ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د یورپي اتحاد استازي طالبانو ته ویلي چې د خپل حکومت نه بهر د ماهرینو خبرې هم واوري

واشنګټن  - د افغانستان دپاره د یورپي اتحاد خاص استازي ټوماس نېکلاسن په کابل کې د طالبانو د مشرانو سره ملاقات کړی او هغو ته یې مشوره ورکړې چې د خپل حکومت نه بهر د ماهرینو خبرې واوري، ځکه د نېکلاسن په وینا، د افغانستان پخوانی نظام په ملک کې د واک اختیار د انحصار کولو له امله ړنګ شو. ټوماس نېکلاسن چې د طالبانو د حکومت د وزیراعظم نایب مولوي عبدالکبیر سره خبرې کولې، یو ځل بیا په هغو ټینګار وکړ چې افغانستان کې دې د جېنکو سکولونه پرانیزي او د باتجربه افغانانو خبرې دې هم واوري. د دې ملاقات خبر، د طالبانو حکومت جاري کړی خو پخپله د ښاغلي نېکلاسن دفتر تر اوسه د دې لیدنې په اړه مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي. د مولوي عبدالکبیر دفتر د مارچ په څلورمه -د خالي/شنبې په ورځ ناوخته - د دې ملاقات نه پس یو بیان هم جاري کړی او هغه کې یې د ښاغلي نېکلاسن له قوله لیکلي چې، " افغان نجونې او هلکان زدکړه غواړي او موږ هم د دواړو له تعلیم څخه ملاتړ کوو؛ هیله لرم په افغانستان کې د هلکانو او نجونو پرمخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي." بیان زیاتوي چې د یورپی اتحاد له ځانګړې استازي سره په دې ملاقات کې، مولوي عبدالکبیر هغه ته ویلي چې د طالبانو د حکومت دلاندې، د افغانانو د دین او کلتور په چوکاټ کې د بشري حقونو خیال ساتل کیږي. مګر د جېنکو د سکولونو بیا پرانېستل کېدو په اړه یې کومه وعده نده ورکړې.   تر دې وړاندې، د یورپي اتحاد خاص استازي ټوماس نېکلاسن کندهار ته هم سفر کړی و او د طالبانو د خارجه وزارت نګران وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره یې لیدلي و. طالبان چې کله د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان قبضه ولګوله، د شپږم جماعت نه پورته یې سکولونو ته د جېنکو تګ منعه کړ. څو وخته پس یې یونیورسېټو ته هم د جېنکو په تګ بندیز ولګولو. افغانستان کې نوی تعلیمي کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې پیل کیږي، او د دې وخت په رانږدې کېدو، بیا دا فکرمندۍ تازه شوي چې طالبان به د جېنکو پر مخ د سکولونو دروازې پرانیزي او که نه؟ تر اوسه داسې څه نښې نه دي لیدلی شوي. بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د سېکټري جنرل نایبې امېنه محمد هم یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د پنځه سوه (۵۰۰) ورځو نه زیات وخت وشو چې طالبانو په افغانستان کې د جېنکو په ثانوي تعلیم بندیز لګولی، او دا تعلیم د جېنکو یو بنیادي حق دی. امېنه محمد پخپل ویډیویي پیغام کې دا هم ویلي، په هغې معاشرې کې چې جېنکۍ/ښځې اخراج شوي وي، هغه معاشره سمسورېدلی نشي، ځکه "مرغۍ په یو وزر نشي الوتلی". مېرمن محمد اضافه کړې چې تعلیم د اتحاد یو قوت دی کوم چې خلکو سره د ترقۍ اهدافو ته د رسېدو دپاره مرسته کوي. د ملګرو ملتونو د سېکټري جنرل نایبې د نړېوالو امداد کوونکو نه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان سره دې خپلې مرستې زیاتې کړي. په طالبانو باندې په نړېواله کچه دا تنقید دی چې د ښځو او جېنکو بنیادي حقونه یې ندي ورکړي، او ټولشموله حکومت یې هم ندی جوړ کړی چې ټول افغانان ورباندې راغونډ شي. تر اوسه، د پاکستان په شمول، د نړۍ هېڅ کوم ملک په افغانستان کې د طالبانو حکومت ندی تسلیم کړی او له دې اړخه طالبان د فشار لاندې دي. طالبان وایي، نړۍ دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او ورسره دې امداد وکړي، خو د جېنکو د تعلیم، د ښځو د کار او د ټولشموله حکومت مسئلې دې ورسره نه تړي، ځکه د طالبانو په باور، دا د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ده. په همدې حال کې د امریکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په اړه دوه ورځې وړاندې د یو جوړ شوي کانفرانس ګډونوالو د طالبانو لخوا د بشری حقونو په تېریو، په تعلیم او کار کې د ښځو پر بندیز او په هېواد کې د حقاني مدرسو په جوړېدو اندېښنه څرګنده کړه. د زیارت/پنجشنبې په ورځ په امریکا کې د افغانستان د سفارت پخواني کلتوري اتشې نجیب ننګیال په خپلې وینا کې وویل، ملګري ملتونه دې طالبان تر هغو په رسمیت نه پېژني تر څو چې د دې شخړې یو سیاسي حل نه وي راوتلی ځکه د طالبانو حکومت قانوني حیثیت نه لري. د کنفرانس نورو برخه والو له طالبانو وغوښتل چې ښځې جېنکۍ دې تعلیم او کار ته پرېږدي، د بیان ازادي ته دې اجازه ورکړي، د انتقامي کاروایو څخه دې ډډه وکړي، او بین الافغاني خبرې دې اعلان کړي چې د افغانستان پر ستونزو بحث وشي. په دې رپوټ کې د وي او اې افغان سروس نه هم معلومات اخېستل شوي دي.

05.03.2023 ډیوه

په پاکستان کې چاودنو درې تنه وژلي او دوه یې‌ ژوبل کړي- مقامات 

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وايي په دوو بېلا بېلو چاودونو کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. راپورونه وايي چې قربانیان ملکي وګړي دي. چاودنې د خیبرپښتونخوا د «بنو د بکاخېل منډۍ او ټانک ضلعه» کې شوي دي. د بنو پولیس وايي چې تازه چاودنه نن یکشنبه مارچ پنځمه (کب ۱۴) شوې ده او چاودېدونکي مواد په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو. د پولیسو په وینا په دې چاودنې کې دوه لارویان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. پولیس وايي چاودنه هغه مهال شوې ده چې هغوی ته د «طالبانو یو تسلیم شوی قوماندان قادر خان په موټر کې له سیمې تېرېده». ګمان کېږي چې د برید هدف هغه و. امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې تېره ورځ هم د ټانګ ضعلې په «حیدر کلي» کې یوه چاودنه وشوه چې د مقاماتو په وینا یو کس په کې وژل شوی او یو بل ژوبل دی. د دغو چاودنو مسئولیت کومې ډلې نه دی اخیستی. تر دې مخکې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې د اکثریت چاودنو او بریدونو مسئولیت د پاکستاني طالبانو ډلې منلی و. څه موده مخکې په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو په یو مرکز کې دننه ځانمرګی برید وشو چې څه باندې ۱۰۰ تنه په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. د هغه برید مسئولیت هم چا ونه مانه او مقاماتو وویل چې د دې برید په تړاو یې ځینې مشکوک کسان نیولي دي.

05.03.2023 امریکا غږ

د پېښور پوهنتون د امنیت سپروایزر ثقلین بنګښ د سیکیورټي ګارډ په لاس وژل شوی

پېښور پوهنتون کې د امنیت ساتونکي یا سیکیورټي ګارډ د تمانچې په ډز د پوهنتون د امنیت د څارنې مشر (سپروایزر) تقلین بنګښ وژل شوی او امنیت ساتونکی له موقعې تښتېدلی دی. دا په دوؤ اوونیو کې د امنیت ساتونکو لخوا دپېښور په پوهنتونونو کې د وژنو دویمه پېښه ده چې رامنځته شوې ده. تر دې وړاندې په 19مه فرورۍ د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې دانګریزۍ څانګې استاذ ښاغلی بشیر د دغه پوهنتون یو امنیت ساتونکي د نښتې په مهال ویشتلی او وژلی ؤ. څېړونکي وایي نه خو پېښور پوهنتون باندې کله ترهګریز برید شوی اؤ نه ورته داسې څه ګواښونه شته نو بیا ولې دغلته وسلو په لاس ساتونکي ودرول شوي دي اؤ ولې په پوهنتونو کې سرعام د وسلو نمایش کیږي؟ د پېښور پوهنتون دکمیپس پولیسو ډي ایس پي ښاغلي فضل ربي خان پېښور پوهنتون کې رامنځته شوې دا تازه پېښه تاید کړې ده اؤ ویلي یې دي داتوار په ورځ دپوهنتون دسیکیورټي ګارډ په ډز ددغه پوهنتون سیکیورټي سپروایزر ثقلین بنګښ لګیدلی اؤ وژل شوی دی. هغه بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې په ډزو کې وړومبی ثقلین بنګښ سخت ژوبل شوی ؤ خو هسپتال ته له رسول کیدو وروسته یې د زخمونو توان رانه وړلو اؤ ساه یې ورکړه. د پولیسو مشر دا پېښه اتفاقي بللې ده اؤ ویلي یې دي دسیکیورټي ګارډ نه د دروازې خلاصولو په مهال تمانچه غورځېدلې اؤ ډزیدلې ده چې له امله یې سپروایزر ثقلین بنګښ لګیدلی اؤ مړ شوی دی. هغه ویلي دپېښې په مهال ثقلین بنګښ دامنیتي انتظاماتو جاج اخستو چې دسګمه امنیتي کمپنۍ د یو ساتونکي مسعود دتمانچې نه د وتلې ګولۍ ښکار شوی اؤ خپل ژوند یې دلاسه ورکړی دی. د پولیسو مشر وایي تر پېښې وروسته سیکیورټي ګارډ تښتېدلی اؤ پولیسو دپېښې پلټنې پیل کړې دي. په نولسمه فرورۍ دپېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې دشیرمحمد په نوم یو سیکیورټي ګارډ ددغه پوهنتون دانګریزي څانګې په یو پروفیسر ښاغلي بشیرمحمد ډزې کړې وې اؤ هغه یې وژلی ؤ. تر دغې پېښې وروسته سیکیورټي کارډ شیرمحمد له موقعې تېښتېدلی ؤ خو دوه ورځې وروسته هغه دخېبر پښتونخوا دجنوبي سیمې کرک څخه پولیسو نیولی ؤ چې اوس په جوډیشل ریمانډ زندان کې پروت دی. څېړونکی اؤ خبریال رفعت الله اورکزئ وایي دپېښور په تاریخي تعلیمي درسګاه کې پرله پسې د وژنو مخې ته راتلونکې پېښې افسوسناکې دي اؤ حکومت ته به ددې مخنیوي لپاره چټک ګامونه پورته کول وي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي رفعت اورکزي وویل دا دحیرانۍ خبره ده چې نه خو پېښور پوهنتون باندې کله ترهګریز برید شوی اؤ نه ورته داسې څه ګواښونه شته نو بیا ولې دغلته وسلو په لاس ساتونکي ودرول شوي دي. هغه وایي په یوه تعلیمي اداره کې د وسلې سرعام نمایش د زده کوونکو په ذهنونو هم ناوړه اغېز کوي ځکه چې زده کوونکي دغه تعلیمي ادارو له زده کړو لپاره ځي اؤ هلته چې هغوئ وسلې اؤ قتلونه ویني نو په ذهنونو به یې څه اثر کیږي ؟ رفعت اورکزی وایي د اسلامیه کالج د پېښې نه وروسته معلومه شوه چې دپېښور پوهنتون زیاتره ساتونکي دپوځ نه ریټایرډ شوي کسان دي اؤ کوم خلک چې پوځ ریټایر کوي‌ نو دهغې مطلب دا وي چې دغه تن نور دخدماتو ورکولو جوګه نه پاتې نه وي خو دا چې دغه ریټایرډ پوځیان بیا تعلیمي ادارو کې ځائ پرځائ کولی شي نو دهغې به هم داسې خرابې نتیجې مخې ته راځي. هغه وایي که په تعلیمي ادارو کې په پروفیسرانو اؤ افسرانو داسې ډزې کیږي اؤ وژل کیږي نو دا ډیره داندېښنې وړ خبره ده اؤ پکار ده چې دپوهنتون انتظامیه اؤ صوبایي حکومت د ټولو سیکیورټي مامورینو ریکارډ چیک کړي اؤ دهغوئ څخه ریټایرډ ملازمین وباسي. نوموړي دا هم وویل چې دتعلیمي ادارو دننه باید د وسلو په نمایش بندیز ولګول شي ځکه چې دې ادارو ته هیڅ امنیتي ګواښ نه دی متوجې.

05.03.2023 ډیوه

طالبان به نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي؟

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي طالب چارواکو ته ویلي، دوی له افغانانو سره د مرستو دوام ته ژمن دي. نوموړي ټینګار کړی چې، ټول افغانان د تعلیم او تحصیل برابر حق لري، حق غواړي او موږ هم د دواړو له زده‌کړو ملاتړ کوو. توماس نېکلاسن د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د هلکانو او نجونو دواړو په مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. زموږ همکار مرسلین ارسلا، پر همدی موضوع د ښځو د حقونو له فعالې، ښایستې صافۍ سره مرکه کړی او په پیل کې یې ترې پوښتلي، اوس چې د نوي تعلیمي او تحصیلي کال پیل ته څو محدودې ورځې پاتې دي، نو هیلې شته چې طالبان دې نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.03.2023 ازادي راډیو

بنو او ټانک ضلعو کې چاودنې - درې کسان وژل شوي، دوه ژوبل

د خېبرپښتونخوا د بنو سیمې په بکاخېل منډۍ او ټانک ضلعه کې شوو بیلا بیلو چاودنو کې درې ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټبیان شوي دي. پولیس دا پېښې تاییدوي او وایي دا پېښې د بنو بکاخېل او د ټانک په حیدر کلي کې شوې دي. د بنو پولیسو په وینا چاودنه نن غرمه د بکا خېل منډۍ سیمه کې دسړک د پاڅه شوې چې دغلته په یو موټر سایکل کې چاودیدونکي مواد پرځای کړل شوي وؤ. د دوی په وینا چاودنه کې دوه لاروي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي چې بنو سیمه کې روغتون ته وړل شوي دي. د پولیسو وینا ده چاودنه هغه مهال شوې چې حکومت ته تسلیم شوي د طالبانو مهم کمانډر قادر جان په شخصي ګاډي کې روان وو او زیات امکان څرګندیږي چې ددې چاودنې هدف د طالبانو پخوانی کمانډر و خو هغه ته چاودنه کې کوم زیان نه دی اووښتی. ویل شوي له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه ګیره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي . د دې پېښې ترڅنګ تیره ورځ د ټانک ضلعې په حیدر کلي کې یوه چاودنه شوې چې پکې یو تن وژل شوی دی. د ټانک ضلعې دصدر تاڼې پولیس چارواکي وایي د وژل شوي تن په موټر سایکل کې بارودي توکی پرځای کړل شوي وو خو دا نه شي ویلی چې هدف یې څوک و؟ دا پېښې په داسې حال کې رامنڅته شوې چې د لکی مروت او بنو ضلعو په زیاتره سیمو کې د امنیتي اندیښنو له امله دموبایل فون اسانتیاوې ځنډول شوي او د امنیتي ځواکونو لخوا د وسله والو پرضد عملیات دوام لري. د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات خان تیره ورځ د بنو سفر کړی اؤ په دغه مهال هغه د پولیسو دستاینې په ترڅ کې ویلی وؤ د ترهګرۍ په وړاندې د خیبر پښتون خوا او په ځانګړي ډول د بنو ډویژن پولیس په ډیر زړورتیا سره په لومړي صف کې ولاړ دي چې دسرونو په تاوان د ولس ساتنه کوي. د پولیسو مشر ویلي وؤ د ترهګرۍ او نورو شرخوښو عناصرو مخنیوي د پاره پولیسو ته نورې وسلې او جدید مهمات ورکړل کیږي چې د ناامنۍ مخه ونیول شي . د صوبې د بولیسو مشر دا خبرې په داسې حال کړي چې په دې ورستیو کې په بولیسو د بریدونو کولو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تېرماښام هم د ډيره اسماعیل خان دکلاچۍ تاڼې په روهړي پوسته ترهګرو د راکټ لانچرو حمله کړې ده چې دپولیس په وینا یو عسکر پکې ژوبل شوی دی. له دغه برید وروسته داتوار په ورځ دخېبر پښتونخوا پولیس مشر اخترحیات ګنډاپور ډیره اسماعیل خان سیمې ته رسیدلی دی اؤ هلته یې پولیس دربار ته خپله وینا کې هوډ ښکاره کړی چې پولیس به د ولس دحفاظت لپاره دترهګرو مخې ته په کلکه ولاړ وي.

05.03.2023 ډیوه

د امریکا تر ټولو جګپوړی نظامي قوماندان سوریې ته تللی

د امریکا د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي شنبه مارچ ۴ (کب۱۳) د سوریې په شمال ختیځ کې د میشتو امریکایي او ائتلافي ځواکونو سره وکتل.

05.03.2023 امریکا غږ

د بریتانیا شهزاده: یو شمېر بریتانوي سرتیري په افغانستان کې له جګړې سره موافق نه وو

د بریتانیا شهزاده هري ویلي چې د برتانیې یو شمېر سرتیرو په افغانستان کې د دغه هیواد د نظامي هڅو ملاتړ نکوی.

05.03.2023 امریکا غږ

ارزګان د کورونو سرپرستې مېرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

ارزګان کې يو شمېر هغه مېرمنې چې نالوستي دي او اوس د کورنيو مسؤليتونه ورتر غاړې دي، له بېلابېلو ستونزو شکايت کوي. يوې نجلۍ ازادي راډيو ته وويل: "که ما زده‌کړې کړي وای اویا مې کوم کسب زده‌کړی وای، نو اوس به ماهم دنده درلودی او خیرات به نه ټولولی." د بې شمېره ارمانونو سره دا پېغله شاوخوا دوې لیسزې د کور په څلور دېوالۍ کې د ژوند له پرمختګونو بې برخې ساتل شوې ده. دا کامله نومیږي، ۲۹ کاله عمر لري، د څلورو ماشومانو مور ده. د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکې ده او مېړه یې د تېرې ۲۰ کلني جګړې پر مهال د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی. دې ته اوس د کورنۍ د پالنې مسولیت ورله غاړې دی. کاملې ازادي راډيو ته وویل، که طالبانو د خپلې تېر ځلې واکمنۍ پر مهال دا او د دې په شان نورې نجونې زده‌کړو ته پرې ايښې وای، نن به یې چاته د خیرات لاس نه غځولی. نوموړې وايي: "زما پر زړه دا ارمان پاتې دی چې کاش زده کړې مې کړي وای. اوس به مې کوم ځای دنده لرلای او معاش به مې درلودای. کور ته به مې ګټه راوړلای. اوس نو نالوستې پاتې شوې یو. اوس مو ارمان دا دی چې ښځو ته خپل حقوق ورکړل شي. او د نجونو پر مخ ښوونځی خلاص شي چې زموږ د ماشومانو راتلونکی روښانه شي ځکه له موږ څخه خو هر څه پاتي شول دا دی ټوله ورځ خیرات ټولوو." دا یوازي کامله نه‌ده چې زړه یې د وخت له واکمنو طالبانو او د سیمې د خلګو څخه د ګیلو ډک دی، بلکې په ارزګان ولایت کې زرګونو ښځې همداسې د څلور دېوالونو تر شا له پرمختګ او زده‌کړو لیرې ساتل شوې دي. له دغو ښځو یوه بله د ارزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اوسیدونکې ده، دا پښتنه نومیږي او وايي، د طالبانو د تېرې دورې پر مهال له زده‌کړو پاتې شوې ده. دا وايي، طالبان باید د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازي خلاصې کړي چې د افغانستان نیمايي نفوس یو ځل بیا بې برخلیکه نه‌شي. دا مېرمن وايي: "زه وایم کاش خیاطي مې زده وای، کاش زده‌کړې مې کړي وای اوس به مې خپلو ماشومانوته حلاله نفقه برابرولای. دا چې زه نالوستې یم او زده‌کړې مې نه‌دي کړې، نو موږ خوار او زار یو او په کور کې د سهار او ماښام ډوډۍ نه‌لرو، په لسو ورځو کې موږ په کور کې پخلی نه‌دی کړی." د څلورو دېوالونو تر شا او په شنو چادریو پوښل شوې دا مېرمن چې له بیرې خپل غږ نه‌شې پورته کولای، له نړیوالو غوښتنه کوي چې د دوی حقوقو لپاره دي پر طالبانو فشارونه زیات کړي. نوموړې وايي: "زموږ غوښتنه له نړیوالو څخه دا ده چې باید زموږ د حقوقو په تر لاسه کولو کې راسره مرسته وکړي تر څو موږ له خپلو حقوقو څخه برخمنې شو." له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بېرته پر افغانستان واکمن شوي، په تېرو شاوخوا ۱۷ میاشتو کې یې تر بل هر څه ډېرې توصیې او فرمانونه يې د ښځو په اړه کړي دي چې په نتیجه کې يې افغان ښځې شکایت کوي چې د دوی ژوند محدود شوی دی.

05.03.2023 ازادي راډیو

ملګري ملتونه: جنورۍ میاشت کې مو ۴۵۰زره ښځو او نجونو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې، په دغه هیواد کې ۴۵۰زره ښځو او نجونو ته روغتیايي خدمات رسولي دي.

05.03.2023 امریکا غږ

توماس نېکلاسن طالب مشرانو ته: د نجونو ښوونځي پرانيزئ او ټول‌شموله حکومت جوړ کړئ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن د طالبانو له‌خوا د واک په انحصار نیوکه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان تېر حکومت همدې انحصار ونړاوه. هغه دا خبره د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې کړې. د مولوي عبدالکبیر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دې لیدنه کې چې د اروپايي ټولنې شارزدافیرې رافایلا یودیچي هم په کې ګډون کړی و، توماس نېکلاسن ویلي، طالبان دې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلا مشورې هم واوري. توماس نېکلاسن همدا ډول د نجونو پر زده‌کړو د ټینګار تر څنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې. دا له نږدې پنځه میاشتو وروسته له طالب چارواکو سره د توماس نېکلاسن لیدنه ده چې د افغانانو د حقونو په خوندیتوب یې په‌کې ټینګار کړی دی. نوموړي د روان میلادي کال په مې میاشت کې هم له طالب چارواکو سره پر د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د نقض شویو حقونو او پر دوی د لګولو شویو محدودیتونو د لرې کولو په اړه خبرې کړې وې، چې په ښکاره ډول یې کومه نتیجه نه‌ده ورکړې. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همدا ډول له افغانانو سره د بشري مرستو په دوام هم تاکید کړی او تر خوا یې د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې. د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر لیکي، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر هم ویلي، له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي، د ټول‌شموله حکومت جوړېدو ته ژمن دي او تر څنګ یې دیني او عصري زده‌کړې د هر افغان دیني او بشري حق بولي. خو پر طالبانو نیوکه کېږي چې، له ژمنو سره سره یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو او د پوهنتونونو د پرانستو لپاره هیڅ عملي ګام نه‌دي پورته کړی. ترڅنګ یې د حکومت ټولې لوړې چوکۍ د خپلو کسانو ترمنځ وېشلي او په ټېټه کچه یې هم ډېر شمېر پخواني کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د خپلې ډلې کسان ګمارلي دي. خو له دې ټولو سره سره، طالبان خپل اوسنی رژیم همه‌شمول ګڼي، هغه ادعا چې د نړیوالې ټولنې او خپله د افغان سیاسیونو او افغانانو له‌خوا پرې نیوکه شوې. په ورته وخت کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دفتر هم په یو توېټ کې لیکي، چې ښاغلي کرزی سره د مرکزي ولایتونو د یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو په کتنه کې، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو په پرانیستلو او دندو ته د ښځو د بېرته ګرځېدوغوښتنه شوي. خبرپاڼه زیاتوي، دې لیدنه کې په افغانستان کې د تل‌پاتې ثبات لپاره د ملي ډیالوګ په پیل هم ټینګار شوی دی. له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه هم همدا ده چې په واک کې د ټولو افغانانو د ګډون لپاره زمینه برابره کړې او د دې کار لپاره اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ په ملي کچه خبرې پیل شي. خو طالبانو تر اوسه د دې ډول خبرو د پیل لپاره هیڅ عملي ګام نه‌دي پورته کړی.

05.03.2023 ازادي راډیو

نیکلاسن طالبانو ته: د متخصصو افغانانو مشورې واورئ، همدغه انحصار تېر حکومت سقوط کړ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو خلاصولو ترڅنګ له نوموړي غوښتي چې حکومت دې د باتجربه افغانانو مشورو ته هم غوږ شي.

05.03.2023 امریکا غږ

سعودي کې تیرو ۴ میاشتو کې ۶ تنه اعدام شوي

سعودي عربستان شنبه مارچ ۴ (کب۱۳) دوه کسان اعدام کړل چې پدې سره پدې هیواد کې په روان میلادي کال کې د اعدام شویو کسانو شمیر ۶ تنو ته ورسید.

05.03.2023 امریکا غږ

د ایم فِل فارغه ځوان:‌ "یو بېروزګاري شي بل د ټولنې پېغور نو بس ځای بدل کړو نور به څه وکړو"

واشنګټن ــــ په پاکستان کې زیاتې ګرانۍ، خراب اقتصادي حالت او بې روزګارۍ د بې تعلیمه خلکو غوندې په لکونو داسې ځوانان هم د بې روزګارۍ ژوند ته مجبور کړي چې اعلی تعلیمونه یې کړي دي. رحیم الدین د خيبر ضلعې یو تعلیم یافته ځوان دی، ایم فِل یې کړی دی او وايي "یو چې بې روزګاره شې او بیا ټولنه پېغور درکوي نو بس ځای بدل کړو نور څه وکړو". رحیم الدین وایي "مخکې خو ژوند داسې وو چې تنخا به راتله بس خرچه به پوره کېده خو چې بچي دې وي، خوارک وي، سکول وي او خرچه وي نو دا هر څه پیسه غواړي ولې چې بې روزګاره یې نو څه به کوې".  رحیم الدین وایي نوکري یې کوله خو بیا په کرونا کې فنډونه بند شول او بې روزګاره شو. د وي او اې ډیوه په «لویه خیبر پښتونخوا» خپرونه کې هغه وویل چې نور ډېر ملګري یې هم بې روزګاره شوي دي. هغه زیاته کړه چې "یو دې دومره تعلیم هم کړی وي او بیا دې روزګار هم کړی وي او بیا بې روزګاره شې نو انسان د ډېر ذهني فشار سره مخ شي". نړیوال بېنک په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي د کرونا وبا د بدو اغېزو په نتيجه کې په پاکستان کې 1.6میلينه ځوانان بې روزګاره شوي وو. سوشیالوجیسټ محمد سعید شاه وایي یو سړی چې بې روزګاره شي بیا هم د ژوند ضرورتونه لري، خېټه یې شته، خوراک به کوي، ماشومان به سکول ته لېږي نو د دې ضرورتونو پوره کولو لپاره بیا بله لار ګوري که جایز وي او که ناجایزه.  سعید شاه زیاته کړه، کله چې یو سړی د کور ضرورتونه نه شي پوره کولای،‌ د کور بوج خو پرې وي نو بیا ذهني مسلې او په کور کې جنګ جګړې زیاتې شي.   په ټولنې نظر لرونکي محمد سعید شاه په «لویه خېبرپښتونخوا» خپرونه کې وویل چې که کرونا وي که نور څه وجوهات وي خو چې څوک بې روزګاره شي نو په ټولنه کې یې عزت ختم شي، "څوک ورله قرض نه ورکوي او ماشومان یې په ښو سکولونو کې سبق نه شي ویلی".  د پښتونخوا د تاجرانو د اتحاد مرستيال مشر شاهد حسين وي او اې ډيوه ته وايي، د کرونا وبا تاثير شته او هغه دا ګڼي چې د نړيوال بېنک په رپورټ کې د ورکړل شوو شمارو نه لا زيات ځوانان د روزګارونو نه ويستل شوي وي. په دی اړه وي او اې ډیوه د حکومتي چارواکو سره رابطه کړې ده خو ځواب یې نه دی ویلی. رحیم الدین چې یو تعلیم یافته بې روزګاره ځوان دی وایي، ټولنه ورته د بې روزګارۍ پیغور ورکوي، وایي دی د ډېرو خلکو نه اوري چې هغه بل تن بې تعلیمه دی خو پیسې یې وګټلې او تا دومره تعلیم هم کړی بیا هم بې روزګاره یې: "خلک راته وایي خپل وخت دې ضایع کړو، چې راسره ځواب نه وي نو بس بیا ځای بدل کړم، نور خو څه نه شم کولی". په خپرونه کې رحیم وویل چې یو ملګری یې تعلیمیافته دی اوس بې روزګاره شوی دی، د کور نه ورسره مرسته هم نه شته او نه ورته پیسې پاتې دي چې کاروبار پرې پیل کړي، نو هغه او داسې نور تعلیمیافته ځوانان پېژني چې د زړه ماتي ژوند کوي.  رحیم الدین وایي حکومت دې سرکاري نوکرۍ نه ورکوي مګر يوه شخصي نوکري دې وي خو چې وي ځکه چې په روزۍ پسې مسافر نه شي.  سوشیالوجیسټ محمد سعید شاه په خپرونه کې وویل  تعلیمیافته وي او که بې تعلیمه خو چې بې روزګاره وي نو بیا به د رزق د پاره مسافري کوي او رزق که وګټي هم خو د خپل خاندان او بچو نه لرې پاتې شي او تربیت یې ونه کړی شي. ښاغلي وویل چې دا هر څه د ریاست ذمه واري وي خو کمزوری ریاست د خپل وګړي خیال نه شي ساتلی. د نړېوال بېنک له خوا دغه رپورټ په داسې حال کې خور شوی چې د پاکستان اقتصادي وضعیت په دې ورځو کې د سخت مشکل سره مخ دی او د حکومتي شمېرو ترمخه په کال 2022 کې لږ تر لږه اته لکه خلک د پاکستان نه بهر هېوادونو ته د کار موندلو د پاره تللي دي چې پکې 156,000 هنرلرونکي کسان هم شامل دي.

05.03.2023 ډیوه

د جرمني صدراعظم: افغانستان او ايران کې له ښځو سره تاوتريخوالی د منلو نه‌دی

د افغانستان او ایران د ښځو او نجونو وضعیت دا وروستۍ ورځې د نړۍ د مشرانو د ویناو مهمې برخې جوړوي. د جرمني صدراعظم اولاف شولز په یوه پيغام کې ویلي چې، افغان او ایرانۍ ښځې له ډېرو سختیو سره مخې دي. نوموړي ويلي: "په ایران او افغانستان کې له هغو ښځو سره چې د خپلو حقونو لپاره ودریږي سخت چلند ورسره کېږي. ټول هغه چې د ازادۍ او عدالت لپاره ودریږي حتی خپل ژوند په خطر کې اچوي. دا د نه بښلو وړ ده. جرمني په ښکاره ډول د هغو کسانو سره ولاړ دی چې د خلکو او د ښځو د حقونو څخه دفاع کوي." صدراعظم شولز دا څرګندونې د مارچ اتمې ښځو نړیوالې ورځې (د ښځو د پيوستون نړیوالې ورځې) په درشل کې په یوه ویډیويي پيغام کې کړي چې د شنبې په ورځ خپرې شوي. د جرمني صدراعظم په اقتصاد، سیاست او نورو ټولنیزو برخو کې د ښځو پر مساوي حقونو او ونډې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، هېواد یې د دې هدف د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. تر دې مخکې د جرمني او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملګرو ملتونو سرمنشي د بشري حقونو د شورا په ۵۲ ناسته کې د افغانستان او ایران پر بشري وضعیت په تېره بیا د ښځو په وړاندې لګېدلي بندیزونه د نه منلو وړ وبلل. په افغانستان کې څه باندې ۵۳۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې نجونې له پوهنتونو هم منع شوي دي. طالبانو په دې بندیزونو سربېره په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو د کار مخه هم نیولې. په دې سربېره ګڼې ښځینه فعالانې د طالبانو په تېره څه باندې یو نیم کلنه دوره کې د مظاهرو پر مهال نیول شوي او اکثرو یې له سختو ځورونو شکایت کړی. اخوا په ایران کې هم د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهیسې حکومتي ځواکونه د هغو مظاهره چیانو په سختې ځپنې تورن دي چې د مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته د ښځو په ملاتړ لاریونو ته راوتلي دي. په تر ټولو تازه پېښو کې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د ښوونځیو سلګونه نجونې د ګازو په کارونې مسموم شوي. د ازادې اروپا فردا راډیو د راپور له‌مخې په تهران کې د شنبې په ورځ د نجونو سلګونه میندو او پلرونو مظاهره وکړه او په افغانستان او ایران کې یې د نجونو د تعلیم د مخنیوي هڅې وغندلې او د افغانستان د طالبانو او د ایران د اخوندانو د رژيمونو پر ضد یې د (مرګ) شعارونه ورکول. طالبانو ژمنې کړي چې، د نجونو د تعلیم لپاره زمینه برابروي خو د نړۍ له فشارونو سره سره یې په دې اړه لا کوټلي ګامونه نه‌دي اخیستي. په افغانستان او ایران کې تر دې مخکې هم ګڼو ښځینه فعالانو او مظاهره چیانو له یو بل سره د یووالي هڅې کړي او په خپلو لاریونونو کې یې په یادو دواړو هېوادونو کې د ښځو د حقونو سرغړونې غندلې دي.

05.03.2023 ازادي راډیو

طالبان دعوه کوي چې په هرات کې یې د یوې ښځې په ګډون د داعش ډلې شپږ تنه وژلي دي

واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي امنیتي ځواکونو یې په لوېدیځ ولایت هرات کې د داعش خراسان ډلې د وسلوالو خلاف عملیات کړي او د یوې ښځې په ګډون یې شپږ تنه وژلي دي. دا لومړی ځل دی چې طالبان له داعش سره د تړلې ښځې د وژلو خبر ورکوي. پر ټولنیزو رسنیو د دې پېښې دوه ډوله وېډیوګانې خپرې شوې دي، یو هغه چې په تیاره کې د ډزو اوازونه پکې اورېدل کېږي او بل هغه چې د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوي کسان پکې لیدل کېږي، په دوی کې یو سپین ږیری او یوه ښځه هم ښکاري او په ظاهره داسې ښکاري چې طالبان له مړیو سره "غیرانساني چلند" هم کوي. په هرات کې د طالبانو د پولیسو ویاند عبدالله انصاف وایي دغه عملیات د جمعې او شنبې- خالي په منځنۍ شپه د هرات ښار د څوارلسم امنیتي زون په «رباط کابلي» سیمه کې شوي دي. انصاف رسنیو ته په خبرو کې دعوه کړې چې د داعش څو غړي په یو کور کې اوسېدل چې د دوی ځواکونو محاصره کړل او بیا د دواړو اړخونو تر منځ‌ شاوخوا یوه ګنټه جګړه وشوه: "امنیتي ځواکونه هغې سیمې ته ورغلل او د دوی تر منځ تېزه جګړه وشوه چې په نتیجه کې یې د داعش ډلې هغه شپږ تنه و وژل شول چې مخکې په دغه کور کې اوسېدل". د طالبانو د پولیسو چارواکي وایي په وژل شویو کسانو کې یوه 28 کلنه ښځه او یو بهرنی وګړی هم شامل دی خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ښځه څوک او بهرنی وګړی د کوم ملک دی او پاته نور څلور کسان څوک دي. ازادو سرچینو تر اوسه دا نه ده تایید کړې چې وژل شوي کسان ریښتیا هم د داعش خراسان ډلې وسلوال دي که نه، ځکه چې ځینې افغان څېړونکي پر طالبانو تور لګوي چې په وروستیو کې یې خپل ځینې نظریاتي مخالفین د داعش په نوم په عملیاتو کې وژلي دي. پر ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو لیکلي چې په دې نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په هرات کې د طالبانو د والي یا ګورنر ویاند مولوي نثار احمد الیاس وایي په جګړه کې یواځې یو طالب عسکر ټپي شوی دی. په هرات کې د طالبانو د پولیسو ویاند عبدالله انصاف وایي له وژل شویو کسانو یې دوه کلاشینکوفونه، درې توپنچې، یو دوربین او څو موبایل ټیلیفونونه هم تر لاسه کړي دي. داعش خراسان ډلې تر اوسه په عملیاتو کې د طالبانو له دعوو سره سم د خپلو غړو د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د طالبانو چارواکو ویلي وو چې د فرورۍ پر 17مه یې د کابل په خیرخانه سیمه کې هم د داعش ډلې پر یو پناه ځای باندې علمیات کړي او په هغه کې یې د دوو تنو د وژل کېدو او یو بل تن د نیولو دعوه کړې وه. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فرورۍ پر 26مه رسنیو ته ویلي وو چې په وژل شویو کسانو کې د داعش خراسان ډلې د پوځي عملیاتو مشر قاري فاتح هم شامل دی. طالبانو پر افغانستان تر واکمنۍ وروسته په تېر شاوخوا یونیم کال کې تل دعوه کړې چې داعش په دې هېواد کې ښکاره کوم ځای او مرکز نه لري خو دې ډلې د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د لویو بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.

04.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more