چې سترګي توري كړې لكۍ ورپرېږدې
خبر يې زما په كـــــــــــمـــــــــــزوري جانانه
( سلطان زخپېل )
داسلامي جمهوريه پاكستان ولسمشر ښاغلى آصف علي زرداري ټوله نړۍ ته په ډاګه كړه چې ګواكې ښايست د هغه كمزوري ده .
نوموړى چې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په غونډه كې د ګډون په خاطر نيويارك ته تللى و نو يې په هغه هوټل كې چې دى سره له پاكستاني پلاوي پاته كېدى خبر تر لاسه كړ چې يو داسي شخصيت له ده سره دليدو په مخه هوټل ته په لار دى.دا بل څوك نه ودا د امريكا د الاسكا ايالت والي او د ولسمشرۍ په راروانو ټاكنو كې د ريپبليكن ګوند له اړخه د ولسمشرۍ كنډيډېټ جان مكين مرستياله ساره پيلن وه د چا په هقله چې ده ډېر څه اورېدلي و او له شخصيته يې متاثر و.
د ساره پيلن د نيويارك هغه هوټل ته چې پكې پاكستانى ولسمشر پاته كېدى له رسېدو سره سم دپاكستان د اطلاعاتو د وزيرې شېرين رحمان له خوا د دې جملې په ويلو هركلى وشو چې"" دومره بوخته ښځه او دومره ښكلې دا څنګه كېداي شي !
ساره پيلن لا د شېرين رحمان څخه مننه نه وه كړې چې د پاكستان ولسمشر ښاغلى آصف علي زرداري پر مخ د مسكا څادر غوړولى او كوټې ته ور دننه شو او له ساره پيلن سره يې په لاس د روغبړ كولو پر وخت په دې زرينو ټكو ولمانځله "" ته څومره ښايسته يې .ماته اوس پته ولګېده چې ټول امريكايان درپسي ولي لېوني دي "" !
ساره پيلن په خندا شوه او په خپل امريكايي انداز يې ورته اويل "" ته څومره ښه يې !
چې كله دواړه له روغبړ كولو ورسته پرخپلوچوكيو كښېنستل نو له پاكستاني پلاوي څخه يو تن پرې ږغ وكړ چې "" تاسو يود بل لاس هم دغه رنګه په لاس كې ونيسۍ تر څو عكاسانو ته د عكس اېستلو زمينه برابره شي "" .
د هغه كس په ځواب كې ښاغلى آصف علي زرداري داسي اويل "" د ډېر تكرار په صورت كې ورغاړيوتې هم شم "" !
ښاغلى آصف علي زرداري له ساره پيلن سره د روغبړ كولو پر مهال
د يوكس په غوښتنه عكاسانو ته د عكس اخيستلو د نوبت وركولو يو انداز
"" د ليدني كتني يو مخصوص انداز ""