د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي د فعالي ادبي ټولني ’’ پښتوادبي غوځنګ ’’ له اړخه د خاټول ګل دوديزه مشاعره ترسره سوه

د اپرېل پر څلورمه نېټه د پښتوادبي غوځنګ كوټي له خوا كلنۍ دوديزه مشاعره چې د خاټول ګل ته ډالۍ سوې ده ترسره سوه . دا مشاعره چې تېر كال د مارچ پر يودېرسمه نېټه ترسره سوې وه دا ځل له هغې ورځې يوازي د پنځو ورځو په ځنډ د اپرېل پر څلورمه نېټه وسوه

د خاټول ګل مشاعره چې د كوټي ښار د اداره ثقافت په تالار كې جوړه سوې وه  د جنوبي پښتونخوا تر څنګ دكندهار او كراچۍ څخه هم په كې شاعرانو برخه درلوده

دا خودندوره مشاعره د ماسپښين پر درې بجې د عصمت الله حقيار له خوا د قران پاك په سپېڅليو اياتونو سره پيل سوه . مشري يې ليكوال او شاعر عمرګل عسكر كوله او مشرمېلمه ښاغلى قديم پتيال او كوربه ډاكټر نصيب الله سيماب و

پر دريځ ناسو مېلمنو كې عبدالكريم بريالى،ملك امان كاسى،سرورشمال،حكيم مشال ( سندرغاړى) ډاكټرشفيق سنزرخېل او عادل اڅكزى شامل و .او د ويندوي چاري نعيم ازاد،احمدشاه اعظمي او سعيدزابلي په ګډه ترسره كولې

مشاعره چې پر درې بجې يې پيل سوى ود شپې تر لسو بجو يې دوام وكړ او د يو سل او شلو شاوخوا شاعرانو په كې خپل شعرونه وړاندي كړل

په تالار كې چې څومره چوكۍ وې هغه ټولي ډكي وې د شاعرانو تر څنك د ادب مينه وال هم په ښه لوي شمېر راغلي و چې ټولو شاعرانو ته يې د پام وړ داد وركاوه

د شپې پر لس بجې چي مشاعره د مشر عمرګل عسكر په خبرو پاي ته ورسېده نو د پښتو ادبي غورځنګ له اړخه ګډون والو ته سوى د ډوډى بندوبست راوړاندي كړل سو چې هغوي هم ډېرخوند پرې واخيست

د ډوډۍ له خوړولو سم دستي وروسته د موسيقۍ محفل تود سو او د جنوبي پښتونخوا نومياتو سندرغاړيو لكه حكيم مشال،دروېش كاكړ او ماسټر عبدالباقي په خپلو خوږو سندرو  حاظر خلك ونازول

هغوي ښې مستي سندري وويلې او په تالار كې ناستو خلكو ورسره د لاسونو په پړكا ملګرتيا كوله . دا محفل چې د شپې پر يوولسنيمو پيل سوى و لا يې دوام درلوده چې ما د شپې پر درې بجې د نوري ناستې حوصله له لاسه وركړه او ځنې راووتم


مشـــــــــــــاعــــــــــــــــــره


 

د مشاعرې دريځ

 

سعيدزابلى چې وياند و

نعيم ازاد چې تل ښه سټېج كوي

احمدشاه اعظمي د ويندويۍ پر مهال

د ګډون والو يوه څنډه

د ګډون والو بله څنډه

د شا له خوا اخيستل سوى عكس

د پښتو ادبي غورځنګ مشر صادق ژړك

شاعراو سندرغاړى دروېش كاكړ خپل شعر په ترنم وايي

عادل اڅكزى د خبرو او شعر ويلو پر مهال

ډاكټرشفيق سنزرخېل د خپلې وينا پر وخت

سرورشمال چې له كراچۍ راغلى او ډېر خوږ ترنم يې واوراوه

سندرغاړى او شاعر حكيم مشال خپل شعر زمزمه كوي

عبدالكريم بريالى د خپلې وينا پر مهال

ډاكټرنصيب الله سيماب خپله وينا كوي

قديم پتيال چې يوازي يې شعر ووايه

د مشاعرې مشر عمرګل عسكر د صدارتي وينا پر وخت


د موسيقــــــــــــۍ محفــــــــــــــــــــل


 

سندرغاړى حكيم مشال د محفل پيل كوي

هنرمند دروېش كاكړ د سندرو ويلو پر وخت

ماسټر عبدالباقي چې تل مستي سندري وايي

و موسيقۍ ته د ناستو خلكو يوه ننداره

وموسيقۍ ته د ناستو خلكو بله ننداره

هغه ځوانان چې د ماسټر عبدالباقي سندري راوپارول


بوريوال كاكړ

Boriwalkakar@yahoo.com