د کانکور پایلې او زمونږ تریخ حقیقت

ګیله د کمزورتیا ښکارندوۍ ده او تعصب د ناروغۍ. ناکام تل انتقاد کوي او نظام ګرم بولي. حقیقت ویل تریخ دی او یواځې یو سالم عقل يې اوري او ورته ځیر کیږي. زه هم د خپلې ټولنې په منځ کې ژوند کوم. د خپلې ټولنې یو نه بیلیدونکی عضوه یم. زه هم غواړم چې ولس مې مخ ته لاړ شي او له دې ناخوالو ووځي، مګر زه يې په ګمراه کوونکو انتقادونو نه تحریکوم.

زه هزاره نه یم او نه هم په مذهب شعیه یم. مګر دا زما بد عادت دی چې رښتیا پټولای نشم. او که د رښتیا په ویلو ماته زیان هم راورسي، کیسه کې يې نه یم. ما د خوشحال بابا دا بیت ډیر پخوا د ځان لپاره سرمشق ټاکلی چې وايي:

زه خوشحال کمزوری نه یم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه

د کانکور د تیرو دریو کلونو پایلو زمونږ په فرهنګي کړیو کې سخت غبرګونونه راوپاراوه. له دایکندي څخه د کانکور پایلې او په ځانګړې توګه د هزاره توکم پایلې سختې نیوکې وپارولې. هرچا د انتقاد ژبه پرانیسته او نظام یی ګرم وباله. مګر هیچا اصلي ستونزې ته فکر ونه کړ. هیچا دا ونه ویل چې د پښتون د ناکامۍ سبب څه دی؟ ولی هرکال د هیواد اکثریت په ستره پیمانه یا ناکامیږي او یا هم د خپلې خوښې لوړو پوهنځیو ته لاره نه پیدا کوي؟

له بده مرغه چې ډیری قلموال وینم چې اصلي ستونزې ته پام نه کوي. زه دا منم چې اداره فاسده  شته، مګر له دې فساده ها خوا یوه بله نړوونکې او تباه کوونکې دسیسه په لاره ده. هغه ستره پروژه چې د پښتون د فزیکی او معنوی تباهۍ لپاره لاره هواروي.

که هزاره توکم په دومره لویه پیمانه په کانکور ازموینه کې بریالي کیږي، حق یې دی. دوي په دې ارزي او دوي دا وړتیا هم لري. کله چې ته د کابل په مسافر خانو او په تعلیمي مرکزونو وګرځې، نو 80 سلنه به يې همدا توکم ومومې. دوي په هر لحاظ په هڅه او کوښښ بوخت دي چې نور نو ځانونه په معنوي لحاظ سمبال کړي. دوي چې کله په دایکندي، غور، بامیانو او غزني کې له ښوونځي فارغ شي، بیا نو د کابل په تر ټولو ارزان بیه سرای کې ځانته کوټه نیسي، خواري کوي او د کانکور لپاره ځانونه اماده کوي. دوي زه وینم چې لکه ( میږي) اخته وي او د خپل سبا لپاره ځانته د سعادت لاره هواروي.

ددوي له والدینو سربیره، ددوي مشران او رهبران هم د ستایلو دي. دوي ته په هرلحاظ مادي او معنوي امکانات برابروي او دوي ته د بریالیتوب لارې ورښايي.

ددوي ښوونځي، زده کوونکي او ښوونکي اوس مهال د ( تروریزم، ډار، جنګ...) له خطراتو پوره په امان کې دي. بې له شکه چې دوي د سر په قیمت له خپلو معنویاتو ساتنه کوي. دوي نه تروریزم ته اجازه ورکوي چې دوي وګواښي، نه خارجي استخبرات په دوي ډاډه تللی شي او نه هم څوک ددوي حق خوړلی شي. ( د کوټۍ وروستي پیښې او د هزاره توکم عکس العمل او لاس ته راوړنې دې وکتل شي)

اوس راشئ چې یو ځغلنده نظر خپل ولس ته وکړو! راشې چې همدا فکتورونه او همدا برخې په خپل ولس کې تر کتنې لاندې ونیسو! راشې وګورو چې زمونږ ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي ترکومه حده د تروریزم او جنګ له خطره په امان کې دی. راشئ دا وګورو چې مونږ تر کومه حده د خپل ځوان نسل د تعلیم او روزنې په برخه کې ځان مسول ګڼلی او د هغوي لپاره مو ځان په خطر کې اچولی دی.

حقیقت دادی چې مونږ تعلیم ته د بریالیتوب د فکتور په سترګه نه دی کتلی. حقیقت دادی چې مونږ د خپل ښوونځي ساتنه د ځان فرض نه دی ګڼلی. حقیقت دادی چې زمونږ والدینو ته اوس هم د اولاد تعلیم کوم ارزښت نلري. او ترټولو تریښ حقیقت دادی چې زمونږ مشرانو کله هم دا اراده نه ده کړې چې خپل ولس د تعلیم په ګاڼه سمبال کړي.

که زمونږ ښوونځی وران شوی او که زمونږ ښوونکی وژل شوی، مونږ ته یې کوم فرق نه دی کړی. که په ښوونځي کې ښوونکی موجود دی او که نه دی، مونږ ته فرق نه کوي. که مو اولاد زده کړه کوي او که يې نه کوي، مونږ ته ارزښت نلري.

زه په فراه، هلمند، بادغیس، ننګرهار، کنړ، لوګر او لغمان ګرځیدلی یم. ماته ددې سیمو د پښتون قوم حال ډیر ښه معلوم دی. د فراه ولایت د بالابلوک د ولسوالۍ د مشرانو هغه خبره مې اوس هم ګونی زیږوي چې ویل يې ( یا بالا موږ په مکتب څه کوو. مونږ ته نقدې پیسۍ راکړئ!) ماته د تورغونډۍ د قومي مشرانو بې منطقه ځواب اوس هم په یاد دی. له هغوي مې وپوښته: ( ولې ستاسې په سیمه کې ښوونځی نشته؟ په داسې حال کې چې تاسې تر 300 زیاتې کورنۍ دلته ژوند کوې؟ ) ویل يې ( څوک به يې راته وساتي؟ مونږ يې نشو ساتلی).

ما چیرې هم پښتون سوداګر، پښتون مشر او پښتون وکیل ونه مونده چې په خپل شخصي لګښت دې د دولسمو ټولګیو زده کوونکي ته دې د زده کړې او د کانکور د تیارۍ امکانات برابر کړی وي. ما چیرې هم پښتون مشر ونه لیده چې خپل ولس ته د زده کړې سپارښتنه کړی وي. ما چیرې هم پښتون ولس ونه لیده چې ( ښوونځی مې مه ورانوئ) تر شعار لاندې يې ( د نه خوړلو اعتصاب) کړی وي.

که تاسې وایاست چې درغلي کیږي، نو دا په ننګرهار او کابل کې هم کیږي. زه له ننګرهاره ښه خبر یم. زه ښه خبر یم چې سږ کال د ځوابونو کلید په څو افغانیو خرڅیده. مګر زه په دې هم خبر یم چې زمونږ په ښوونځیو کې څه روان دي. زه د ننګرهار د مرکزي او نورو لیسو په هکله ښه معلومات لرم. د ننګرهار د ښوونځیو حال د ژړا وړ دی. کله چې د ننګرهار د لیسې ترڅنګ تیریږم، ژړا راځي. داسې نه ښکاري لکه د یوې حوزې مرکزي او ترټولو ستره لیسه.

زه د شیرزادو، وزیرو، کاږې، کوز کنړ، بهسودو، چپرهار او پچیر له ښوونځیو خبر یم. هلته خو یا ښوونځی تړل شوی، یا هم ښوونکی د مګر له ویری ښوونځی ته نه راځي او یا هم زده کوونکي ملی اردو ته تللی دي.

اوس که حال داسې دی، د کانکور لا پایلو ولې توقع کوئ؟ ولې په لوټه سپاره یاست او کشمیر وینئ؟

څه کول په کار دی؟

ولس ویښول غواړي. ولس ته د راډیو، جومات او مشرانو پرمټ د زده کړې د ارزښت په هکله عامه پوهاوی ورکول په کار دی. ولس د بې سوداۍ د اوږدمهالو بدمرغیو او پایلو په هکله معلومات ورکول اړین دی. ولس ته د اسلام په رڼا کې زده کړې ته هڅونه اړینه دي. تر څو چې ولس په شعوري لحاظ زده کړې ته اماده نشي، د کانکور پایلې به تل همداسې وي.

 

شیرین اغا جهانګیر

کابل

13 حوت 1392

03/03/2013