ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د بایډن کلنۍ وینا په کورنیو مسایلو، چین سره په رقابت او اوکراین کې د روسیې په جګړه متمرکزه وه

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ماښام، فبروري اومه (سلواغې ۱۸) ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې تر ډیره په کورنیو مسایلو بحث وکړ خو چین سره رقابت او پر اوکراین یې د روسیې نظامي برید ته هم لنډه اشاره درلوده. بایډن په خپلو څرګندونو کې پر اوکراین د روسیې نظامي برید په اړه وویل تر هغه وخته چې اړتیا وي، د کیف تر څنګ به ودریږي. نوموړي زیاته کړه:"موږ تر هغه وخته چې اړتیا وي، ستاسې تر څنګ "اوکراینیان" به ودریږو. زموږ ملت ډیرې آزادۍ، ډیر عزت او ډیرې سولې ته کار کوي، نه یوازې په اروپا بلکې په بل هر ځای کې." بایډن ولسمشر ولادمیر پوتین ته په خطاب کې وویل، پر اوکراین د روسیې برید د امریکا او نړۍ لپاره ستره ازموینه وه. خو نوموړي ټینګار وکړ چې له دې نظامي برید څخه یو نیم کال وروسته، متحدو ایالتونو ثابته کړه چې له اساسي اصولو لکه واکمني، له استبداد څخه آزادي او له دیموکراسي څخه یې دفاع کړي او دې کار ته به دوام ورکړي. بایډن د اوکراین په جګړه کې د امریکا د رهبرۍ ونډې ته وویل:"موږ په ګډه هغه کار وکړ چې امریکا یې تل په غوره ممکن ډول کوي. رهبري مو وکړه. موږ ناټو متحده کړه او نړیوال ائتلاف مو جوړ کړ. د پوتین د یرغل په وړاندې ودریدو. د اوکراین د خلکو تر څنګ ودریدو." چین سره رقابت بایډن ملت ته د خپلې وینا پرمهال وویل، متحده ایالات چمتو دي چې له چین سره کار وکړي خو هغه تینګار وکړ چې د امریکا له ګټو څخه به د دفاع په کار کې شک ونلري. د متحدو ایالتونو د ولسمشر دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه بیان شوې چې امریکایي جت الوتکو د فبروري په څلورمه نیټه د جنوبي کارولینا په سواحلو کې د چین د جاسوسۍ یو بالون له منځه یوړو. بایډن په دې وینا کې د چین د جاسوسۍ بالون نسکوریدو ته له اشارې پرته وویل:"تیروتنه مه کوئ، څنګه چې مې تیره اوونۍ په وضاحت وویل، که تاسې زموږ واکمني وګواښئ، موږ به د خپل هیواد د ساتلو لپاره اقدام وکړو، څنګه چې مو وکړل." بایډن همدارنګه وویل چې د تیرو څو لسیزو په نسبت امریکا په نړۍ کې د بل هر چا په نسبت په قوي موقف کې ده څو وکړای شي له چین سره رقابت وکړي. بایډن وویل، مخکې له دې چې د امریکا جمهور رئیس شي، تل د چین د قدرت د زیاتیدو او د امریکا د کمزورې کیدو خبره کیده، خو هغه ټیګار وکړ چې له دې وروسته داسې خبره نشته.   ولسمشر بایډن زیاته کړه، د امریکا د نظامي برخې عصري کیدل د ثبات د ساتلو او د بریدونو د مخنیوي په هدف کیږي. د متحدو ایالتونو کورني مسایل د ولسمشر بایډن د سږ کال د کلنۍ وینا ډیره برخه د امریکا کورنیو مسایلو په خاص دول اقتصاد، روغتیا، معارف، د جنسیتي اقلیتونو حقونو، د لویو شرکتونو د مالیاتو زیاتیدو، د پولیسو د چلند څرنګوالي او په تیرو دوو کلونو کې د کویډ نولس له امله رامنځ ته شویو مشکلاتو باندې متمرکزه وه. بایډن وویل، که د تیر کانګرس غړو وکړای شول یوځای کار وکړي، هیڅ دلیل نشته چې د اوسني مجلس قانون جوړونکي هم یوځای کار ونشي کړای. د امریکا ولسمشر وویل په تیرو دوو کلونو کې د هغه په مشرئ حکومت ۱۲ میلیون دندې رامنځ ته کړي دي. د بایډن په وینا اوسمهال په امریکا کې د وزګارۍ کچه ۳.۴ سلنه ده چې په تیرو پنځو لسیزو کې خپل ټیټ حد ته رسیدلې ده. بایډن په خپله وینا کې همدارنګه زیاته کړه، وروسته له هغه چې د جمهوري ریاست مشري یې اخیستې حکومت یې څه باندې ۲۰ زره پروژې تمویل کیږي چې پکې د سړکونو، پلونو، لویو لارو او هوایي ډګرونو جوړول شامل دي. بایډن همدارنګه وویل په فدرالي اداراتو کې یې د ساختماني‌ موادو لپاره نوی معیار ټاکلی او هغه دا چې په لویو پروژو کې به له امریکایي موادو کار اخیستل کیږي. ولسمشر بایډن همدارنګه د لویو شرکتونو له خوا د مالیاتو په ورکړه انتقاد وکړ. بایډن وویل:" مالیاتي سیستم منصفانه ندی. په ۲۰۲۰ کال کې ۵۵ لویو شرکتونو ۴۰ میلیارده ډالره عاید وکړ خو فدرالي مالیات یې صفر وو... خو د هغه قانون له مخې چې توشیح کړی مې دی، میلیارد ډالري شرکتونه دي حد اقل ۱۵ سلنه مالیه ورکړي." د بایډن په وینا، تیر کال د تیلو لویو شرکتونو ۲۰۰ میلیارده ډالره عاید کړی وو، هغه وویل هیڅ میلیاردر باید د ښوونځي د یو ښوونکي، نرس او یا هم د اطفایې له کارکوونکي څخه کمه مالیه ورنکړي.

08.02.2023 امریکا غږ

افغانستان کې د ادبياتو له څانګې فارغ محصلان ولې تر ډېره عملي کار نه‌شي کولی؟

د پښتو اتڼ په باب د ليکوالو نظرونه، د ادبياتو فارغ محصلان ولې ليکوالي نه‌شي کولی؟ کيسه او پر کيسه نقد هم درته همدې خپرونه کې خپريږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

08.02.2023 ازادي راډیو

امریکا وایي دترهګرۍ پرضد جګړه کې به دپاکستان تر شا ولاړه وي

امریکا دترهګرۍ پرضد جګړه کې دپاکستان ترشا د ودریدو هوډ ښکاره کړی دی اؤ وایي پاکستان به دترهګرۍ پرضد جګړه کې دامریکې مهم ملګری وي. دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند نیډ پرایس رسنیو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي چې امریکا به دترهګرۍ پرضد جګړه کې دپاکستان ترڅنګ ولاړه وي ځکه چې پاکستان په دې جنګ کې دامریکې مهم شرکت دار یا ملګری دی. د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې پاکستان کې دترهګرۍ د وروستیو پېښو په اړوند امریکایي ویاند ویلي چې ترهګري یو لعنت دی اؤ پاکستان،افغانستان اؤ هند اغېزمن کوي. دهغه وینا وه "دا هغه څه دي چې له امله یې مونږ پر ټوله سیمه خپل پام ساتلی دی" دنیډ پرایس په وینا هرکله چې دپاکستان خبره راځي‌ نو هغه دامریکا مهم شراکت دار دی اؤ له هر لحاظه شراکت دار دی. ویاند وویل دامنیتي اندېښنو له امله امریکې په دې وروستیو کې پاکستان سره د ودریدولو په هوډ خبره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو وارې بیا دپاکستان دننه دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ په 30مه جنورۍ جنورۍ دخیبر پښتونخوا سرښار پېښور کې دپولیسو دمرکز دننه جومات کې په یو ترهګریز برید کې 84 کسان وژل شوي اؤ تر 200ؤ زیان نور ژوبل شوي دي. پاکستاني چارواکي تور لګوي چې دپاکستان په خاوره دترهګرۍ پلانونه دافغانستان دننه تیاریږي ځکه چې ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دپاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دافغانستان خاوره دهیڅ یو هیواد پرضد دترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي. په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا پولیسو دعوې کړې دي چې وسله والو ترهګرو ته نوې عصري وسلې په لاس ورغلي دي چې دهغې له امله دوي خپل بریدونه چټک کړي دي . پولیس وایي ښایي دا عصري وسلې په افغانستان کې دناټو اؤ امریکایي ځواکونو  نه پاتې شوې اؤ پاکستاني طالبانو ته په لاس ورغلي وي چې دوي پرې اوس دلته امنیتي ځواکونه په نخښه کوي. د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده . په دغه رپورټ کې ویل شوي چې تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده. رپورټ زياتوي چې د جنورۍ میاشت کې د ترهګرو ضد د امنیتي ادارو په عملياتو کې 52 وسله وال نيول شوي او نزدې 40 وسله وال وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه زياتره وسله وال په پنجاب صوبه کې ګرفتار شوي خو په ترهګریزو بریدونو کې زياته مرګ ژوبله په خېبر پښتونخوا ايالت کې رامنځ ته شوې ده. رپورټ کې راغلي چې د تېر کال دسمبر میاشت په مقابله کې په سږني کال جنورۍ کې نه يوازې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګریزو حملو شمېره د 17 څخه 27 ته لوړه شوې ده بلکې ددې حملو په نتیجه کې د مرګونو شمېر هم د 17 څخه 116 ته رسېدلی دی.

08.02.2023 ډیوه

لکي مروت:دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې د12ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده

 امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې دخېبر پښتونخوا په لکي مرت سیمه کې پوځ اؤ پولیسو دترهګرو پرضد ګډ عملیات کړي چې پکې لږ تر لږه 12 ترهګر وژل شوي دي. دشورو یا چهارشنبې په ورځ دسیمې نه امنیتي سرچینو ډیوه ته ویلي د وژل شوؤ ترهګرو تعلق دتحریک طالبان پاکستان د اظهر الدین ډلې سره دی . دپاکستان پوځ په رسمي توګه ددې عملیات په اړه څه نه دي ویلي اؤ نه هم دټي پي پي له لوري کوم غبرګون مخې ته راغلی دی. سرچینې وایي دټي ټي پي‌ داظهرالدین ډلې وسله وال د دسه شنبې اؤ پنجشنبې په منځ شپه لکي مروت نه د ټانګ لوري ته په یو ګاډي کې روان وؤ چې پر دغه مهال یې دامنیتي ځواکونو سره نښته شوې ده. دسرچینو وینا ده چې د وسله والو ډزو کې پوځ اؤ پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی خو وایي پولیسو د ترهګرو ګاډی په راکټ لانچر ویشتلی چې په نتیجه کې یې 12 وسله وال وژل شوي دي. دغه امنیتي سرچینې وي او ای ډیوه سره د وژل شوؤ ترهګرو عکسونه هم شریک کړي چې په هغې کې لیدل کیږي داکثرو وسله والو مړي سوځیدلي اؤ له پیژندګلو وتلي دي. امنیتي چارواکو دعوه کړې ده چې د ټي ټي پي اظهرالدین ډله لکي مروت کې دپولیسو پرضد دترهګرۍ ګڼ شمیر پېښو کې ککړه وه اؤ دوئ تیرکال د دسمبر میاشت کې شپږ پولیس هم وژلي وؤ. دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وایي په لکي مروت کې د وسله والو ضد عملياتو سر ته رسولو سره لارې، سړکونه او دموبایل سروس یو ځل بیا پرانستل شوي دي، خو د 26مې جنورۍ څخه پېل شوو ددې عملياتو په اړه کوم تفصیل یې مخې ته نه دی راوړی. ‎په سیمه کې امنیتي چارواکو په وروستیو کې ویلي وو د لکي مروت ښار سره نزدې په احسان پور سیمه کې د وسله والو د شتون کره معلوت ترلاسه کړی شوي چې په دې سیمه کې پټې ځالې لري او له دغه ځایه د ناامنۍ منصوبې جوړوي. ‎خو دنهې په ورځ  دلکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وي او ای ډیوه ته ویلي،د «احسان پور» سیمه کې کامیاب عملیات شوي او ټوله سیمه امنیتي عسکرو په خپل واک کې اخستې ده. ‎هغه ویلي په عملیاتو کې ټوله سیمه پاکه کړل شوې او علاقې نه اضافي نفري واپس کړل شوې دہ. تحریک طالبان پاکستان د دې عملیاتو په پایله کې پاکستاني پوځ ته د مرګ ژبلو اړولو دعوه کړې. خو دغه دعوه په ازاده کچه نه ده تصدیق شوې. ‎احسان پور د لکي مروت ښار سره نزدې د کورم سیند په غاړه په څو کلوميټرہ مشتمله زرخېزه سیمه ده. ‎د سیمې خلک وایي د عملیاتو پرمهال د دغه سیمې خلک په کورونو کې بند ساتل شوي او عملیاتو کې فصلونو او ونو بوټو ته زیان اوښتی دی.

08.02.2023 ډیوه

بایډن: امریکا د روس د تیري پر ضد ده او چین سره سیالي کوي

واشنګټن  - ولسمشر بایډن وايي چې امریکا د روس د تیري پر ضد ولاړه ده او بل دا چې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ ته يې سپینه کړې چې سیالي - نه چې جګړه - ورسره کوي. ښاغلي بايډن د نهې/سه شنبې په ورځ د کانګرس ګډې غونډې ته په کلنۍ وینا کې ووېل چې امریکا په څو لسیزو کې تر ټولو ښه وضعیت کې دی چې د چین یا بل هر چا مقابله وکړي. "خطا ونکړې--څنګه چې مونږه تېره اونۍ ویلي وو چې که چین زمونږ خود اختیاري ته خطر جوړوي نو مونږه به د ځان دفاع کوو. او مونږ کړې ده." مګر بایډن نېغ په نېغه د هغې پېښې یادونه ونکړه چې امریکا د چین یو بالون/غباره وویشتله او دعوه یې کړې چې ګني دا د چین د جاسوسۍ غباره وه. ښاغلي بایډن ووېل: "په هغو برخو کې چې د امریکا مفادات وي او د نړۍ په ګټه وي، زه ژمن یم چې د چین سره یوځای کار وکړم." په اوکراین باندې د روس د تيري په اړه ښاغلي بايډن ووېل چې د اوکراین د اولس سره ولاړ دی. د دې تقریر په مهال، امریکا کې د اوکراین سفیره هم موجوده وه او صدر بایډن هغې ته په خطاب کې وویل: "سفیرې! مونږ ستاسو د ملک په ملاتړ کې، متحد یو. مونږ به تر هغو چې ضرورت وي، ستاسو ترڅنګ اودرېدلي یو."  په نورو نړېوالو موضوعاتو باندې بایډن په عمومي توګه دا دعوه وکړه چې ګني په تېرو دوو کلونو کې جمهوریتونه پیاوړي شوي او ظالمان کمزوره شوي دي. بایډن پخپل دې کلني تقریر کې د افغانستان، پاکستان، یا د خطې د کوم بل ملک په اړه ځانګړې خبرې ونکړې. مخالف ګوند ته پیغام د خپل صدارت د دورې په دویمه کلنۍ وینا کې، صدر جو بایډن د خپلې انتظامیې اقتصادي او مالیاتي لاس ته راوړنې ډېرې یادې کړلې، او د بنیادي اډانو د جوړولو او مرمت کولو په تکمیل یې ټینګار وکړ. هغه په حزب اختلاف – رېپبلېکن ګوند – غږ وکړ چې د دې انتظامیې سره دې شریک کار وکړي. بایډن وویل: "رېپبلېکنانو ملګرو، که مونږ په تېر کانګرس کې په شریکه کار وکړی شول، نو هېڅ داسې دلیل نشته چې مونږ په دې نوي کانګرس کې هم په شریکه کار ونشو کړلی."   صدر بایډن اعلان وکړ چې پس د دې به د بنیادي اډانو په ټولو منصوبو کې صرف د امریکا جوړ شوي ودانیز مواد یا وسایل کارول کیږي. د صدر بایډن د ځینو خبرو سره رېپبلېکنانو د اتفاق په شکل لاسونه وپړکول، خو په ځینو یې بیا د هغه ستاینه ونکړه. د بایډن د وینا نه پس، د ارکنسا ګورنرې سارا سنډرز هاکبي د رېپبلېکنانو د ګوند غبرګون وړاندې کړ. هغې د صدر بایډن ځینې دعوې ناسمې وبللې او تور یې ولګاوه چې بایډن د امریکا د ګټو دپاره نشي درېدلی او امریکا یې د خطر سره مخامخ کړې ده.

08.02.2023 ډیوه

بایډن: امریکا د روس د تیري پر ضد ده او چین سره سیالي کوي

په اوکراین باندې د روس د تيري په اړه ښاغلي بايډن ووېل چې د اوکراین د اولس سره ولاړ دی. د دې تقریر په مهال، امریکا کې د اوکراین سفیره هم موجوده وه او صدر بایډن هغې ته په خطاب کې وویل: "سفیرې! مونږ ستاسو د ملک په ملاتړ کې، متحد یو. مونږ به تر هغو چې ضرورت وي، ستاسو ترڅنګ اودرېدلي یو."

08.02.2023 ډیوه

اروپايي ټولنه: پلان شوي جرایم د ترهګرۍ په شان 'ستر تهدید' ګڼل کیږي

د اروپايي ټولنې یوې جګپوړې چارواکې د سه شنبې په ورځ فبروري ۷ (سلواغې ۱۸) وویل، پلان شوي جرایم د ترهګرۍ په شان د اروپايي ټولنې هیوادونو ته ستر ګواښ متوجه کوي.

08.02.2023 امریکا غږ

امریکا پر پولنډ د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د هیمارس راکټي سیستمونو پلور تائید کړ

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ فبروري اومه (سلواغې ۱۸) اعلان وکړ چې پر پولنډ یې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د هیمارس د ۱۸ راکټي سیستمونو پلور چې مهمات او نور تجهیزات هم پکې شامل دي، منظور کړی دی.

08.02.2023 امریکا غږ

روسیه: د تندلارو په ضد مبارزه کې له افریقا سره مرسته کوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سه شنبه فبروري اوومه (سلواغه۱۸) ژمنه وکړه چې له افراطي تندلارو سره په مبارزه کې به د لویدیځې افریقا او ګیني له خلیج سره مرسته کوي.

07.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

07.02.2023 امریکا غږ

د پښتو ژبې د لوی شاعر او د نظم بابا اجمل خټک دريارلسم تلين ونمانځل شو

د پښتنو د خپلواکۍ او د ازادۍ د سرې ډولۍ کور ته د راوړلو ارمانجن انقلابي شاعر اجمل خان خټک دريارلسم تلين ونمانځل شو چې پکې د پښتنې خاورې دې ستر شخصيت ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کړل شوی. د اجمل خټک ژوند د مسلسل او نه جاروتونکې مبارزې نوم دی چې د هغه مينه وال يې نوم ډېر په احترام بلکې اجمل بابا اخلي. د سوشل ميډيا د لارې د اجمل خټک د مبارزې په ستاينه قامپاله سياسي کارمندان د هغه د ژوند په بيلا بيلو اړړخونو خپل نظر بيانوي چې د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر ايمل ولي خان ورته د هغه په وينا اجمل بابا ته د خټک صيب شعر ډالۍ کړی. ايمل ولي خان په ټوېټر هيش ټيګ ريمېمبرېنګ اجمل خټک وايي: دا خوږې ترخې به يو بل سره وايو ‏خو کاروان به د منزل په لوري بيايو ‏ناکامۍ ته چې مو څوک په انتظار دي ‏په دی دنګو غرو ختل به ورته ښايو ‏اجمل بابا به تل تر تله زمونږ په زړونو او ذهنونو کښې وي- د اجمل صېب شان خلک کله هم نه مري- الله دې هغه جهان ښایسته کړي ارواښاد اجمل خټک په خپل يو شعر کې وايي: چې د یار نوم یې څوک اخلي ورپسې ځي ‎په اجمل کښې دا مرض د لېونو دی او لا بيا بل ځای وايي: نن ټول خلک د هغې محبوبا سندرې وايي خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله يو بل قامپاله سياستمدار او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک په خپله ټوېټر پانه اجمل خټک ته د پژواک دا شعر د پېرزونې په توګه ليکلی: بېګا راته اجمل خټک په خوب کې وې پژواکه ‏رندانو ته رنګین غوندې عذاب لرې که نه ؟ ‏د افغانستان ستر ډپلومیټ ، شاعر او ادیب ارواښاد عبدالرحمان پژواک د خپل یوه غزل په یوه شعر کې د اجمل خټک یوه مصرعه تضمین کړی وه. د اجمل خټک عملي سياسي ژوند او مبارزه د قامپاله ګوند نيشنل عوامي پارټۍ نه شروع شوې وه خو هغه د دې نه وړاندې د باچا خان د خدايي خدمتګارۍ د تګلارې ملاتړی و. د اجمل خټک او ولي خان سياسي ملګرتيا هم مثالي بلل کيږي او دواړو يو ځای جيلونه او د غدارۍ مقدمې ګاللي دي. ‎د ډيوه همکار فاروق فراق د اجمل خټک اړه ليکلي چې هغه په کال ١٩٢٦ء کې دپاکستان د پښتونخوا د نوښار ضلعې په اکوړي کلي کې سترګې غړولې وې اؤ په اوومه فرورۍ کال ٢٠١٠ کې وفات شوی و. ‎لسم جماعت يې لا پاس کړى نۀ ؤ چې سکول کې استاذ شو خو دخپل قامي فکر او روښان خيالۍ له امله دوخت د زورورې او مقتدرې طبقې دسترګو ازغى ؤ ځکه نو اخر یې داستاذۍ دملازمت څخه ګوښه کړو. ‎دنوکرۍ څخه له ګوښه کيدو وروسته ونیول شو، کور يې تالا شو او دکتابونو لائبريري يې پوليسو د ځان سره يوړه. ‎دستر پښتون قهرمان خان عبدالغفار خان لخوا چې دپښتون اولس دحقونو دپاره دخدائي خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک ددغه تحريک يو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شميرل کيدو. ‎هغه دخپل ژوند زياته برخه دزندانونو دننه تيره کړې وه. ‎دقيدوبند پرمهال يې ډير زيات تکليفونه هم زغملي وؤ خو دقيدوبند دغه دور ورته يوه ګټه دا ورسوله چې دجيل دتمبو شاته يې نۀ يوازې بې کچه زړۀ پورې انقلابى شاعري تخليق کړه بلکې کله چې دجيل څخه رابهر شو نو دجيل متعلق يې دخپلو ياداښتونو يو ضخيم کتاب "دا زۀ پاګل ؤم" هم وليکلو چې پښتو ټولنې افغانستان چاپ کړو اؤ پښتنو ډير زيات خوښ کړو. ‎ارواښاد اجمل خټک ته اپريل ١٩٤٨ء کې دسمندر خان سمندر په خلۀ پيښور ريډيو کې دمسوده نګار په توګه دکار کولو بلنه ورکړل شوه اؤ بیا هغه تر ډیرې مودې ریډیو سره کار کړی ؤ. ‎ريډيو پاکستان دپاره اجمل صيب ٢٧ ډرامې او فيچرې ليکلي دي چې وخت په وخت نشر شوي دي. ‎صحافت: ‎ښاغلي اجمل خټک ديو صحافي په توګه هم خپله ځانګړې پيژندګلو پيدا کړې وه او دصحافت له لارې يې دخپل اولس او خاورې دپاره خدمتونه ترسره کړي وؤ. ‎پخپل اوږد صحافتي ژوند کې ارواښاد خټک صيب دبيلابيلو ورځپاڼو، مجلو او اووۀ نيزو سره کار کړی ؤ. ‎په کال ١٩٤٩ء کې يې دعدل په نوم ديوې مجلې دايډيټر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې وې چې تر اوږدې مودې يې په عدل مجله کې په بیلابیلو موضوعاتو خپل قلم وخوځولو او دغه مجله يې دکاميابۍ بام ته ورسوله. ‎په کال ١٩٥٦ء کې دانجام مجلې ايډيټر شو او ددغلته نه يې خپلې صحافتې ذمه وارۍ مخ په وړاندې بوتللې. ‎همدغه شان په کال ١٩٦٤ء کې دبانګ حرم ايډيټر ټاکل شوی ؤ او په دغه ورځپاڼه کې يې داداريه نويس، خبريال او کالم نګار په توګه خدمات ترسره کول . ‎په بانګ حرم کې به ښاغلي خټک صيب د"کچکول" ترعنوان لاندې د"ملنګ" په فرضي نامه يو کالم ليکلو چې څه دپاسه څلورلسيزې وروستو هم ددغه کالم زړۀ پورې او پوست انداز د خلقو دذهنونو څخه نۀ دى وتلى. ‎همدغه شان دشهباز اخبار او پښتون مجلې له لارې هم ارواښاد خټک صيب داسې زړه پورې اؤ غوره ليکونه کړي دي چې تر پيړيو پيړيو به ياد ساتلى شي. ‎اجمل خټک، ديو شاعر، ژورنالست او سياستمدار نه علاوه دسپورټي سرګرميو سره هم تړاؤ لرلو او دځوانۍ په دور کې دفټ بال او والي بال يو ښۀ لوبغاړى ؤ او سپورټس سره دمينې له امله يې نن هم په اکوړي کې خپلې حجرې ته مخامخ يو لويې ميدان اولسي لوبو ته وقف پریښی دی. ‎اجمل خټک ١٩٧٣ء کې دپاکستان څخه افغانستان ته اوښتی ؤ چې اتلس کاله يې دغلته دجلا وطنۍ ژوند تير کړی او دحالاتو په سازګاريدو بیرته پاکستان راغلى ؤ. ‎دخپل اوږد، پټ پناه ژوند نه علاوه ښاغلى خټک صيب دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ او دجيلونو دتورو تمبو تر شا تير کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز ددومره سختيو باوجود هم چرې پخپل فکرونظر سودابازي نۀ وه کړې او هر وخت يې دخپلې نظريې دپاره په جار غږ پورته کولو. ‎ادبي روزنه: ‎اولسي ادبي جرګه چې دپښتو ادب د ودې دپاره دتاريخ يو اهم فورم شميرل کيږي، په دغه جرګه کې هم اجمل خټک صيب يو ځلنده کردار ترسره کړى ؤ، ‎دا هغه ادبي تنظيم ؤ چې په لسګونو کلونه يې د پښتو ژبې دروزنې او پالنې دپاره هلې ځلې کړي دي او نن چې په پښتو ادب کې ددوست محمد خان کامل،قلندر مومند، اميرحمزه خان شينواري، هميش خليل، مهدي شاه باچا، لطيف وهمي غوندې درنې علمي نامې دپښتنو مخې ته پرتې دي دا ټول داولسي ادبي جرګې برکت ، کمال او پيداوار دى. ‎ددغو ټولو شخصياتو تخليقي او تنقيدي شعور اولسي ادبې جرګې دفورم څخه ځلا موندلې وه. ‎اجمل خټک په بنيادي توګه هغه ترقي خوښى شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي. ‎ښاغلي خټک صيب چې دسياسى مبارزې په لاره کې دخپل ژوند زياته برخه پټ پناه، دجيلونو شاته، په نظربندۍ او جلاوطنۍ کې تيره کړې وه خو ولې دهغې باوجود هم چې ښاغلي خټک صيب دپښتو ژبې اؤ ادب په وده کې څومره کردار لوبولى دى نو هغه ددې عظيم شخصيت په لوړ عزم او اراده دلالت کوي. ‎ښاغلي خټک صيب دپښتو ادب جولۍ ته خپل زيات تخليقات ورپيرزو کړي دي. ‎هسې خو کۀ ددۀ دټولو ليکنو او تخليقاتو ذکر وکړل شي شايد چې دغه بحث پخپله يو ضخيم کتاب ولیکل شي خو ولې بيا هم په کتابي شکل چې دښاغلي خټک صيب کوم تخليقات چاپ دي نو هغه په دې ډول دي. ‎١- پښتو ادب کى تاريخ(اردو) ٢- پښتانۀ شعراء(پښتو) ٣-ژوند او فن(پښتو) ٤-دغيرت چغه(پښتو) ٥-کچکول(پښتو) ٦-باتور(پښتو) ٧-دا زۀ پاګل ووم(پښتو) ٨-دوخت چغه(پښتو) ٩-ګلونه تکلونه(پښتو) ١٠-ګل پرهر( پښتو) ١١-سرې غونچې(پښتو) ١٢-ځنډ وخنډ(پښتو) ١٣-عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو) ١٤-جلا وطن کى شاعري(اردو) ١٥-افغان ننګ(پښتو) ١٦-دژوند چغه(پښتو) ١٧-قيصه زما دادبى ژوند(پښتو) ‎اؤ ددې ترڅنګ بيا دهاغو کتابونو فهرست ځانله يو بحث ته اړتيا لري کوم چې په اجمل خټک صيب ليکل شوي دي خو کۀ په لنډو ټکو کې ددغو کتابونو څخه ديو څو کتابونو نومونه ياد کړل شي نو هغه په دې ډول دي ‎١-اجمل خټک شخصيت او فن(پروفيسر افضل رضا) ٢-غنى او اجمل( دافغانستان څخه) ٣-اجمل اؤ پښتو غزل(پروفيسر افضل رضا) ٤-اجمل خټک ژونداؤ فن(مثل خان راهي) ٥-اجمل خټک دژوند په ائينه کې(مثل خان راهي) ٦-حماسه وئيونکى مبارز شاعر(ډاکټر عارف عثمانوف) ٧- انقلابي او مبارز شاعر(محمديوسف) ٨- اجمل خټک دادب جمال اؤ دسياست جلال(هارون الرشيد خټک) او هاغه په سوونو مقالې او مضامين ددې څخه علاوه دي چې مختلفو ليکوالو دښاغلي خټک صيب په ژوند، فن، مبارزه اؤ شخصيت ليکلي دي.

07.02.2023 ډیوه

د پاکستان سېنېټ پروېز مشرف دپاره د دعا څخه انکار کړی

د شمالى وزيرستان نه د قامى اسمبلۍ غړي محسن داوړ وويل،" د طاقت په نشه کې چې کوم مست خلک دي د هعوى لپاره د ورځ د عبرت نښه ده او نن په ټول ايوان کي د پرويز مشرف د فاتحې لپاره هم څوک تيار نه ٶ او ډير په مشکل سره دي لپاره يو کس تيار کړې شو."

07.02.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

07.02.2023 امریکا غږ

په کراچۍ هوایي اډه لومړی ژوندی واکمن مشرف او اوس د هغه جسد را کوز کړی شو

واشنګټن ـــــ د کال ۱۹۹۹ د اکتوبر د میاشتې ماسخوتن و. د اسلام اباد او راولپنډۍ د پخواني هوایي ډګر د دروازو نه بهر په لاره خلک، عسکر او موټرې څه په بې ترتيبه، بې انتظامه ډول ګرځېدلې. د ماسخوتن په تیاره کې په ماحول د غیريقینۍ غلبه وه. مسلح عسکرو د هوايي ډګر دروازې کلکې تړلي وې. د هوايي اډې د تړلو دروازو سره نژدې د خبریالانو ترڅنګ په سلګونو عام خلک هم جمع وو. خبریالان منتظر وو چې د پاکستان د هوايي کپمنۍ پي ايي ای هغه جهاز چې د پوځ مشر جنرل پروېز مشرف پکې سفر کولو د سريلنکا نه به د اسلام اباد په هوايي اډه راکوز شي. هوايي اډې ته د خبریالانو د رسېدو نه مخکې دا خبرونه په ګردش کې وو چې د کراچۍ په هوايي اډه د جنرل مشرف جهاز ته د کوزېدو اجازت نه دی ورکول شوی. خبریالان منتظر وو ممکنه ده چې جنرل مشرف د اسلام اباد په هوايي اډه راکوز شي او خبریالانو سره خبرې هم وکړي. خبر اهم و. د پوځي کودېتا خبرې کېدلې. د وزیراعظم نوازشریف د ګرفتارۍ خبره هم وه او چا خو پکې دا هم وېل چې وزیراعظم او د هغه د کورنۍ ځینې غړي په اسلام اباد کې د وزیراعظم په ماڼۍ کې افسوسناک انجام ته رسول شوي دي. چا وېل وزیراعظم نامعلومه ځای ته منتقل کړی شوی دی. خبر راغلو چې د جنرل مشرف جهاز کراچۍ کې کوز شو. د هوايي اډې په دروازه د خبریالانو د انتظار شېبې ختمې شوې. زیاتره خبریالان خپلو دفترو ته ستانه شول. د دندې او د خبرونو او د پرمختګونو نه ډکه شپه لا په سر پرته وه. په افق د سحر د خپرېدو نه مخکې جنرل مشرف د پاکستان او د نړۍ په افق د نوي پوځي واکدار په حېث مشر رابرسېره شو. د اسلام اباد د هوايي اډې نه بهر د هغه بې ترتيبه ماسخوتن په شپه، ناوخته جنرل پروېز مشرف په پوځي درېشۍ کې په ټېلیوژن راښکاره شو او په ولس يې د پرامنه اوسېدو غږ وکړو. د ولس په رایې منتخب د پاکستان وزیراعظم، د هغه د کورنۍ ځینې غړي او د هغه د حکومت ځینې چارواکي زندانونو ته ولېږل شوو. په اینده قریباً یوه لسیزه کې پروېز مشرف د پاکستان د اقتدار او واک اختیار محور، د ترهګرۍ په ضد د امریکې او په عمومي توګه د مغربي نړۍ د اعتماد وړ ملګری و. د مطبوعاتو مقبول شخصیت و. هغه جرنېل، چیف اېګزېکېټیو او سوېلین صدر و. هغه په ايين کې بدلون هم وکړو، د اعلا عدليې ججان يې هم برطرف کړل او د مخالفینو د وژلو الزام پې هم لګول شوی و. په کراچۍ کې د هغه په ضد په احتجاجونو کې تشدد وشو، د یو شمېر کسانو خلکو وينې توی شوې او هم په دغه ورځ په اسلام اباد کې د پارلېمنټ د ودانۍ مخې ته، مشرف د یوې جلسې په موقع خپل لاسونه په فاتحانه انداز کې پورته کړل. څېړونکي وايي د هندوستان خلاف د کارګل په جنګ کې د پاکستان پوځ په پسپای مجبور شوی و. ویل کېږي وزیراعظم د کارګل په مهم جویې ناخوښه و. په امریکا د القاعده د حملو په نتیجه کې امریکې او نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې عملیات شروع کړل او د دې عملیاتو دپاره مشرف امریکې ته د رسد لاره ورکړه او د طالبانو حکومت نسکور شو. په قبایلي علاقو کې ډرون حملې وشوې او د دې ډرون حملو تور هم په مشرف ولګېدو چې ګنې هغه امریکې ته د دغو ډرون حملو اجازه ورکړې ده. په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په شک کې خلکو د نیول کېدو او د بې درکه کېدو لړۍ شروع شوه. د انساني حقونو فعالان وايي د خلکو د بې درکه کېدو دغه لړۍ اوس هم دوام لري. او بیا یو وخت داسې هم راغلو چې عدالت د غدارۍ په تور مشرف سزا وار کړو. هغه د سزا او د ملک نه بهر ووتلو. هغه په ځانمرګي حملو کې هم ژوندی پاتې شوی و. په نوي دیلي کې زېږيدلي مشرف د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ۷۹ کلونو په عمر کې په دوبۍ کې وفات شو. یو جهاز بیا په کراچۍ کې کوز شو. دا ځل پکې د په خپل عروج یو پوځي جرنېل نه بلکې د وفات شوي مشرف جسد و. د پاکستان د پارلېمنټ د اېوان بالا غړو مشرف دپاره د فاتحې نه انکار وکړو. د پاکستان پخوانی پوځي مشر او پخوانی صدر پروېز مشرف د نهې، سه شنبې، په ورځ په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. د مشرف د تګ په اړه خبریاله عاصمه شيرازي بي بي سي اردو دپاره په خپل کالم کې ليکي چې هغه خلک چې د اقتدار او د طاقت په لوبه کې ځان د ايين او قانونه بالاتر ګڼي هغه د قدرت د قانون ښکار شي. یادونه: په ۱۹۹۹ کې صداقت جان په اسلام اباد کې  «دي نېشن» اخبار یو خبریال و. د مشرف د عروج او زوال دا قیصه هغه د خپل یاداشت نه کړې. ممکنه ده چې ځینې یا ډېر واقعات د وخت په لحاظ په ترتیب یا په تفصیل نه وي لیکل شوي ځکه چې دا د مشرف واکمنۍ ته یوه طایرانه کتنه ده، د تاریخي واقعاتو اندراج نه دی

07.02.2023 ډیوه

امریکا او نورو هېوادونو د ترکیې او سوریې سره مرستو ته دانګلي 

په سوریې او ترکیې کې له شدیدې زلزلې وروسته،‌ چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان په کې مړه شول، د امریکا متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو مرستو ته دانګلي دي. 

07.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more