پېمانه پېمانه
راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش(
شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی.
جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له میا عمر لېسې نه په ښه درجه فارغ شو او په راتلونکې کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړه، چې د ښو نومرو په اخیستلو سره یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې پوهنځي ته لاره پیدا کړه؛ خو لا یې ددغه پوهنځي خواږه نه وو څکلي ، چې د وخت غربت ورته پر مخ د پوهنځي دروازې بندې کړې، تر درې کاله یې د دغه پوهنځي دروازه هم ونه لیده؛ خو وايي چې بېلتون پسې وصال وي، په ښاغلي جهانګیر هم همدا ، کیسه وشوه، له درې کلن ځنډ وروسته یې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، او د ساختماني انجینرۍ په برخه کې يې خپل لیسانس ترسره کړ. اوس مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ بوخت دی.
د ژورنالېزم په برخه کې یې له مختلفو ادارو نه بېلابېل ورکشاپونه اخیستې دي. نومړی په حتیځه سیمه کې د صفا راډیو د خبریال، ویاند او د خپرونو د مدیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له کوچنیوالي نه یې له شعر او ادب سره مینه وه، همدا سبب و، چې خپل ذوق او مینه دې ته وهڅاوه، چې په پنځم ټولګي کې یې مقاله ولیکله او په ښوونځي کې يې د لین په سر د زده کوونکیو په وړاندې ولوسته، په همدې مهال یې د شعر نیلۍ هم غځولي دي.
ښاغلی شېرین اغا جهانګیر د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ ژباړه هم کوي، چې اوسمهال په ټولنه کې د لیکوال، ژباړن او شاعر په حیث پېژندل شوی نوم دی.
تر پنځوسو (۱۵۰) زیاتې لنډې کیسې یې لیکلي، تر دووسوو ( ۲۰۰ ) پورې شعرونه لري او د پنځوسوو (۵۰۰ ) په شاوخوا ژباړل شوې کیسې لري.
واده یې کړی ، درې نارینه اولادونه او یوه ( حوا ) لري.
لاندې دوه ژباړل شوي اثار یې چاپ شوې دي:
۱ - غریبه نجلۍ – نړېوالې لنډې کیسې ـ ( ژباړه )
۲ نوې ژوند( د ژوند اداب - ( ژباړه
۳ ګودر پښتو انګلیسي ګرامرـ تالیف او ترجم
لیکنې
جناب عالیقدر – ولسمشر اشرف غني
جناب عالیقدر – ولسمشر اشرف غنينام من : شیرین آغا جهانګیر قوم: هر چه مینوسند، فرقی نمی کند، چون هرچه فکر کردم، تفکیک نکردم از کدام قوم هستم. از بولان تا اباسین، هر رنګ
کانکور پایلې او زمونږ تریخ حقیقت
د کانکور پایلې او زمونږ تریخ حقیقت ګیله د کمزورتیا ښکارندوۍ ده او تعصب د ناروغۍ. ناکام تل انتقاد کوي او نظام ګرم بولي. حقیقت ویل تریخ دی او یواځې یو سالم عقل يې اوري او ورته ځیر کیږي. زه هم د خپلې ټولنې په منځ کې ژوند کوم. د خپلې ټولنې یو نه بیلیدونکی عضوه یم. زه هم غواړم چې ولس مې مخ ته لاړ شي او له دې ناخوالو ووځي، مګر زه يې په ګمراه کوونکو انتقادونو نه تحریکوم. زه هزاره نه یم او نه هم په مذهب ش
د پاکستان یرغلونه او د پښتنو چوپتیا
د پاکستان پرلپسې یرغلونه او د پښ
په زړه مې ته وې خدای رانکړې کتاب ته یوه لنډه کتنه
په زړه مې ته وې خدای رانکړې، کتاب ت
مېرمنو ته لازمې لارښوونې
مېرمنو ته لازمې لارښوونې لیکوال: شیرین اغا جهانګیر ۲۱ نومبر ۲۰۱۰ مېرمنې د خپلو خاوندانو پروړاندې لاندې ځني مسئولیتونه لري چې باید ورته پاملرنه وکړي او هغه مراعت کړي. مېرمنې باید د خپل خاوند سره په مهربانې سره چلند وکړي. &n
پارلمان، ملي ګټې او که شخصي ګټې
پارلمان، ملي ګټې او که شخصي ګټې که د پارلمان او پارلمانونو تاریخ ته ځېر شو، له پېله تر اوسه پورې پارلمانونه یواځې په دې موخه منځ ته راځي راغلي چې ددولت د اعمالو څارنه وکړي، د اړوندو قوانینو په تصویب سره د انارشیزم او بیروکراسې مخه ونیسي او د ملي منافعو د تامین په لاره کې هلې ځلې وکړي. دا چې په نوره نړۍ کې تر کومه حد ه پورې د نورو هیوادونو پارلمانونه په خپلو کارونو کې بریالي و، دا به د هغوي د اوسني وضعې ا
د ماتې نه زغمل، یوه کلتوري نیمګړتیا
د ماتې نه زغمل، یوه کلتوري نیمګړتیا له دې سره سره چې افغاني کلتور له ښېګڼو ډک دی او د نړۍ د غوره کلتورونو په لومړي لیکه کې راځي، ځني نیمګړتیاوې هم لري. کېدای شي چې زما دغه خبره د ځینو خلکو خوښه نشي، مګر نیمګړتیا باید پټې پاتې نشي، باید په ګوته يې کړو. د ډېرو نورو نېمګړیتا سره سره چې زمونږ په ټولنه کې وجود لري، خو یوه ستره نیمګړتیا د خپلې ماتې نه منل دي، او منل يې یو ډول عیب انګیرل کیږي. زمونږ ټولنه یو له هغو ټولنو څخه ده چې هیڅکله يې وګړي د خپلې ماتې منلو ته
د سنبلې د ۲۷ ارزښت
د سنبلې ۲۷ او د هغې ارزښت ټولټاکنې د ډیموکراسۍ یو اصل دی، ډیموکراسي له جمهوریته پرته او جمهوریت له ټولټاکنو پرته هسې پوچې د خولې خبرې دي. ډیری غربي هېوادونه نن د رښیتې ډیموکراسۍ مظاهره ورکوي. زمونږ هېواد افغانستان له ډیرو ناخوالو او کورنیو جګړو وروسته اوس اوس د ډیموکراسۍ په لور خپل لومړي ګامونه اخلي. په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسنی سیاسي وضع، قومي ترکیب او ذهني او کلتوري توپیرونه دیته اماده ندي چې رښتینې ډیموکراسۍ په کې پلې شي او رڼې او شفافې ټولټاکنې په کې ترسره شي.
له ګرمې لوبې ووسته، سړه چوپتیا
له ګرمې لوبې وروسته، سړه چوپتیا له ټولټاکنو لا یوه اوونۍ نده تېره شوې چې د کاندایدانو رښتېنې څیرې بربنډې کیږي. ددوی هغه شعارونه چې ویل به يې چې" ولس ته خدمت" اوس تشې پوچې وعدې ښکاري. کله چې ټاکنیزې مبارزې پیل شوې، هر یوه به کوښښ کولو چې له خپل سیال نه وړاندې شي او تر ټولو ډیر او غټ غټ پوسترونه ددغه کوچني ښار د لارو او کوڅو په دیوالونو، ونو، څلور لارو، دباغ وحش په دروازه، د ښوونځیو او روغتونو پردیوالونو او د دوکانونو او مارکیټونو پر سرونو نسب کړي. ښار ټول ددوي په رنګه پوستر
اوباما ته لیک
پرانیستی لیک: د امریکې ولسمشر، بارک اوباما ته! د پښتنو پروړاندې تبعیض له طرفه د: ډاکتر مصداق، ډاکتر زیرکیار، ډاکتر میرکي او ډاکتر برهاني
طنز: دریم نمره
دریم نمره نن ډېر وختي کورته راغی. دروازه يې په ډېرې چټکۍ سره پرانسته. خوله يې له مسکا ډکه وه. سلام يې واچاوه. خپله بکسه يې له اوږو نه ښکته کړه. ټولو ته يې وکاته. د بکسې زنځېر يې په ډېرې چټکۍ سره پرانسته. لاس يې بکسې ته دننه کړه او یوه پاڼه يې ترې راوویسته. مور: زویه! دا پاڼه د څه شي ده؟ زوي: مورې! دامې اطلاع نامه ده. نن مو نومره خاني وه. د ټول مکتب نومرې اعلان شوې. مور: ښه ته راکړ