ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

13.07.2023 امریکا غږ

پاکستاني او چينايي چارواکي وايي سيپېک راهداري د قرضو لومه نه بلکې د ترقۍ منصوبه ده

واشنګټن - د پاکستان او چین چارواکو په بيجنګ کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) د منصوبو جاج اخستی او ویلي يې دي چې دې منصوبې د پاکستان په پرمختیا او د دواړو ملکونو ترمنځه په تجارت سېوا کولو کې اهم رول ادا کړی. ‎امریکا ګڼي چين پاکستان د قرضو په دام کې راګیروي خو پاکستان او چین دغه تورونه ردوي. ‎د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کابینې د غړو سره په شریکه د سيپېک په اړه شوې غونډه کې برخه اخستې ده او په دې موقع يې ويلي ‎د سي پيک منصوبه د پاکستان د ټولنيز اقتصادي پرمختیا د پاره اهمه ده او د ده حکومت د منصوبې نه پوره پوره ګټو پورته کولو ته ژمن دی. ‎ د پاکستان دننه په وروستيو کې په چینايي مفاداتو سېوا کېدونکو وسله والو بريدونو چينايي مشران انديښمن کړي دي. دوی د پاکستان نه غوښتنې کوي چې د چینايي وګړو د تحفظ د پاره ګامونه پورته کړي. ‎ځینې ناقدين د امنیت او د پور د پيسو د واپس کولو په سر د فشار راتلو خبرداری ورکوي او وایي په غونډه کې هیڅ لوړ پوړې چينايي چارواکي ګډون نه دی کړی. ‎دوه میاشتې وړاندې په پېرس کې د لیدلو په وخت د چین وزیراعظم لي کیانګ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نه د ترهګره ډلو خلاف د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړی وه. ‎د چين وزیراعظم  ويلي وو چين تمې لري پاکستان به په خپل هېواد کې د بیلا بیلو ترهګرو ډلو خلاف د نتیجې وړ او کوټلي عملیات وکړي او د چینايي ادارو او وګړو تحفظ به یقيني کړي. ‎د نومبر په میاشت کې چې کله شهباز شریف د چین د صدر شي جین پینګ سره ملاقات کړی وو په هغې کې هم ورنه په پاکستان کې د چينايي وګړو او منصوبو د تحفظ غوښتنه شوی وه. ‎د دواړو هېوادونو چارواکو د سيپېک منصوبه د پاکستان د بنیادي اډاڼې او د توانایۍ او د ټولنیزې  پرمختیا منصوبه بللې او ویلي يې دي چې په تېرو لسو کالو کې په دوه اړخیز تجارت کې هم اضافه رامخې ته شوې ده. ‎د چين د قامي پرمختیا او اصلاحاتو کمېشن مرستیال مشر کونګ ليانګ ويلي په تېرو لسو کالو کې پرله پسې تر اتو کالو پورې چین د پاکستان تر ټولو غټ تجارتي ملګرې پاتې شوی دی. ‎په کال 2022م کې د دواړو ملکونو ترمنځ دوه اړخیز تجارت 26.5 ارب ډالره ته رسېدلی دی. په پاکستان کې وړومبۍ «سب وې» او د جديد «اېکسپریس وې» ځینې برخې د مکمل کېدلو وروستو د ټرېفیک د پاره خلاصې شوې دي.   ‎د سيپېک منصوبې د لس کاله پوره کېدلو په وخت بېجنګ کې د ګډې همکارۍ کمېټۍ د دوولسمې غونډې په وخت چارواکو وویل چې دې منصوبې په دواړو هیوادونو کې د اوچت معیار ترقي رامخې ته کړې ده. ‎د سيپېک منصوبې د روڼتیا په اړه خپله په پاکستان کې دننه او په نړیواله کچه پرله پسې پوښتنې راپورته شوي دي. مغربي چارواکي او په خاصه توګه امریکا تور لګوي چې د چين قرضې د هیوادونو د راګیرولو یو دام دی. پاکستان او چین دغه نیوکې او تورونه ردوي. ‎د پاکستان د منصوبه بندۍ او د ترقۍ د پاره مرکزي وزیر احسن اقبال ویلي چې د سيپېک منصوبې په پاکستان کې د نتیجې وړ ترقي رامخې ته کړې ده. احسن اقبال د ډیټ ټرېپ یعني د قرضونو د دام تورونه رد کړل. ‎احسن اقبال ويلي دې منصوبې د پاکستان سره د توانایۍ د کمي په قابو موندلو او د بنیادي اډاڼې په ترقۍ کې مرستې کړې دي او وايي د سيپېک په منصوبو کې د قرضونو دام نشته: "دې خلکو ته روزګارونه ورکړي دي، دې پاکستان سره په نوو ټیکنالوجیو پوهېدلو کې مرستې کړې دي. نقادان سوځي ځکه چې د دوی سره د ورکولو د پاره څه هم نه شته". ‎د سيپېک منصوبه په کال دوه زره دیارلسم کې شورو شوې وه او دعوې شوې وې چې دا به پاکستان په سیمه کې د کاروبار مرکز جوړ کړي. ‎د دواړو ملکونو چارواکي وايي چين نیغ په نیغه د 25 ارب ډالرو نه زیاته سرمایه کاري کړې ده او تمه ده چې په کال 2030م کې دا 62 ارب ډالرو ته ورسېږي. ټاکل شوې چې تر هغه وخته پورې به د یو شمېر صنعتي‌ زونونو په ګډون د سيپېک ټولې منصوبې پای ته ورسيږي. ‎د پاکستان د سېنټ د فاع کمیټۍ مشر مشاهد حسين په دې اړه وايي چين ګڼي چې د امنیت مسله د سيپېک د پرمختیا په لاره کې خنډ جوړیږي. هغه وايي چينايي مشران په پاکستان کې د خپلو وګړو او د ادارو د امنیت په اړه پرله پسې غوښتنې کوي له دې معلوميږي چې پاکستان د چينايي کارمندانو تحفظ نه دی يقيني کړی چې دا د پاکستان او چين په اقتصادي همکارۍ او په پاکستان کې دچین په سرمايه کارۍ ډېرې بدې اغېزې لرلی شي. ‎په کال 2021م د جولای په میاشت کې نهه چینايي وګړي په یو ګاډي شوي ځانمرګي برید کې وژلی شوي وو.‌ دوي په داسو ډیم کار کاوه. چا د بريد پړه نه وه منلې او پاکستان يې هم د پلټنو معلومات نه دي‌ شریک کړي. ‎دغسې په 2022م د اپریل په میاشت کې یوې ښځینه ځانمرګې حمله کوونکې په کراچۍ کې درې چینايي استاذان وژلی وو. ځینې سرچینې وايي چیینایي چارواکو ته د استخباراتو د لارې معلومه شوې ترهګر په اسلام اباد کې د چین سفارت په نخښه کول غواړي. ‎څېړونکي وايي د پاکستان د اقتصادي ستونزو او د وسله والو د بریدونو په وجه په سيپېک منصوبو کار ورو شوی دی. ‎د واشنګټن په څیړنیزه اداره ویلسن سینټرکې د جنوبي ایشیا د چارو څیړونکي مایکل کوګلمین په یو لیکلي پيغام کې وي او اې ته ويلي د سيپېک په اړه ډېرې دعوې شوې وې خو دغه منصوبه په خپلو هیلو کې پاتې راغلې او په خاصه توګه د توانایۍ د اډاڼې په شان مونږ ډېر اهمې منصوبې هم لیدلې دي. ‎هغه وايي خو د پاکستان د اقتصادي ستونزو او د امنیت په اړه د چین اندیښنو د سيپېک زور کم کړی دی. د دواړو هیوادونو د غټو دعوو باوجود راهدارۍ ته نقصان رسیدلی دی. پاکستان باندې د بجلۍ د چینايي کمپنو 1.26 ارب ډالره پور دی او د وخت سره دا نور هم سېوا کيږي. چين د دې قرضو د ځنډولو یا دې ته د بیا کتنې نه انکار کړی او دغسې د سيپېک پور هم چین ته بیرته ورکول دي.‌ د چین قرضې د پاکستان د ټولو قرضو نیزدې دېرش فيصده دي. په اسلام اباد کې د چين استازی پينګ چن شو وايي ډېر په خوشالۍ او فخر سره ویلی شي چې سيپېک د نړیوالې منصوبې بیلټ اینډ روډ انيشيټو یوه اهمه او کامیابه منصوبه ده. ‎هغه وايي په دې کې هیڅ شک نه لري چې د سيپېک د لس کاله کامیابۍ نه پس به چین او پاکستان په ګډه د سيپېک د اوچت معیار او د ترقۍ د پاره هلو ځلو ته دوام ورکړي. ‎“د چين او پاکستان تر منځ به یوه داسې شریکه ټولنه جوړه کړی شي چې په نوي دور کې به یو ګډ راتلونکی ولري”. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات د سیپېک په اړه د پاکستان له سرکاري ویبپاڼې او خبري ایجنسیو اې پي، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

13.07.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

13.07.2023 امریکا غږ

د امریکا د ګلف لوبې په ټولنه کې د سعودي عربستان د پانګونې په اړه کانګرس اندېښنه ښودلې

سعودي‌عربستان پتېیلې ده چې په امریکا کې د ګلف د لوبې په برخه کې لږ تر لږه یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي خو د متحده ایالاتو د کانګرس غړو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده. 

13.07.2023 امریکا غږ

بلینکن په جاکارتا کې د چین د لوړپوړي ډپلوماټ سره ولیدل

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن او د چين د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي، نن پنجشنبې د جولای ۱۴مه (چنګاښ ۲۳) د سویل ختیځې آسیا ټولنې (آسین) د غونډې په څنډه کې چې د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې جوړه شوې ده، سره ولیدل.

13.07.2023 امریکا غږ

اقتصاد پوهان: د آی اېم اېف د پور پروګرام منظورېدو د پاکستاني اقتصاد مسله هواره نه کړه موقع یې ورته ورکړه

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] څخه د پور په پروګرام ترلاسه کېدو د خدای تعالا شکر ادا کوي خو ورسره یې زياته کړې ده د آی اېم اېف پروګرام حلوه يا کهير نه دی دا سخت شرطونه دي. او اقتصاد پوهان وايي پاکستان د خپل اقتصاد او ديواليه کېدو څخه بچ کېدو موقع ترلاسه شوه.

13.07.2023 ډیوه

ملاله یوسفزۍ: هیڅ فکر مې نه کاوه افغانې نجونې به له تعلیمه محرومه او ناهیلې په کور کې ناستې وي

واشنګټن ــــ په نړۍ کې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د نوبل د امن جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ وایي په دې پوهېده چې په افغانستان کې به د نجونو د تعلیم په برخه کې پرمختګ ورو وي خو وایي دا فکر یې نه کاوه چې په بشپړه توګه به پر شا راځي. ملالې پرون په نایجېریا کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته خبرې وکړې او ویې ویل چې د نړۍ مشران باید د تعلیم او جنسي برابرۍ په برخه کې خپلې دعوې عملي کړي او په دې برخه کې سرمایه کارۍ ته لومړیتوب ورکړي. ملالې یوسفزۍ د جولای پر 12مه د خپلې زوکړې د 26مې کلیزې په مناسبت په دغه وینا کې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر اوسني حالت اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل فکر یې نه کاوه چې د دې هېواد نجونې به له تعلیمه داسې محرومه کېږي: "لس کاله مخکې په میلینونو افغانې نجونې سکولونو ته تلې، په هرو درو ځوانو ښځو کې یوه په پوهنتون کې وه، خو اوس؟ افغانستان د نړۍ یواځینی ملک دی چې [طالبانو یې] نجونې او ښځې له تعلیمه منع کړې دي". ملالې یوسفزۍ د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېرو څه کم دوو کلونو کې تر دې وړاندې هم د افغانو نجونو د اعلی تعلیم ځنډولو خلاف خبرې کړې دي او د نړۍ له مشرانو یې غوښتي چې د هغوی د تعلیم ملاتړ ته را وړاندې شي. ملالې یوسفزۍ پرون وویل: "د یوې پېغلې په توګه زه پوهېدم چې کېدای شي پرمختګ به ورو وي، خو دا تمه مې بېخي نه وه چې په بشپړه توګه به دا هر څه پر شا ځي او د ټول هېواد نجونې به له سکولونو بهر په کورونو کې بندې وي او ناهیلې به ناستې وي." طالبان چې د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول په دا بله ستمبر میاشت کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم وځنډاوه او نن 661 ورځې وشوې خو لا یې بیرته د هغوی سکولونه نه دي پرانیستي. ورپسې یې د تېر کال په دسمبر کې نجونه پوهنتونونو ته له تګه هم منع کړې او 201 ورځې کېږي چې افغانې نجونې له اعلی تعلیمه محرومه کړل شوې دي، خو طالبانو د نړۍ پر بیا بیا غوښتنو باوجود کومه ټاکلې نېټه نه ده ورکړې چې کله به نجونې بیرته تعلیم ته پرېږدي. د ملالۍ یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت په نایجېریا کې دې غونډې ته د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیالې آمنه محمد هم خبرې وکړې چې په تېره جنورۍ میاشت کې افغانستان ته هم تللې وه او له طالبانو سره یې د نجونو د بندو تعلیمي ادارو د پرانیستلو په اړه خبرې کړې وې. مېرمن آمنه محمد غونډې ته د ملالې له ور پېژندلو سره وویل چې ټولې نجونې باید برابر او معیاري تعلیم ته د رسایۍ حق ولري، هغې وویل "مله تر پولو، کلتورونو او نسلونو را تېره شوه، د هغې پیغام او جذبې د ټولې نړۍ خلک اغېزمن کړل". مېرمن آمنې د نړۍ پر مشرانو ږغ وکړ چې هیڅوک باید د تعلیم له حقه بې برخې نه کړي، وایي ملاله او ملګري ملتونه پوهېږي چې تعلیم یو خوب نه، بلکې بنیادي بشري حق دی: "موږ باید په واقعي ډول دا حق ټولو ته ورکړو او څوک ترې بې برخې نه کړو. د هرې کچې مشران باید د ملالې خبرې واوري او د تعلیم په برخه کې سرمایه کاري وکړي، دوی همدا اوس باید دا کار وکړي." ملګري ملتونه هر کال د جولای 12 د ملالې د ورځې په توګه لمانځي، چې مقصد یې 2013م کال کې هغه ورځ یادول دي چې هغې د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپله لومړۍ وینا کې وویل: "تعلیم له سرحدونو، کلتورونو او نسلونو ور هاخواته یواځینی حل دی". نن د نړۍ ګڼ شمېر خلکو ملالې یوسفزۍ ته د هغې د زېږېدو د ورځې مبارکي ویلې ده. د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ پر ټویټر په انګرېزي، دري او پښتو ژبو لیکلي: "د ملالې په ورځ ‌د زده کړو د حقونو د دفاع یادونه کوو. افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستره شتمني ده او خپلو وړتیاوو ته د رسېدلو لپاره زده کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري". د افغانو ښځو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري هم ملالې یوسفزۍ ته د زوکړې د ورځې مبارکي ویلې او پر ټویټر یې د نجونو د تعلیم لپاره پر ږغ پورته کولو د هغې مننه کړې ده: "تعلیم ته د برابر لاسرسي د حق لپاره ستا د نه ستړي کېدونکې مبارزې مننه کوم چې د افغانو ښځو او نجونو له تعلیمه محرومه کولو له کبله د طالبانو د سختو او منظمو پالیسیو خلاف د نړیوال اقدام غوښتنه کوئ او هغوی ته ښه راتلونکی غواړئ". ملګري ملتونه وایي دا مهال په ټوله نړۍ کې 129 میلینه نجونې له تعلیمه بې برخې دي چې وایي ډېره برخه یې په افریقایي، اېشیایي او د منځني ختیځ په هېوادونو کې دي.

13.07.2023 ډیوه

کورمه کې په ځينو ځايونو کې اوربند او ځینو کې اوس هم جګړه روانه ده

په قبایلي ضلع کورمه کې د شیعه او سني قبيلو ترمنځ د ځمکې د ملکیت په سر روانو جګړو کې په درېو ځایونو کې اوربند شوی او دوه ځایونو کې اوس هم جګړه روانه ده.

13.07.2023 ډیوه

امریکا کې د کرکټ لوی تجارتي لیګ پیلېږي؛ د راشد خان د یوې لوبې ټول ټکټونه خرڅ شوي

نن پنجشنبه جولاۍ ۱۳ (سرطان۲۲) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د میجر کرکټ لیګ په نوم د کرکټ یو لوی تجارتي ‌لیګ پیلیږي، چې د افغانستان د راشد خان په ګډون د استرالیا، انګلنډ، ویسټ انډیز او ځینو نورو هېوادونو یو شمېر مشهور لوبغاړي په کې لوبېږي.

13.07.2023 امریکا غږ

د آی ایم ایف رپورټ وایي، راتلونکي کال کې به د پاکستان دننه د ګرانۍ او بې روزګارۍ کچه راټیټه شي

نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف دپاکستان دمعاشي کارکردګۍ په اړه خپل جاري کړي رپورټ کې ویلي چې راتلونکي کال 2024م کې به دپاکستان دننه بې روزګاري د8.50 فیصدي نه 8 فیصدي ته راکوزه شي. په دې رپورټ کې ویل شوي چې تېر مالي کال کې دپاکستان معاشي کارکردګي منفي 0.5 فیصدي پاتې شوې ده اؤ حکومت پروسکال د جي ډي پي د ودې د 0.3 فیصدي مثبته پاتې کیدو دعوه کړې وه. رپورټ کې اندوینه شوي چې کال 2024م کې به دپاکستان دننه اوسطاً ګراني د29.6 فیصدي نه 25.9 فیصدي ته راټيټه شي. آی ایم ایف ویلي چې سږکال دمالي خسارې دمعمولي کمیدو امکان دی اؤ دا به  7.50فیصدي پاتې شي. دپاکستان دقرضونو په اړه د نړیوالې مالیاتي ادارې دې رپورټ کې ویل شوي چې کال 2024م کې به دپاکستان په ذمه د قرضونو بار  81.8 فیصدي نه 74.9 فیصدي ته راټیټ شي. په دې رپورټ کې امکان ښودل شوی دی چې په کال 2024-23 کې دپاکستان معاشي شرح نمو دوه نیم فیصدي پاتې کیدای شي. تر دې وړاندې سږکال داپریل په میاشت نړيوالې مالياتي ادارې پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په روان مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانې کچه د 27 فيصدو څخه زياته وي او بې روزګاري به هم اووه فيصده ته سېوا کيږي. د اقتصادي چارو کار پوهه خبريال مهتاب حېدر په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي وؤ آی اېم اېف چې د سېلاب نه وروسته د پاکستان د مجموعي اقتصادي ودې شرحه دوه فيصده لګولې وه نو هغه یې اوس لا نوره ټيټه کړې ده او دا کچه يې 0.5 ته ښکته کړې ده. دهغه وینا وه چې د کمې اقتصادي ودې په نتیجه کې به په راتلونکو ورځو کې په پاکستان کې بې ګاري او ګراني نوره سېوا کيږي. دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف اجراییه بورډ پاکستان لپاره د دریوؤ اربو ډالرو دپروګرام منظوري ورکړې ده . دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف دچهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې یوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي‌چې پاکستان یې له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی اؤ د هیواد دمعاشي پرمختیا دبحالۍ پروګرام مخې ته راغلی دی. هغه هیله ښودلې چې ددې پروګرام له امله به هیواد پخپلو پښو ودریږي اؤ دقرضونو د بار نه به اوځي  وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې آی ایم ایف سره په تړون خوشحاله نه دی خو وایي چې دا هر څه مجبورۍ دلاسه کوي . د شهباز شریف په خبره ، دا کوم کهیر یا حلوه نه بلکې یو ډیر مشکل پروګرام دی خو هغه وایي خپل سیاست یې په داؤ ولګولو اؤ هیواد یې وژغورلو.

13.07.2023 ډیوه

عمران خان وایي، شک نه لري چې راتلونکې اوونۍ کې به زندان ته واچول شي

پاکستان کې دیو شمیر قانوني مقدمو سره مخ پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دعوه کړې ده چې دی د راتلونکي ګل-دوشنبې نه وړاندې یا دخالي ورځ نیول کیدای شی. دامریکایي ټي وي فوکس نیوز سره مرکه کې ښاغلي خان ویلي ده اندېښنه لرله چې هم دې اوونۍ کې به زندان ته ولیږل شي خو وایي وکیلانو یې سخته خواري وکړه. دهغه په خبره ددې باجود زه هیڅ شک نه لرم دا یوازې وقتي سوال دی،دګل یا د راتلونکې په کومه بله ورځ به دوی ما زندان ته واچوي. په نهم مئ عمران دغبن په یوه مبینه مقدمه کې عمران خان دنیب لخوا نیول شوی ؤ چې دهغه دګوند پلویانو وروسته دهغې دګرفتارۍ پرضد قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال ګڼ شمیر دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته اورونه اچول شوي وؤ. دنهم مئ دپېښو نه وروسته پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند دپلویانو اؤ مشرانو پرضد امنیتي ځواکونو سخت عملیات پیل کړي اؤ عمران خان دعوه کوي چې دګوندي مشرانو په شمول یې تر لسو زرو زیات پلویان نیول شوي اؤ دنورو دنیولو هڅې روانې دي. د پاکستان حکومت هم منلې ده چې د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي. پخواني وزیراعظم عمران خان پخپلو بیلابیلو مرکو اؤ بیانونو کې دعوه کړې ده چې پاکستان پوځي عدالتونه یوازې دده لپاره فعال کړل شوي دي خو حکومتي مشران بیا وایي چې هیڅ نوي پوځي عدالتونه نه دي جوړ شوي بلکې دا هم هغه عدالتونه دي چې دعمران خان په واکمنۍ کې فعاله وؤ په 26 جون د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په خبري کانفرنس کې ويلي وو، د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د مې په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په مبینه توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي. د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري او وايي د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځي نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي. پخپله مرکه کې عمران خان وویل هره ورځ دهغه پرضد یوه نوې مقدمه درج کیږي اؤ تر دې مهاله یې دمقدمو شمیره 180 ته رسېدلې ده. هغه تور ولګولو چې دا مهال ملک کې دځنګل قانون رایج دی اؤ دده دګوند په پلویانو سخت ظلمونه کیږي. هغه وویل دګوند پلویان یې له کورونو پورته کولی اؤ دګوند په پرېښودلو مجبورولی شي. دعمران خان په خبره "پاکستان کې دسیاسي فعالینو سره تر دې وړاندې داسې کله هم نه دي شوي" تېرکال دبې باورۍ دتحریک دلارې دخپل حکومت د ړنګیدو په اړه  عمران خان وویل دپوځ پخواني سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه "دخپلې عهدې دمودې پراختیا لپاره دا پلان جوړ کړی ؤ" هغه تور ولګولو چې دپوځ پخواني مشر د وزیراعظم شهباز شریف سره لاره نیولې وه اؤ "هغه امریکې ته ویلي وؤ چې زه دامریکې مخالف یم " عمران خان تر دې وړاندې هم دخپل حکومت د ړنګیدو تورونه په امریکا اؤ دپاکستان دپوځ په پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه لګولي دي خو امریکې اؤ جنرال باجوه دواړو دا تورونه رد کړي دي.

13.07.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

13.07.2023 امریکا غږ

د امنیت شورا د شمالي کوریا د بالستیک میزایل ازمایلو په اړه بحث کوي

بریتانیا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي مشري په غاړه لري، وايي  چې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (سرطان ۲۲) به د شمالي کوریا له لوري د بین القاره یي بالستیک توغندي د توغولو په اړه علني بحث کوي.

13.07.2023 امریکا غږ

د آی ایم ایف اجراییه بورډ پاکستان لپاره د دریوؤ اربو ډالرو د تړون منظوري ورکړه

د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف اجراییه بورډ پاکستان لپاره د دریوؤ اربو ډالرو د سینډ بای اریجمنټ تړون منظوري ورکړې ده. ټاکل شوې ده نړیواله مالیاتي اداره به په سمدستي توګه پاکستان ته یو ارب اؤ شل کروړه ډالر ورکوي اؤ پاتې پیسې به هر درې میاشتې پس له نظرثانۍ وروسته ورکولی شي. د آی ایم ایف له لوري دخپرې شوې اعلامیې له مخې د نهو میاشتو دمودې ددې پروګرام مقصد پاکستان کې اقتصادي ثبات ته وده ورکول دي. آی ایم ایف وایي،پاکستان سره یې دا تړون په داسې حال کې کړی دی چې ددغه هیواد لپاره بهرنی چاپیریال ستونزمن دی،له تباهۍ د ډکو سیلابونو اؤ پالیسیو کې د دنقایصو له امله دپاکستان مالیاتي اؤ بهرنۍ خساره اؤ ګراني سیوا شوې ده اؤ په مالي کال 2022/23 کې مالیاتي ذخیرې کمې شوې دي. د آی ایم ایف لخوا پاکستان ته د قرضې له منظورۍ وړاندې د دوستو هیوادونو لخوا پاکستان ته دکومک په توګه د پیسو ورکړه هم پیل شوې ده اؤ پرون دمتحده عرب اماراتو له لوري دپاکستان اسټيټ بینک ته یو ارب ډالر رسیدلي دي. تر دې یوه ورځ وړاندې دخزانې مرکزي وزیر پخلی کړی ؤ چې د سعودي عرب لخوا هم اسټيټ بینک ته د دوؤ اربو ډالرو مالیاتي کمک ترلاسه شوی دی. د دوستو هیوادونو دا درې اربه ډالر پاکستان یوازې دخپلو بهرنیو اسعارو ذخیرو کې د زیاتوالي په توګه خو ښودلی شي خو مصرفولی یې نه شي. أی ایم ایف تر دې وړاندې پاکستان ته ویلي وؤ چې د بهرنیو مالیاتي کومکونو دخلا پوره کولو لپاره باید شپږ اربه ډالر راټول کړي. اوړمه ورځ دخزانې وزیر اسحاق ډار پخپل بیان کې ویلي وؤ چې دپاکستان معیشت اوس باثباته کیدو ته بیخي زیات نزدې شوی دی اؤ تر دې وروسته به د پرمختیا سفر پیل شي. همدا شان وزیراعظم شهباز شریف هم دمالیاتي کومک په ورکړه د سعودي مشرتابه د مننې تر څنګ دخپل پوځي سرلښکر د کردار ستاینه هم کړې ده. ددې بهرني کومک ترلاسه کیدو وروسته دچهارشنبې په ورځ دپاکستان د ونډو په بازار کې تیزي لیدل شوې ده اؤ په مارکیټ انډیکس کې د359 پوانټونو ستره اضافه رامنځته شوې ده. په اسټاک مارکیټ کې د کاروبار په پائ کې مارکیټ په تېرو 15 میاشتو کې په تر ټولو لوړه کچه ولاړ ؤ. د ونډو په بازار کې پرون د45 کروړه اؤ 2 لکه شیرز سوداګانې شوې دي اؤ ددې شیرز مالیت د13 اربو اؤ 13 کروړو نه زیات پاتې شوی دی. همداشان دبینکونو دننه دامریکایي ډالر په مقابله کې د روپۍ نرخ په بره تللی دی اؤ د کاروبار په پائ کې یو امریکایي ډالر یوه روپۍ اؤ 17 پیسې غورځیدلی اؤ نرخ یې 277 روپۍ اؤ 40 پیسې پاتې شوی دی. تر دې یوه ورځ وړاندې د بینکونو دننه د ډالر نرخ 278 روپۍ اؤ 57 روپۍ تړل شوی ؤ. په خلاص مارکیټ کې بیا ډالر دوه روپۍ غورځیدلی اؤ 280 روپو ته رارسیدلی دی. اوړمه ورځ د کاروبار په پای کې په خلاص مارکیټ کې یو ډالر په 282 روپو تبادله شوی ؤ.

13.07.2023 ډیوه

د پېسو نړیوال صندوق پاکستان ته درې میلیارد ډالر منظور کړل

د پېسو نړیوال وجهي صندوق د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۱۲ (سرطان۲۱) اعلان وکړ چې پاکستان ته یې د دریو میلیارد ډالرو پور تائید کړ او په دې سره له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ پاکستان ته د مرستو لاره پرانیستل شوه.

13.07.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more