ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سيند هايکورټ: "پاکستان نړيواله يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي"

د پاکستان د سيند صوبې ستر عدالت [هايکورټ] د افغان بشري حقونو د فعالانو او ښځو، ماشومانواو ناروغانو سره د سم چلند کولو په اړه خواست باندې اورېدنه کې ويلي، "پاکستان نړيواله يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي/ يا پالي".

03.02.2023 ډیوه

چارسده کې په وړومبي ځل جوماتونو نه دبدامنۍ پرضد اؤ دامن په پلوۍ داحتجاجونو اعلانونه شوي دي

په پېښور کې د جمعې پهه ورځ د اېپکس کمېټۍ غونډې ته په وينا کې شهبازشریف وويل، په 30 جنورۍ چې د پېښور په پوليس لاين کې په جومات کې نمونځ کوونکي وژل شوي وو، دا افسوسناکه پېښه وه ترهګر د چيک پوستې نه تېر شوی او جومات ته رسېدلی، ټول قام غمجن دی او پوښتنه کوي چې د ترهګرۍ د ختمېدو وروسته دا پېښه څنګه وشوه؟

03.02.2023 ډیوه

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

03.02.2023 امریکا غږ

منیر اکرم پر ښځو محدودیتونه د پښتنو فرهنګ بللو له کبله بخښنه وغوښته

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د جمعې په ورځ فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۴) د خپلو هغو څرګندونو په هکله بخښنه وغوښتله چې پر افغان میرمنو لګول شوي محدودیتونه له دین سره ربط نلري او دا د پښتنو د فرهنګ یوه برخه ده.

03.02.2023 امریکا غږ

کراچۍ کې داحمدي ټولنې دبلې عبادتخانې مینارې رانړول شوې دي

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو په سرغړونو ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، ډلې او امریکا هم اندېښنې ښايي او امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان نوم د بشري حقونو او دمذهبي لږکیو د حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړۍ په کچه د بدنامو لسو هېوادونو په نوملړ کې اچولی دی

03.02.2023 ډیوه

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

03.02.2023 امریکا غږ

د شمالي وزيرستان کډوال وايي په ابايي سیمو کې یې کورونه وران دي چې ستانه شي کوم ځای به ژوند کوي

د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان ضلعې نه د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال کډوالې شوې کورنۍ بيرته ليږل کيږي، په صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وایي دا هغه کورنۍ دي چې د تېرو پړاوونو څخه پاتې شوي دي.

03.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

03.02.2023 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

03.02.2023 امریکا غږ

امريکا د ګوانتنامو بی پاکستانی قيدي ماجد خان بيليز جزيرې ته ولېږلو

د پینټاګان د بيان تر مخه امريکا د بيليز حکومت او نورو شراکت دارانو د ملګرتيا د کوښښونو ستاينه کوي کوم چې د قيديانو په شمېر په ذمه دارانه توګه په کمولو کې مرستې کوي چې په پايه کې به يې هدف د ګوانتنامو بی بندول وي

03.02.2023 ډیوه

د هند پولیسو د کم عمره نجونو د ودونو په تور ۱۸۰۰ نارینه نیولي دي 

د هند په آسام ایالت کې پولیسو څه دپاسه ۱۸۰۰ نارینه د کم عمره نجونو سره د واده کولو یا د ودونو د تنظیم کولو په تور نیولي دي.

03.02.2023 امریکا غږ

د نجونو پر زده‌کړه د بنديز ۵۰۰ ورځې؛ يو شمېر زده‌کوونکې: زموږ ښوونځي پرانېزئ

د طالبانو د حکومت له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د دروازو د تړلو ۵۰۰ ورځې پوره شوې. مخکې له دې چې مدینه په دولسم ټولګي ته لاړه شي، د طالبانو حکومت، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې. مدینه وايي، ۵۰۰ ورځې کېږي، چې د ښوونځيو د بېرته پرانيستلو لپاره شېبې شماري. هغه وایي، که نجونې او ښځې د پوهې په ګاڼه سمبال نه‌شي، نه‌شي کولای په ټولنه کې د علم او پوهې په پرمختګ کې ونډه واخلي. مدينې ازادي راډيو ته وويل: "که موږ نن په نړۍ کې ډېری پرمختګونه وينو، دا ټول د ساینس او پوهې له برکته دي. ښه نو د اسلام دین هم د ساینس او پوهې دین دی او د پرمختګ دین دی، دا چې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړې اجازه نه ورکول کېږي، موږ نړۍ ته دا منعکسو، چې اسلام د انزوا او د محرومیت دین دی." عاليه د غزني ولايت د يوولسم ټولګي يوې بلې زده کوونکې، ازادي راډيو ته وويل: "دا يوولس کاله مو زده‌کړې وکړې هيڅ، موږ د راتلونکو يوولسو کلونو لپاره پلان جوړ کړی، چې پوهنتون ته به ولاړې شو، ليسانس به تر لاسه کړو، ماسټري به ووایو. زموږ پلانونه مو مه ضايع کوئ، د ښوونځيو دروازې پرانيزئ، تر څو زده کړو ته مو ادامه ورکړو." دا په داسې حال کې ده چې د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو ۵۰۰ ورځې پوره شوې. د طالبانو حکومت د پوهنې د وزارت ویاند عزیز احمد ریان او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی. خو تر دې وړاندې یو طالب چارواکو ویلي په تعلیمي نصاب کې ستونزې، مذهبی دليلونه او اقتصادي مشکلات، هغه څه دي چې له امله يې له شپږم څخه پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي دي. خو د طالبانو حکومت ځینو چارواکو په خپلو خبرو کې ویلي، چې د اسلام له نظره د نجونو د تعلیم پر وړاندې هیڅ خنډ نه‌شته. په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان، یو ځل بیا له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو بندېدو په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې: "زده‌کړې کولی شي ښځې او نجونې د ډول ډول ظلمونو، بې عدالتیو او بدمرغیو په وړاندې ځواکمنې کړي." د بشري حقونو دغه سازمان دا هم لیکلي، چې د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو د زده‌کړو په مخنیوي سره د دوی په دغو وړتياو منفي اغېز لري. په افغانستان کې دطالبانو بيا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې د حق څخه محرومېدو پر ضد د پراخو کورنيو او نړیوالو غبرګونو سره سره، د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم عملي ګام نه‌دی پورته شوی. د دغو ستونزو د حل په موخه ان د ملګرو ملتونو دوه پلاويو کابل ته سفرونه کړي او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې لیده کاته او خبرې کړې دي، خو تر اوسه د دغو لیدو کتو او بحثونو کومه مثبته پایله نه‌ده لیدل شوې.

03.02.2023 ازادي راډیو

شهباز شريف: د وخت ضرورت دی چې سیاسي او مذهبي مشرتابه رایو ځای شي د ترهګرۍ مقابله وکړي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف وايي، "د وخت ضرورت دی چې مرکز او صوبې او سياسي، مذهبي مشرتابه را يوځای شي، چې خپل اختلافات شاته کړي او د ترهګرۍ د ناسور مقابله وکړي".

03.02.2023 ډیوه

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

03.02.2023 امریکا غږ

پنجاب کې دچین وګړو ته ویل شوي چې خپل حفاظت لپاره دې د شخصي امنیتي کمپنیو خدمات ترلاسه کړي

دا وخت پولیس د ترهګرې سره مخ دي. په خاصه توګه د خیبرپښتونخوا پولیس ددې څومره جوګه دې چې د خپل حفاظت ترڅنګ د عام ولس حفاظت هم وکړی شي؟ په دې اړه د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر اختر علې شاه وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، پولیس تر ډیر حده د عصرې اړتیاو سره سم کړی شوي دي

03.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more