تاسو ته زېرۍ دركول كيږي چې د پولي پوري راډيو اوس د نړۍ پر مخ د انټر نيټ له لاري نېغ په نېغه د اورېدلو جوګه ده .
دا چې د پولي پوري راډيو څه ډول خپروني وړاندي كوي په لنډه توګه به ووايو چې د معاصرو ستونځو روايتي حل د پولي پوري راډيو نوم د دې د مرکزي مقصد ايينه ده: د پولي پوري راډيو د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو ټولو سيمو کې د خبريالانو يو ټيم لري. په شمال کې د چترال او بدخشان څخه نيولې په جنوب کې د هلمند او بلوچستان پورې تكړه او مسلكي خبريالان د پولي پوري راډيو ته کار کوي
د پولي پوري راډيو د هدف په هقله بيا دا ويل لازم دي چې هغه ژبې چې د پاکستان او افغانستان د پولې دواړو غاړو ته ويل کېږي، د خلکو کولتور او روايات، او هغه ستونځې چې دوى ورسره په ورځني ژوند کې مخ کېږي، دا ټول يو بل سره تړاو لري. په دواړو غاړو کې مېشت خلک د يو بل د ستونځو په حل کولو کې مرسته کولى شي. د خلکو د ژوند معيار څنګه ښه کېدلاى شي؟ هغه ستونځې چې دوى يې وارخطا کړي دي څنګه په دوستانه ډول حل کېداى شي؟ افراطيت او د ټولنې انتشار – چې اسلام ته زيان رسوي – څنګه په اسلامي اعتدال بدلېداى شي؟ هغه رواجونه چې د رښتوني اسلام او بشري ارزښتونو سره سم نه وي څنګه سمېدلاى شي؟ څنګه کېدلاى شي د سوداګرۍ او تجارت لارې په داسې ډول خلاصې شي چې په سرحدي سيمو کې پراته خلک داسې اقتصادي ښه والى وويني چې د دوى د رواياتو او تخصصاتو سره سم وي؟ څنګه کېدلاى شي چې زده کړه – داسې زده کړه چې د خلکو د اړتياو، رواياتو او ژوندلارو سره سم وي – د هر چا لپاره په حقيقت بدله شي؟ څنګه کېداى شي چې د زده کړې تر څنګ د خپلو ځوانانو روزنه پراخه کړئ؟ او د دې هر څه د پاسه، څنګه کېداى شي چې د فرقو، قومونو، ملتونو، قبيلو او ګوندونو ترمنځ جنجالونه په يووالي، محبت او يو بل سره په امن کې په اوسېدو بدل شي؟ دا هغه ځوابونه دي چې د پولي پوري راډيو په پروګرامونوكې يې اورېدلائ سى .
د پولي پوري راډيو اورېدلو او نورو معلوماتو دپاره لاندينى لينك كلك كړى