دَ فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل
فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل ، دَ لوې نړۍ په سر دَ فنون ٍ لطیفه سره اړه لرونکې فن پلورنکو یو داسې نړئیز فاؤنډېشن دی چې دَ ناروغې انساني ټولنې دَ ممکنه علاج معالجې دپاره هراړخېزه فني هلې ځلې داسې په کار راوړلی شي چې دَ نړئیز کلې انسانان په ګډه دَ اشرف المخلوقیت دَ اعزاز دفاع دَ انساني فرشته صفت خمیر او ضمیر تسکین دَ اطمینان تر هانده دَ خپل خپل وَس په سمه وکړي – چې دَ رنګ ، نسل ، مذهب ، او سیمه ائیز سوچونو څخه بالاتر دَ بابا آدم او مورکۍ بي بي حواسره نه یوازې نسبتي بلکې قلبي، روحاني او ذهني رښتې هوارَولو دانسته هڅې رواج وګرځي – او دَ خېر دغه کار یو شاعر یا ادیب که دَ میني په لفظي پرچار کولی شي،نو حقه خبره ده چې یو مصور هم دَ انساني ژوند په سپېرو خاکو کې ښائیسته رنګونه ډکولی شي - دغسې سنګ تراش په خپلو بُتونو، سندرغاړی په سندرواو هن یو اداکارلا هم په خپل فن کې انسان وَ انسان او خالقٍ حقیقي ته په هنري کمال حتماً نیږدې کولی شي - ولې چې سیاسي، معاشي، معاشرتي هن چې سائنسي نظریات او ایجادات دَ زرګونو پېړیانو راهسې دَ انسانانو تر میان لارې لنډَولو په ځای فاصلې دومره سېوا کړي چې له ځنګلونو څخه ډېر پخوا راوتې انسانان یې بیرته په دې پارَولي دي، چې هغوئ بیرته دَ ځنګلونو په لور مخه وکړي .... هو، لکه څنګه چې په دورٍحاضر کې له ځناوري روئیو سره روان برېښي –
فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل ، چې هدیل بریشنا افضل خان ( سکاني هدیل) څوک چې دَ افضل شوق ماشومه لورکۍ ده یې تاحیات اعزازي مشره ټاکل شوې ده دې وخت په پنځو براعظمونو یانې آسیا، اروپا، امریکا، آسټرېلیا او افریقه کې بې شمېره اساسي غړې لري، چې دَ انټرنیټ دلارې دَ امن، مینې او انسانیت دَ ودې دپاره له رنګونو او لفظونو په هنري کومک دَ نړیوالو پام راګرځولو کې همه بوخت ښکاري –
دَ فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل اهداف
- دَ لوې نړۍ انسانان دې ته تیارَول، چې هغوئ دي دَ خپل انساني فطرت په سمون له هر قسم تفرقې څخه لاس په سر انسانیت ته اوږې ورکړي -
- مینه دَ امن ، امن دَ انسانیت او انسانیت دَ انساني ژوند دَ خوشحالۍ او سوکالۍ دپاره په کارَول –
- دَ مشرقیت او مغربیت تر منځه لار پرانستلوپه غرض عالمګیر فن په معنوي او فکري اعتبار دَ یو پُل په مصداق وړاندې کول –
- دَ خپل خپل وَس په سمه دَ ناروغې انساني ټولنې دَ شفایابۍ دپاره فني زیار دارُو کول –
- دَ انساني ټولنې دَ ښېګړې او بقاء دپاره دَ زړه له اخلاصه خپل صلاحتونه لوګی کول -
- دَ انسانیت ورانه ویجاړه څېره په ښائیسته لفظونو اوزړه راکښونکو رنګونو سر دوباره سازَول –
- دوستانه موسکاګانې دَ نفرتونو په غال کې دَ جنګي هتهیار په توګه وړاندې کول او دَ یوبل په زړونو دَ بریتوب بېرغونه درَول –
دا او داسې هر هغه کار، چې دَ انسانانو تر منځه زمیني واټنونه او دَ هغوئ دَ زړونو تر میان لارې جوړوَي ... دَ دې غېر سیاسي فاؤنډېشن په اغراضو کې بې دَ هیڅ قسم ځاني تشخیص یامالي فائدې او نقصان شامل دي – یانې فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل تش او تش دَ انساني اقدارو دَ تبلیغ و ترویج کولو هڅوال دَ خېر مشن دی او هر هغه شاعر، ادیب او اړخیز فنکار خپل ځان دَ دې فاؤنډېشن غړۍ کڼلی شي چې مینه یې دَ ژوند مسلک، امن خوب او انسانیت مرام وي –
نو راشئ ، چې امن ساز کړو، مینه سوز او انسانیت سندره ...... هو، که مو ځانونه دَ جهانیانو سره دَ انساني خپلوۍ په رښتو کې تړلې خوښ شي –
افضل شوق
Ph. +92 346 5455414 / +92 300 5206095 / +92 51 5954687
Farishta Foundation International is actually a worldwide motivational missionary forum of peace willing writers and artists related to each section of fine art, who are eager to capsulate their professional skills to the ailing society to medicate it in terms of restoration of the idealistic societal virtues, collective norms and communal values in true form. Which can possibly be attainable by sensitizing the masses at the best of ego’s satisfaction to promote love as a tool for ensuring peace, peace as the main source of reinstatement of humanity and humanity towards the prosperity of human’s life to sustain. There is no formal membership in the foundation but the one who agrees with it’s following basic aims would be considered the part of it.
FARISHTA FOUNDATION International
Aims at ….
-
…making men share a sole identity as humans, discarding all divisions.
-
…promoting love for peace, peace for humanity and humanity towards prosperity of life.
-
…promoting art as an effective way of bridging the gaps between east and west.
-
…doing the best things in favour of ailing humanity.
-
... being global in thinking, with an attitude of will to share.
-
… drawing the face of humanity in best possible colours of words.
-
… preaching use of a friendly smile as best weapon of war.
afzal shauq
Ph. +92 346 5455414 / +92 300 5206095 / +92 51 5954687