ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

04.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

04.02.2023 امریکا غږ

باجوړ: ماين چاودنه کې مور او زوی ژوبل شوي

د خېبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې پوليس وايي،په سلارزو تحصيل کې په يو ماين چاودنه کې يوه مور او زوی ژوبل شوي او روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

04.02.2023 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

04.02.2023 امریکا غږ

پنټګان ويلي يوه بله چينايي پوقڼۍ یا بالون په لاتيني امريکا کې ليدل شوې

واشنګټن- د امريکا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ويلي د چين يوه بله د څار کولو پوقنۍ یا بيلون د لاتيني امريکا د پاسه روانه ده. دا د هغې بيلون یا پوقڼۍ نه دوه ورځې ورستو ليدلې شوې کومه يوه چې د امريکا د پاسه ليدلې شوې ده. د پنټګان د هوايي ځواک پرېس سيکرټري بريګيډير جنرل پيټ رايډر په يو بيان کې ويلي چې “مونږه رپورټونه وينو چې يوه پوقڼۍ د لاتيني امريکا نه تېريږي. مونږ د دې جاج اخلو چې دا يو بل د څار چينايي بيلون دی”. د جمعې په ورځ رايډر ويلي وو چې د امريکا د پاسه تېرېدونکې پوقڼۍ د څار د پاره دغلته تلې او دا د امريکا د فضايي حدونو او د نړيوال قوانينو خلاف ورزي ده. خو چين په دې ټينګار کړی چې دغه پوقڼۍ د موسمياتو د تحقيق د پاره تياره کړل شوې ده. هغه وويل په دې هکله نور تفصيل ته تلل نه غواړي خو د امريکا د دفاع چارواکي خبر دي چې دا د څار کولو بيلون دی او په ډېرو زريعو مو خپله ناخوښي چين ته رسولې ده او امريکا د پوقڼۍ په الوت د نزدې نه نظر ساتي. کارپوهان وايي داسې قسمه پوقڼۍ د 24,000 نه تر 36,000 ميټره پورې اوچته الوځي چې د عام کاروباري جهازونو او جنګي الوتکو د الوت ډېره اوچته وي. ‎د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د جمعې په ورځ ناڅاپي له دې کبله چین ته خپل سفر وځنډاوه چې د امریکې په فضا کې د چین یوه جاسوسي پوقڼۍ ولیدل شوه. ‎ټاکل شوې وه چې بلینکن د روانې اوونۍ په اخر کې د چین پایتخت بیجینګ ته سفر وکړي، خو تر سفر څو ګنټې مخکې یې هغه وخت دا سفر وځنډاوه چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکې په فضا کې د خپلې پوقڼۍ د الوځولو خبره تایید کړه. ‎اینټني بلینکن د جمعې په ورځ د چین یوه اعلی سفارتکار وانګ یي ته په ټیلیفون وویل چې د امریکې په فضا کې څارونکې بيلون پرېښوول "د امریکې د خپلواکۍ او نړیوال قانون ښکاره سرغړونه" ده او دا یې یو "غیرذمه دارانه عمل" بللی دی. ‎بلينکن د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزير پارک جين سره ګډې خبري غونډې ته د وينا په مهال وويل، "چین ته زما د پلان شوي سفر په وخت [د بېجنګ] ددغه ګام اخیستلو پرېکړې هغو بنیادي خبرو اترو ته تاوان ورساوه چې موږ ورته تیار وو." ‎بلینکن زیاته کړه چې امریکا له چین سره په خبرو کې د برخې اخیستو ته اراده لري خو وایي اوس به هغه وخت بیجینګ ته بیا سفر کوي چې حالات برابر شي. ‎بېجینګ وایي دا "هوایي کښتۍ" ده چې د بادونو له امله یې لاره بدله کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خوا په یو بیان کې ویل شوي: ‎"هوایي کښتۍ د چین ده. دا یوه سېول هوایي بېړۍ (پوقڼۍ) ده چې د څیړنې لپاره کارول کیږي، په ځانګړي توګه د هوا معلومولو د اهدافو لپاره." ‎د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل بیان کې د امریکا فضایي حدودو ته د خپلې هوایي بیړۍ په ننوتلو افسوس ښکاره کړی او وایي دا کار د انسان له کنټروله د وتلي ځواک په وجه شوی دی.

04.02.2023 ډیوه

اسلام آباد د ترهګرۍ د مخنیوي په هدف ملا هبت الله سره د لیدنې لپاره افغانستان ته پلاوی استوي- چارواکي

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ فبروري څلورمه (سلواغې ۱۵) وویل اسلام آباد په پام کې لري چې کابل ته یو پلاوی واستوي څو د افغان طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده څخه په پاکستان کې د اورپکو په مهار کیدو کې مرسته وکړي.

04.02.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د ویکیپيډیا ویب پاڼه د سپکاوي د موادو خپرولو په تور تړل شوې ده

د پاکستان د مخابراتو دولتي ادارې ېا پاکستان ټېلي کميونيکیشن  اتهارټي د سپکاوي او غېر قانوني موادو د نه لرې کولو په سر د وکي پيډيا وېبپاڼه تړلې ده.  اتهارټۍ وېلي ترڅو چې رپورټ کړی شوي مواد د وکي پیډيا نه لېرې نه کړی شوي نه وي نو په پاکستان کې به یاده پاڼه تر هغې بنده وي. په ټولنيزو رسنيو د وکي پيډيا د رسمي اکاونټ څخه خپور کړی شوي بېان کې ویل شوي چي هغوي د مالوماتو د ټولو انسانانو لپاره د خپرولو په حق باور لري او په پاکستان کې د وکي پيډيا د خدماتو د تړل کېدو مطلب دا دی  چې د نړې پينځم دلويې ابادۍ دهېواد خلک وړيا مالوماتو ته د لاسرسي څخه محروم کړی شول. د انټرنيت او ډېجټل حقونو مبارزينو هم د پاکستان ټيلى کميونيکېش اتهارټۍ دا ګام غندلی او دا یې يو رجعت پسند ګام ګرځولی دی.  دپاکستان ټيلي کميونيکیشن اتهارټۍ وياندې ملاحت عبېد د خالي په ورځ ډيوه سره خبرو کې د نړۍ تر ټولو لویې ان لاین انساېکلو پېډيا خدمات ورکونکې وېبپاڼې په پاکستان کې د سپکاوي د موادو د خپرولو په اساس د تړل کیدو پخلې کړی او نوموړې وېلي چي اتهارټي د وکي پيډيا سره په خبرو ښکېل ده . هغه وایي چې څنګه وکي پيډيا په ګوته کړی شوي د سپکاوي مواد اخوا کړي نو په پاکستان کې به د وېبپاڼې خدمات بحال کړی شي. د ویاندې وېنا وه چې د عدالتي امر لاندې یې د سپکاوي د موادو د لېرې کولو په موخه یې د وکي پيډيا سره  تماس نيولی و او هغوي ته یې د رپورټ کړی شوو موادو د لرې کولو هدایت ورکړي خو زياتوي نه خو وکي پيډيا د اتهارټې د امر تعميل کړی او نه د اتهارټۍ په وړاندې پیش شوي دي. د وکي پيډيا لخوا په ټويټر پاڼه جارى کړې شوى بيان کې ويلي چې په وکي پيډيا کې  کوم مواد شامل دي او ېا کوم ډول مواد پرځاې ساتل کېږي، پدې اړه پرېکړه هغوى نه کوي. وکي پيډيا فاونډېشن ویلي د وکي پيډيا پاڼه داسې ډېزاېن کړې شوې ده چې دا خبره باوري جوړه کړي چې ډېر خلک فېصله کوي چې په وېبپاڼې  کوم مالومات وړاندې کړی شي چې پکې غوره او غېرجانبدار مضمونونه خپاره کړي. په بېان کې زياته کړی شوې ده هيله من دي چې د پاکستان حکومت به د وکي پيډيا فاونډیشن سره د انساني حق په توګه د علم خورولو په عزم کې شامل شي او په پاکستان کې به د وکي پيډيا او وکي ميډيا پروژو ته لاس رسی په سملاسي ډول بحال کړي شي چې داسې د پاکستان ولس د نړې څخه په ګډه علم ترلاسه کوي او خپروي يې. د ډېجټل حقونو وتلي مبارز اسامه خلجي په ټويټر پ د پي ټى ای لخوا د وکي پيډيا پاڼې د بندولو د ګام غندنه کړې او ډيوه سره خبرو کې د انټرنيت د کارونکو د حقونو فعال او د غېر دولتي ادارې بايټس فار ال ډاېریکټر هارون بلوچ وېلي چي وکي پيډيا يو مهم پلېټ فارم دی او له دې څخه زده کوونکي، صحافيان او تحقیق کاران وړيا استفاده کوي. هغه وايي د حکومت لخوا په مبينه توګه د سپکاوي د يوې پاڼې په بنياد د وکي پيډيا د ټولې وېبپاڼې بندول يو بې جوازه اقدام دی او وېره ده له دې بنديز څخه به مالوماتو ته د لاسرسي حق هم مجروح شي. د ډيجيټل حقونو د مبارزينو ترڅنګ خبريالانو أو قانون پوهانو هم د پاکستان د مخابراتو د محکمې دا ګام غندلی دی او دا یې يو رجعت پسنده او په نړيواله کچه د پاکستان د تشخص دپاره نقصاني ګام ګرځولی دی. پاکستان له دې وړاندې په کال 2012 کې هم د مذهب د سپکاوى څخه د ډک فلم د نشر کولو په پلمه يوټيوب هم تر څلورو کلونو د بنديز لاندې ساتلې وو. ښکاره دې وى چې په کال 2020م دسمبر میاشت کې هم پاکستان ټيلى کميونيکیشن اتهارټي د ګوګل او وکي پيډيا پرضد نوټسې جارى کړې وې. پاکستان کې د مذهب سپکاوې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او ددې جرم کوونکي لپاره د تېزندۍ ېا عمر قېد سزا ايښودل شوې ده.

04.02.2023 ډیوه

پر افغان مېرمنو د محدوديتونو ليرې کولو لپاره ولې عملي اقدامات نه‌کېږي؟

له هغې وروسته چې امریکا له افغانستانه ووتله افغان مېرمنې د طالبانو له لوري له ګڼو محدویتونو سره مخ شوې خو د دغو محدویتونو د ليرې کولو لپاره ولې عملي اقدامات نه‌کېږي؟ محمد خاطر پردیس د مرکې په سر کې دغه پوښتنې له ښځینه فعالې سپوږمۍ صافۍ نه کړې. د اغلې صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

04.02.2023 ازادي راډیو

روسیه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د افغانستان لپاره د روسیې حکومت ځانګړی استازی وايي، ټاکل شوې راتلوونکې اونۍ په مسکو کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه تر سره شي چې د سیمې هیوادونو استازې به پکې حضور ولري.

04.02.2023 امریکا غږ

په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان د کرکټ لوبغاړو پرمختګونه کړي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ بورډ له عربي متحده امارتو سره لوبې کوي. د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان لوبغاړو پرمختګونه کړي. کرکټ بورډ د کم عمره ځوانانو لوبډله په کومو معیارونو ټاکي؟ د ازادو سیالیو په یوه لوبه کې د افغان لوبغاړي بری. د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د جایزو لپاره د غوره لوبغاړو او روزونکو نوماندي. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لینک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

04.02.2023 ازادي راډیو

تر متحده ایالاتو وروسته د لاتینې امریکا په هوایي فضا کې هم د چین جاسوسي بالون کشف شوی

د متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټګان جمعه فبروري ۳ (سلواغې۱۴) د لاتینې امریکا په هوایي حریم کې د چین د جاسوسۍ بالون کشف کړ.

04.02.2023 امریکا غږ

د سخت غبرګون وروسته منیر اکرم په ښځو بنديزونو ته د پښتون کلتور ويلو په خبره بخښنه غوښتې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منير اکرم په هغه څرګندونو بخښنه غوښتې چې ویلي یې وو په افغان مېرمنو لګول شوي بنديزونه د مذهب سره تړاو نه لري بلکې دا د پښتنو د کلتور برخه ده، د منير اکرم دغه څرګندونو ته سخت غبرګون ويل شوی او غوښتنه ترې شوې وه چې په خپله خبره بخښنه وغواړي.

04.02.2023 ډیوه

امريکا: پاکستان ته د طالبانو له خطرې د خپلې دفاع حق حاصل دی

امریکا ویلي، د پاکستان خپلواکۍ ته درناوی لري او د ترهګرۍ ضد پرېکړې ته یې درناوی پکار دی. دغه خبره د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت رابطه کار جان کربي وي او اې سره په يوه مرکه کې کړې ده.

04.02.2023 ډیوه

پېښور: اپیکس کمېټۍ ویلي د پاکستانيانو وينه تويوونکي ترهګر به د عبرت نخښه وګرځول شي

د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې د پاکستانيانو وينه تويوونکي ترهګر به د عبرت نخښه وګرځول شي.

04.02.2023 ډیوه

اینټني بلینکن د امریکې په فضا کې د چین د جاسوسي غبارې تر لیدل کېدو وروسته بېجنګ ته سفر وځنډاوه

واشنګټن ـــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د جمعې په ورځ ناڅاپي له دې کبله چین ته خپل سفر وځنډاوه چې د امریکې په فضا کې د چین یوه جاسوسي غباره ولیدل شوه. ټاکل شوې وه چې بلینکن د روانې اوونۍ په اخر کې د چین پایتخت بیجینګ ته سفر وکړي، خو تر سفر څو ګنټې مخکې یې هغه وخت دا سفر وځنډاوه چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکې په فضا کې د خپلې غبارې د الوځولو خبره تایید کړه. اینټني بلینکن د جمعې په ورځ د چین یوه اعلی سفارتکار وانګ یي ته په ټیلیفون وویل چې د امریکې په فضا کې څارونکې غباره پرېښوول "د امریکې د خپلواکۍ او نړیوال قانون ښکاره سرغړونه" ده او دا یې یو "غیرذمه دارانه عمل" بللی دی. بلينکن د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزير پارک جين سره ګډې خبري غونډې ته د وينا په مهال وويل، "چین ته زما د پلان شوي سفر په وخت [د بېجنګ] ددغه ګام اخیستلو پرېکړې هغو بنیادي خبرو اترو ته تاوان ورساوه چې موږ ورته تیار وو." بلینکن زیاته کړه چې امریکا له چین سره په خبرو کې د برخې اخیستو ته اراده لري خو وایي اوس به هغه وخت بیجینګ ته بیا سفر کوي چې حالات برابر شي. بېجینګ وایي دا "هوایي کښتۍ" ده چې د بادونو له امله یې لاره بدله کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خوا په یو بیان کې ویل شوي: "هوایي کښتۍ د چین ده. دا یوه سېول هوایي بېړۍ [غباره] ده چې د څیړنې لپاره کارول کیږي، په ځانګړي توګه د هوا معلومولو د اهدافو لپاره." د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل بیان کې د امریکا فضایي حدودو ته د خپلې هوایي بیړۍ په ننوتلو افسوس ښکاره کړی او وایي دا کار د انسان له کنټروله د وتلي ځواک په وجه شوی دی. ویاند وایي چين به له امريکا سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړي او دغه غيرمتوقع حالت به په ښه توګه سمبال کړي. د امریکې د دفاع وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي وو چې د چین د جاسوسۍ په غباره باندې نظر ساتي چې له ډېره لوړه ځایه د امریکې پر سر درول شوې او وایي داسې ښکاري چې حساس ایټمي مرکزونه څاري. د امریکې یوه اعلی دفاعي چارواکي خبریالانو ته وویل، د ولسمشر جوبایډن، د دفاع وزیر لویډ آسټن او اعلی پوځي چارواکو په غوښتنه پر دې غور وشو چې دا غباره په نخښه کړل شي خو وروسته وویل شول چې پر مځکه د غبارې را غورځېدل به زیات شمېر خلک له خطر سره مخامخ کړي. دغه امریکايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې دغه غباره د امریکې په شمال لوېدیځ کې په داسې ځای کې الوزي چې هلته حساسې هوایي اډې او د تر مځکې لاندې د سټرېټیجیکو توغندیو ډیپوګان دي. پېنټاګون وایي دا غباره یو سخت استخباراتي خطر نه دی، ځکه چې وایي دا د استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې لږ اهمیت لري. د دغه امریکايي چارواکي د معلوماتو له مخې، دغه غباره څو ورځې مخکې د امریکې فضا ته داخله شوې او امریکايي استخباراتو تر دې مخکې څارله. د امریکې د دفاع وزارت ویاند پټ ریډر وایي دا غباره لا هم د امریکې په فضا کې تر څارنې لاندې ده. ریډر وایي غباره اوس مهال د هوایي ترېفیک په نسبت ډېره لوړه الوزي او په مځکه کې خلکو ته کوم پوځي یا فزیکي خطر نه پېښوي. چین په تېرو وختونو کې هم امریکې ته خپلې جاسوسي غبارې استولې دي، خو یو امریکايي چارواکی وایي دا ځل د چین غباره د امریکې په فضا کې تر ډېر وخته پاته شوه.

04.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more