غــــــــــــــزل

نه یا ر وینم نه کوی ذکر دیار څوک
د ساون بادونه څه چیړۍ نادار څوک

له سرابه تر سرابه پوری زغل دی
ابیاری به اوکړی څه دغزلزار څوک

ژوند ډالۍ کول ځولۍ دردونه وړل دی
نو تر څو به کوی دغه زیست روزګار څوک

دا په کومه ژۍ دی پریښودم ای بخته
لاس مې نه رسی نه تر څنګ شته غمګسار څوک

کړی پوره به دیو چونګ خندا په عوض
دا ناولی مرادونه ددی ښار څوک

د ارواحو نســــــــــبتونه ازلی وی
ګنی خاک او تر ابده انتظار څوک

معجزه وه چې مُکیش امانه ګل شو
ګڼه تورې جامې سکڼی په سپین تار څوک
امان اپریدی کراچۍ