ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د چین د اثررسوخ په اړه اندېښنې: اردن د بجلۍ د یوې نوې بټۍ د جوړولو په سر، د چین پوروړی پاته شوی

واشنګټن   - کله چي اردن د چین سره خپل تعلقات مضبوطه کول، داسې ویل کېدل چې په اردن کې جوړېدونکی د العطارات بجلۍ بټۍ به یوه داسې ستره ترقیاتي منصوبه وي چې هغه ملک ته به د بجلۍ یوه ستره سرچینه وي. مګر د هغې بټۍ د رسمي پرانېستې وروسته، هغه ځای چې د اردن پایتخت جنوب اړخ ته په یو تور، د تېږو ډک او وچ بیابان کې پروت دی، د یو یوې تودې تنازع ښکار ګرځېدلی دی. د دې بټۍ د جوړولو دپاره چې څه معاملې روانې وې، په نتیجه کې یې اردن د چین په بلینونه ډالرو په قرضو کې ونښتېدلو. دا قرضې د هغو مختلفو لوظنامو او معاملو نتیجه ده چې د بجلۍ د منصوبې د پیل راهېسي، د چین او اردن ترمنځ لاسلیک شوې دي. اوس چې خبره تر دې ځایه رارسېدلې ده، د چین او اردن ترمنځ کشیدګۍ په زیاتېدو دي او د اردن حکومت چې په دې معاملاتو سخت خفه دی، کوښښ کوي چې قضیه یو عالمي عدالت ته ورسوي. په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې د امریکا اثر رسوخ کمیږي او د چین سېوا کیږي، په اردن کې د شېل تېلو څه باندې دوه بلینه ډالري منصوبه د چین د تګلارې یو غوره مثال دی چې ډېری اسیایي او افریقایي ریاستونه یې د غټو قرضو په لومو کې راګېر کړي دي. په واشنګټن کې د سټېمسن سېنټر یو څېړونکی جېسې مارکس د چین له خوا د بنیادي اډانو د جوړولو منصوبو او د بجېنګ سیاسي مقاصدو ته په اشارې سره وایي: «العطارات د دې خبرې یو مثال دی چې د [چین] بېلټ اېنډ روډ اېنېشیټیو څه و او څه ترې جوړ شوي. اردن په خطه کې د چین د کامیابۍ د مطالعې یو دلچسپه قضیه نه، بلکې داسې یو مثال دی چې چین د منځنۍ کچې آمدن ملکونو سره څنګه تعامل کوي.» د العطارات په نوم د بجلۍ د منصوبې نظریه، شاوخوا پنځلس کاله مخکې راپیدا شوه او مقصد یې دا و چې اردن دپاره کافي بجلي پیدا شي او د نورو ملکونو بجلۍ ته ضرورت ونلري. دا بټۍ د شېل تېلو په پیداوار ولاړه ده، او شېل تېل هغه تېل دي چې د شګلنو ځمکو نه ترلاسه کیږي. اوس چې د بټۍ د جوړولو کار ختم شوی، د هغه ځای د بجلۍ قیمت ډېر ګران ټاکل شوی او د اردن خلک یې سخت په غوسه کړي دي. د مخکېنۍ لوظنامې تر مخه، اردن به په آینده دېرشو کلونو کې د هغې بټۍ د پیداوار بجلۍ اخېستو دپاره قریب اته نیم بلینه ډالر ورکوي. اردن که څه هم په منځني ختیځ کې واقع شوی، مګر د خپلو ګاونډیو ملکونو غوندې د تېلو پرېمانه او آسانه ذخیرې نه لري. په ۲۰۱۲ کال کې د اردن د العطارات بجلۍ کمپنۍ حکومت ته وړاندیز وکړ چې په دښته کې دې د شګلنو ځمکو لاندې د شېل تېل راوباسي او ورباندې دې د بجلۍ یوه بټۍ جوړه کړي. د حکومت دا وړاندیز خوښ شوی و، مګر وروسته معلومه شوه چې د دې تېلو راایستل ډېر ګران او خطرناک دي او ټېکنالوجۍ ته هم ضرورت لري. دا منصوبه چې وځنډېده، اردن په ۲۰۱۴ کې د اسرایل نه د قدرتي ګېسو د درامد کولو یوه لوظنامه لاسلیک کړله چې ارزښت یې پېنځلس بلینه ډالره و. دې سره د العطارات د شېل تېلو منصوبې ته دلچسپي کمه شوله. العطارات کمپنۍ وایي، دوی دا منصوبه بهرنیو ملکونو ته پېش کړله، مګر د امریکا نه نیولې تر اروپا او جاپان او جنوبي کوریا پورې، هېچا ورته زړه ښه نه کړ. خو وروسته اردن په حیرانۍ سره وکتل چې د چین بېنکونو په ۲۰۱۷ کال کې د دې منصوبې د فېنانس دپاره اردن ته د یو اعشاریه شپږ بلینه ډالرو وړاندیز وکړ. د چین یوې سرکاري کمپنۍ په العطارات کې پنځه څلوېښت فیصده ونډې واخېستلې او په کرار کرار د اردن د تېلو دا منصوبه د چین د بېلټ اېنډ روډ اېنیشيټیو یوه برخه وګرځېدله. څېړونکي وایي، په ۲۰۱۷ کال کې چې بشارالاسد د شام په خانه جنګیو کې کامیابۍ ترلاسه کړلې، چین ته دا طمعه هم پیدا شوه چې د اردن نه پس به د شام د بیارغونې په چارو کې هم ورشامل شي او له دې اړخه به هم بلینونه ډالر ورپه نصیب شي. د دې معاملې ترمخې به اردن په آینده دېرشو کلونو کې، هر کال د بجلۍ د لوړ قیمت له امله، دوه سوه و اتیا (۲۸۰) میلینه ډالر نقصان کوي. د دې نقصان د معاوضې په خاطر به په اردن کې د بجلۍ صارفینو باندې ۱۷ فیصده د بجلۍ نرخ سېوا کیږي، او دا به د اردن اقتصاد ته چې له وړاندې نه هم د قرضو او انفلېشن سره مخ دی، نور چلېنجونه هم راپیدا کړي.

09.07.2023 ډیوه

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

09.07.2023 امریکا غږ

د امریکا پوځ: هوايي‌ برید کې مو په سوریه کې د داعش یو مشر وواژه

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې د یکشنبې په ورځ جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) وویل، د امریکا یوې MQ-9 ډرون بې پیلوټه الوتکې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) یو مشر وروسته له خغه وژلی چې دا بې پیلوټه الوتکه د روسیې د جنګي الوتکو له خوا ځورول شوی وه.

09.07.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې دا مطالب ګورئ او اورئ: د افغانستان د اقتصادي کړکیچ په جریان کې د چین د پانګونو په اړه د کارپوهانو نظر اخلو. همدا اوونۍ د لیتوانیې په پلازمینه ویلنوس کې د ناټو غونډه کیږي او د اوکراین پوځي ملاتړ په اړه معلومات خپرو. او په جلاوطنۍ کې د یوې افغان تیکواندوکارې مبارزې ته کتنه کوو چې غواړي المپیک سیالیو کې د افغان ښځو استازیتوب وکړي.

09.07.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

09.07.2023 امریکا غږ

د معترضو ښځو غورځنګ: طالبان د ښځو په حذف کولو سره افغانستان شاته بیايي 

په کابل کې د «ښځو یووالی او پیوستون» په نوم د معترضو ښځو یو غورځنګ وايي چې طالبان د افغان ښځو په ګوښه کولو او حذف کولو سره دا هېواد شا ته بیايي.

09.07.2023 امریکا غږ

یونیسف: نړیوال بنسټونه شاوخوا ۱۰زرو افغان ښځینه روغتیایي کارکوونکو سره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې لس زره ښځینه روغتیایي کارکوونکې د نړیوالو موسسو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي. 

09.07.2023 امریکا غږ

تورخم سره د افغان کډوالو په لسهاوو کورنۍ ایسارې کړی شوي او په سپېره ډاګ باندې سختې شېبې تېروي

پېښور   - په تورخم کې ګڼ شمېر افغانان چې غواړي خپل وطن ته ستانه شي، له تېرو څو ورځو راهېسي د سرحد غاړې ته ایسار کړی شوي او پرانېستې ځمکه د اسمان لاندې سختې شېبې تېروي. پاکستاني چارواکي دوی ته په دې د ستنېدو اجازت نه ده ورکړې چې وایي صرف ورسره تذکرې موجودې دي او نور قانوني دستاوېزات نلري. په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د افغانستان اوسېدونکی غالب خان وي او اې ډيوه ته ووېل هغوی په جهګړه کې مېشت وو او دا يې دريمه ورځ ده چې په تورخم کې ګېر پاته دي او وخت داسې ورباندې تېریږي "لکه په دوزخ کې چې پراته يو." غالب خان زیاته کړه: "بېګاه شپه مې په بارانه کې تېره کړې، سامان ټول لوند شو، واړه او ښځې هم ټولې لندې شولې. تر اوسه پورې څوک هم رانغلو چې تاسو څه حال کې پراته يې او څه کوئ او څه نه کوئ او چرته ځئ او چرته نه ځئ". افغان کډوال وايي دې نه وړاندې هغوی د پنجاب او خېبرپښتونخوا ځينې ښارونو کې مېشت وو او پوليسو يې په کورونو چهاپې ووهلې او ویې اېستل. دوی وايي اوس د تورخم پولې د لارې په افغانستان کې خپلو کورونو ته ستنېدل غواړي ولې چې ماشومان او ناروغان يې سخت مشکل سره مخ دي. یوه افغانه مېرمنه، زرينه بي بي وي او اې ډيوه ته وايي: «دلته مونږ خپل وطن ته نه پرېږدي چې ستانه شو او چې چرته مونږ پراته وو هلته هم ډېر ستونزو سره مخ وو." هغه زياتوي، دوی سره تذکرې شته خو په دې یې نه پرېږدي. زرینه بي بي څلور بچیان لري چې ټول ګونګیان دي. هغه وایي اوس ورسره پیسې هم نشته چې چا ته یې ورکړي او افغانستان ته د تګ اجازت ترلاسه کړي. افغان کډوال وايي څه ۴۰ نه تر ۵۰ پورې کورنۍ په تورخم کې ايسارې کړی شوې دي او تور لګوي ځينې کسان ترې د يو کس په سر پېنځوس زره (50000) روپۍ د سرحد نه د اوښتو دپاره غواړي. په تورخم کې د پاکستان د مرکزي پلټنې ادارې - اېف آی اې - يو چارواکي وي او اې ډيوه ته وويل هغوی کډوالو ته د قانوني اسنادو بغیر، اجازه نه شي ورکولی او د مرکزي داخله چارو وزارت په وينا به يې پرېږدي. د اېف آی اې دا چارواکی وايي، د هغوی ادارې يو کس هم کډوالو نه پيسې نه دي غوښتي. یو بل افغان کډوال، بلال احمد وي او اې ډيوه ته وویل هغوی نن درېيمه ورځ ده چې تورخم کې پراته دي او نه يې په تذکره او نه يې په کارډونو خپل وطن ته پرېږدي. هغه تور لګوي چې چاسره دلته ملاؤ شو، نو څوک دېرش، څوک څلوېښت او څوک پنځوس زره روپۍ غواړي او "مونږ سره د کرايه روپۍ هم نشته." د پاکستان حکومت د لوی اختر نه وړاندې د څلورو ورځو د پاره تذکره لرونکو افغان کډوالو ته د تورخم پولې د لارې خپل وطن ته د ستنېدو اجازه ورکړې وه او دې موده کې څه شل زره (20000) کسانو پورې کسان له سرحده اووښتي وو.

09.07.2023 ډیوه

پېښور: کارخانه دار وايي د قلنګ پرچې ورته ورکول کیږي

د خېبرپښتونخوا د سر ښار پېښور کارخانه دارو غوښتنه کړې قانون نافذونکې ادارې دې د دوی د ځان او مال د ساتنې دپاره ګامونه پورته کړي ځکه دوی د امنيتي وضعې څخه سخت پرېشانه دي او که امنيت ورته برابر نه کړی شو نو کارخانې به بندې کړي او د ملک نورو برخو ته په منتقل کېدو به مجبوره شي.

09.07.2023 ډیوه

د چین او هند ترمنځ سرحدي تنازعه: د دواړو ملکونو پوځونه په پوله باندې د بنیادي اډانو په مضبوطولو لګیا دي

(وي او اې- اردو) -   چین او هند ترمنځ په کال ۲۰۲۰ کې د مهلکه تصادم له امله چې کومه سرحدي تنازعه راپیدا شوه، د هغه د حل کولو دپاره تر اوسه په سفارتي کوښښونو کې ډېر کم پرمختګ ترسره شوی دی. په دې موقع، چین او تر یوه حده پورې هندوستان، د خپلو دریځونو د پیاوړي کولو دپاره په سرحد باندې د خپلو پوځي بنیادي اډانو تعمیري چارو ته زور ورکړی دی. د روان کال په اپرېل میاشت کې، د تېرو شپږو میاشتو راغونډ کړی شوو سټلایټي تصویرونو ترمخه دا ښکاره شو چې د لاین آف اېکچوئل کنټرول (اېل اې سي) سره، چین پخپلو حدودو کې په پراخه پیمانه انفراسټکچر یا پوځي بنیادي اډانې جوړوي. لاین آف اېکچوئل کنټرول، د همالیه په غرونو کې د اکسائی چن په متناقعه علاقه کې د چین او هند ترمنځ د ډي فېکټو سرحد په توګه پېژندل کیږي. د برطانوي تحقیقاتي ادارې، چېټم هاوس ترمخه، په اوله کې د اېل اې سي کرښې سره، د چین طرف ته صرف یو څو پاشلي پوځي پوستې او بنیادي پوځي مورچلې لیدل کېدلې، مګر اوس بجېنګ هلته «سړکونه او پوستې سېوا کړي او نوي کېمپونه یې جوړ کړي چې د موسم په وړاندې محفوظه دي.» بل طرف ته د هندوستان د واک لاندې کشمېر په لیهه علاقه کې، د وي او اې د خبریال بلال حسین د رپوټ ترمخه، هند هم د چین سره د دغسې بنیادي اډانو په تعمیر کې د ځغل ساتلو کوښښونه کړي دي. مګر د هند په خوا کې دې برخه کې د ترقۍ رفتار ډېر سست پاته شوی دی. په دې حال کې، د لداخ د خودمختاره غرییزه سیمې په ترقیاتي کونسل کې د سرحدي حلقې نماینده کونچوک اسټینزین، د هندي پوځ د ښکاره تعییناتو ترڅنګ، د زیاتو ترقیاتي کارونو مطالبه کړې ده. هغه د وایس آف امریکه سره په خبرو کې وویل چې د چین په نسبت، د هندوستان طرف ته د بنیادي اډانو تعمیر، د سستۍ ښکار دی او په سرحدي علاقو کې اوس هم د مواصلاتو ستونزې لیدلی کیږي. هندوستان دعوه لري چې لداخ اکسائی چن د دوی د ملک حصه ده، مګر بجېنګ دا دعوه نه مني او د دې سیمې په اکثره علاقو کې د تبت او د خپل مغربي سنکیانګ صوبې د حصو په حیث، انتظامي چارې پر مخ وړي. د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د دې سیمې په وادي ګلوان کې د هند او چین ترمنځ یوه شخړه کې شل هندي عسکر او لږ تر لږه څلور چیني عسکر وژل شوي و. د هغه نه پس، دا درې کاله د دوو ملکونو ترمنځ سفارتي خبرې اترې روانې دي مګر سرحدي تنازعه تر اوسه حل شوې نده.

09.07.2023 ډیوه

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

09.07.2023 ازادي راډیو

په کېنېډا کې د سېکهانو برادرۍ د یو مشر د وژنې وروستو، د هند په ضد او په طرفدارۍ مظاهرې وشوې

واشنګټن   - د کېنېډا د سیکهانو د برادرۍ په سلهاوو غړو د خالي/شنبې په ورځ په ټورنټو کې د هند کونسلګرۍ مخې ته مظاهره وکړه. د هغو د دې احتجاج وجه دا وه چې ویل یې تېره میاشت چې د کېنېډا په وانکوور ښار کې د دوی یو مشر ووژل شو، د هغه د وژنې قضیه ولې روښانه شوې نه ده. احتجاج کوونکو تور لګولو چې ګني د دغه سیکهـ مشر د وژنې ذمه وار، د هند حکومت دی. هردیپ سینگهـ نېجار د سېکهانو د یوې ګوردوارې مشر و او سیکهانو ته د یو جدا ریاست د جوړېدو دپاره یې چې بېلتون غوښتونکي سیکهان یې خالستان بولي، کمپېن کولو. د سیکهز فار جسټس په نوم په امریکا کې د یو مېشت تنظیم ترجمان کولجیت سینگهـ اې اېف پي خبري ادارې ته وویل: «کله چې د هند یوه اداره یا نظام یو جرم ترسره کوي، نو په کار ده چې ورنه پوښتنه وشي.» د هندوستان حکومت هردیپ سینگهـ نېجار یو مطلوبه ترهګر ګرځولی و. هغه د جون په اتلسمه نېټه، په سوري سیمه کې چې د وانکوور یو له مضافاتو شمېرل کیږي، او کېنېډا کې د سېکهانو د آباتۍ یوه لویه سیمه ده، په ډزو ووژل شو. نېجار دې ته کار کولو چې د سېکهانو دپاره دې د خالستان په نوم یو نوی ملک جوړ کړی شي چې د هند او شاید هم د پاکستان د ځینو سیمو نه راجدا شوی اوسي. د هند حکومت په نېجار دا تول لګولی و چې ګني په هندوستان کې یې ترهګرې حملې کولې، مګر نېجار دا تورونه رد کړي و. د خالي/شنبې په ورځ ټورنټو ښار کې د مظاهرې په ترڅ کې، احتجاج کوونکو چې اکثره یې نارینه و او زېړې جنډې یې لېږدولې، د خالستان نعره بازۍ یې کولې. زیاتره یې د ټورنټو د شاوخوا سیمو سېکهان و، خو چې کله د هند د کونسلګرۍ مخې ته ورسېدل، نو شاوخوا پېنځوس تنه سېکهان هلته د هند د حکومت په طرفدارۍ مظاهره جوړه کړې وه. د ویجی جېن په نوم د هند یو طرفداره مظاهره کوونکي اې اېف پي ته وویل: «دوی دلته یو پوسټر له ځانه سره لري چې وایي هندي سفارتکاران دې ووژلی شي. مونږ فکرمند یو، ځکه دغو ډلو پخوا هم ترهګر کارونه ترسره کړي دي او سیاستمداران یې په اړه څه اقدام نه کوي.» د دغو دوو ډلو مظاهره کوونکو د بېلولو دپاره د کېنېډا شل تنه پولیس اهلکار د دوی ترمنځ درېدلي و او کله چې یو سیکهـ احتجاج کوونکي غوښتل په زور سره هغې بلې غاړې ته ځان ورسوي، نو پولیسو هغه ګرفتاره کړ. په وانکوور کې د پردیپ سینگهـ نېجار د وژل کېدو وروستو، د هند او کېنېډا ترمنځ تعلقات د تناو ښکار شوي دي. نوې ډيلي وخت ناوخت په اوټاوا باندې دا تور لګوي چې ګني په کېنېډا کې د سېکهانو د مظاهرو په کنټرولولو کې نرمي کوي. د هند د خارجه وزارت ویاند ارېندم باګچي د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل: «مونږ د کېنېډا له حکومته غوښتي دي چې زمونږ د سفارتکارانو د تحفظ دپاره دې ټول ضروري اقدامات ترسره کړي.» د هند د پنجاب صوبې نه پس، په دنیا کې تر ټولو زیات سېکهان په کېنېډا کې مېشت دي.

09.07.2023 ډیوه

پاکستان: پشکالي بارانونو کې 76 کسان مړه شوي

پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام مرکزي ادارې [اېن ډي اېم اې] ويلي، د 25م جون نه تر اتمې جولايۍ پورې په ملک کې د پشکالي بارانونو په پېښو کې لږ تر لږه 76 کسان مړه شوي او 133 نور ژوبل شوي دي.

09.07.2023 ډیوه

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

09.07.2023 ازادي راډیو

د پاکستان کرکټ لوبډلې د هند په نړيوال جام کې ګډون دپاره کميټي جوړه شوې

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې په هند کې د راتلونکي يو ورځني نړيوال جام 2023 په سياليو کې د ګډون په معامله د پاکستان وزيراعظم د لوړې کچې کميټي جوړه کړې ده. کميټي به وزيراعظم ته سپارښتنې کوي او د هغې وروسته د لوبډلې هند ته لېږلو پرېکړه کولی شي.

09.07.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more