږه ناروښانه او غیر واضح یادوی، او ورته اضافه کوی، چې، همدا "د سولی مجهولیت" او یا همدا "د سولی د همغږی تعریف عدم وضاحت"، یعنی "د سولې لپاره معلوم همغږی تعریف"، هم په ملی سطح کې او هم په جهانی سطوحو کې ابهامات شتون لری.
بی له شکه، چې سیاسی محتوا له سیاسی فضا څخه یو لږ توپیر لری، اما په هر صورت اوسنی سیاسی فضا له اوسنی سیاسی محتوا څخه سر چینه اخلی. اما پوښتنه دلته لمړی دا ده، چې په ګران افغانستان کې اوسنی "سیاسی محتوا" څوک جوړوی؟
که چیرته مونږ په ملی سطح کې او یا په ملی سطوحو کې د دا سیاسی محتوا جوړونکی اکتورانو ته لږ سطحی نظر واچوو، په یو دول صنف بندی کې، لا اقل دری او یا حتی زادتره د دا سیاسی محتوا جوړونکی اکتوران مشاهد ه کولای شو:
مثلاً که مونږ دا د همهغه اوسنی سیاسی محتوا جوړونکو اکتوران په یو سطحی دری صنوفو کې تقسیم وکړو، دا د سولی او جنګ اکتوران دا دری صنوف جوړوی:
۱. د افغانستان دولت.
۲. د افغانستان دولت مسلح مخالفین.
۳. افغان ولس.
دلته د افغان ولس غوښتنه او هیله د سولی په هکله واضح ده، یعنی افغان ولس سوله غواړی او خپل مشخص او همغږ تعریف له سولی څخه هم لری!
مګر د افغان ولس پوښته له افغانستان دولت او هم له افغانستان دولت مسلح مخالیفونو څخه دا ده، چې آیا دا داوړه خوا په واقعیت کلام او په پوره صداقت کې د سولی خواهان دی، که نه دی؟
لکه چې ګورو، اوسنی سیاسی محتوا باید په ملی سطح کې هم لا اقل له دری په قضایاو کې دخیلو صنوفو له خوا څیړنه او ارزیابی شی. بی له شکه چه نن صبا هم د افغانستان دولت او بلخصوص د افغانستان حکومت ځان یو منتخب او مشروع حکومت بولی، او وایی چې ، له ولس د رای په اساس خپل مشروعیت و حتی قانونیت په لاس کې راوړی دی، او په دی اساس د افغانستان حکومت ځان د افغان ولس مشروع نماینده بولی. مګر پوښتنه دلته دا ده، چې په یو داسی سیاسی وضعیت، چې، افغان ولس سوله غواړی، ولی نه د افغانستان دولت او نه هم د افغانستان دولت مسلح مخالفین یو وضع تعریف له سولی څخه نه لری؟
راځو یو لږ، د ښاغلی زاخیلوال صاحب ځینی پوښتنی ته:
ښاغلی زاخیلوال صاحب پوښتنه کوی، چې، "ایا زموږ له لوری د سولې پر خبرو ټینګار له چارې دی او که له ناچارۍ؟"
دلته باید په صراحت ووایو، چې، د سولې پر خبرو ټینګار "له چارې او له ناچارۍ" سره ارتباط نه لری، دا یو ټولنیز نیاز دی، دا زمونږ یو ټولنیز اړتیا ده، او یو بین الافغانی اصل ګنل کیږی!
ښاغلی زاخیلوال صاحب پوښتنه کوی، چې، "ایا هیواد کې مو د امن او ثبات لپاره له خبرو پرته بله غوره لار شته؟"
دا موضوع هم باید نن صبا، بلاخره پس له شپالس کلو کې، حتی زمونږ کُندذهن ترینو اشخاصو لپاره هم په پوره توګه واضع شوی وی، چې، هیواد کې مو د امن او ثبات لپاره له خبرو پرته بله غوره لار نشته!
ښاغلی زاخیلوال صاحب پوښتنه کوی، چې، "دښمن څوک دی او د جگړې لپاره يې انګېزه څه ده؟"
دلته د دا لږ ځانلرونکی پوښتنه په ځواب کې، زمونږ ولس فقیرانه ځواب دا دی، چې: دښمن مو همدا پخوانی دښمن دی، چې، جهالت نوم لری او متاسفانه زمونږ افغانانو په همدا ټول دری یاد شوی صنوفو کې، نفوذ او سیوری لری!
ادامه لری
---------------------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما