د ښار په پاک ساتلو کې د ښاریانو ونډه

که د یوې خوا نظافت د ایمان یوه برخه ده، نو له بلې خو بیا پاک ښار د لوړ فرهنګ ښکارندوی دی. هغه ملتونه متمدنه او با فرهنګه ګڼل کیږي چې خپل ښار پاک ساتي او د چاپیریال سالمه ساتنه خپله دنده بولي.

له نن نه پنځه زره کاله وړاندې یما د اریایانو پاچا خپلو خلکو ته امرکړی و چې ونې وکري. بودا به هم خپلو پېروانو ته د ونو د کرلو توصیه کوله. له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته، کله چې جګړه پای ته ورسېده، جرمنیان د چاپېریال د ساتنې په هکله په ښوونځیو کې یو ځانله مضمون ځای پرځای کړه او هر جرمنی به په دوطلبانه یا هم په جبري توګه د مصنوعي ځنګلونو په کرلو کې برخه اخیسته. یاد ټول کسان په دې پوهېدل چې له ونې پرته چاپېریال پاک نه وي او له پاک چاپېریال پرته ژوند شونی نه وي.

ننی ساینس مونږ ته داخبره کوي چې یو هکتار ځنګل هر کال په لسګونه ټانکره اوبه هوا ته انتقالوي او د هوا د پاکوالي سبب ګرځي. یاده دې وي چې همدا ځنګلونه دي چې د بارانونو د ورېدو سبب ګرځي.

په ۱۹۶۰مو کلونو کې افغانستان ته د یو متمدنه هېواد په سترګه کتل کېده او کابل ته به يې د ښارونو ناوې ویل کېده. دا ځکه چې په همدې وخت کې د کابل ښاریان خپل ښار دومره پاک او شین ساتلی و چې د ټولې نړۍ سترګې ورته اوښتې. دغه موده زیات دوام ونکړ او ډېر زر زمونږ ښارونه او زمونږ هېواد د هغو ښارونو په ډله کې راغی چې د ښار نظافت او د چاپېریال سالمه ساتنه نه کوي او ورځ تر بلې يې هوا ککړیږي.

د افغانستان ټول لوی ښارونه نن سبا د نظافت په لحاظ ډېر په بد حالت کې دي. ننګرهار د افغانستان له نسبتا لویو ښارونو له ډلې څخه دی. ددغه ښار ډېری وګړي لوستي دي. له بده مرغه چې په دغه ښار کې ښاریان د خپل ښار پاک ساتلو ته هیڅ توجه نه کوي. د ښار وضعیت ورځ تر بلې بدتریږي. د تالاشۍ څلور لاری، د زوړ ګمرګ شاته کوڅه، د مالوچو کوڅه، د زوړ ښار ساحه... او ځني نورې داسې سېمې شته چې په لېدو یې د سړي د سر ویښتان ودریږي او څوک دا ګمان هم نشي کولای چې دا دې د هغه ښار یوه برخه وي چې وګړي يې ځانته بافرهنګه او علم پروره وايي.

د تالاشۍ د څلور لاري پر سر د هوټلونو والا او هغه چې د سړک پر سر ناست دي، دومره کثافات يې سړک ته ویستي وي چې لارویان له بد بویه په دې لاره نشي تېرېدلای. دغلته که له یوې خوا نظافت نه مراعت کیږي، له بلې خوا قانون، انساني کرامت او روغتیا ته هیڅ پاملرنه نه کیږي. دلته هغه چټله غوښه او د غوایانو او چرګانو ینه پورل کیږي چې په اونیو اونیو په یخچالونو کې ساتل شوي وي.

په همدې ساحه کې د سړک پر سر ځني خلک ناست دي او لوبیا او نخود پخوي او بیا يې خرڅوي. که چېرې یوه اندازه خواړه د دوي له کړایانو نه واخیستل شي او په میکرسکوپ کې وکتل شي، زه باوري یم چې ډاکتران به يې د جراسیمو په شمېرلو او پېژندلو کې پاتې راشي.

د زوړ ښار سیمه چې یو وخت د جلال آباد زړه ګڼل کېده، له بده مرغه نن سبا په دومره بد  حالت کې دی چې له دې سېمې څخه څوک تګ راتګ نشي کولای. په دغه سېمه کې له نېکه مرغه نن سبا د عصري کورونو تر څنګ یو ښکلی پنځه ستوری هوټل هم جوړ شوی دی، مګر له بده مرغه چې د همدې پنځه ستوري ( پنج ستاره) هوټل شاته دومره کثافات پراته دي چې د ددې سېمې د اوسیدونکو ژوند ته یې ګواښ پېښ کړی.

کله چې د زاړه ښار دغه برخه چې د پنج ستاره هوټل شاته موقیت لری، سړ وګوري، داسې ګمان کوي چې د ټول جلال اباد ښار د کثافاتو د غورځولو ځای همدا دی. په رښتیا هم خبره همداسې ده. دلته د نږدې سېمو ټول خلک خپل کثافات همدلته غورځوي.

د زوړ ګمرک شاته کوڅه هغه ځای دی چې په تېرو لسو کلونو کې دولت دې ځای ته کومه خاصه پاملرنه نه ده کړې. که وکتل شي نو دا تقریبا د ښار منځنی سیمه ده، ولې بیا هم دلته دومره کثافات پراته دي چې نږدې دوکانداران او کسبګر ترې پوزې ته راغلي دي.

د ښار په پاکوالي کې هغومره مسولیت چې دولت ته متوجه کیږي، همغومره مسولیت ښاریان هم لري. که دلته له یوې خوا دولت ګرم دی، له بلې خوا خلک هم په پوره ډول پړ دي.

 د اوبو د کانالیزسیون نشتوالی هغه بله ستره ستونزه ده چې د ښار ښکلا يې له منځه وړې ده او د ښاریانو روغتیا ته يې ګواښ پېښ کړی دی. هره ویاله د تشنابونو له چټلیو ډک دی او د ښار ډېری اوسیدونکي خپل د کمودونو نلونه د کورونو د مخې ویالو ته ایستي دي. دغه اوبه بې له شکه چې له ځانه سره ښاریانو ته ډېرې ستونزې زېږوي.

یوه بله تر ټوله بده ستونزه او ناوړه فرهنګ چې نن سبا زمونږ خلک پرې اخته دي دادی چې، ډېری ښاریان د رفع حاجت لپاره د ښار د ننه د هر دیوال څنډې ته کښېني او تشې بولی کوي. که چیری د بل ښار کوم اوسیدونکی دلته راشي او دا حالت وګوري، بې له شکه چې زمونږ په اړه به له ځانه سره منفي رایه ولري . او له ځانه سره به د ننګرهاریانو د خراب فرهنګ کیسې یوسي.

 دا د هر ښاري دنده او مسولیت دی چې د خپل ښار په پاک ساتلو کې هلې ځلې وکړي. او نه باید یواځې  کښېنو چې ټول کارونه راته دولت وکړي.

که چېرې ددغو یادو سېمو پاکوالي ته دولت او ښاریان پام ونه کړي، لرې نه ده چې ددې ښار اوسیدونکي له داسې ګڼو روغښتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان شي چې بیا به نه دولت او نه هم خلک وتوانیږي چې له منځه یې یوسي.

راځې چې خپل ښار پاک وساتو، ترڅو نورو ته وښایو چې مونږ هم د هغو خلکو په کتار کې راځو چې لوړ فرهنګ لري.

 

شیرین اغا جهانګیر

۱۷-۰۷-۲۰۱۱