ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د بلوچستان په لسبيله ضلع کې د شري ناروغۍ نه څلور ماشومان مړه شوي دي

ډي سي لسبيله مراد خان کاسي وويل د شري ناروغۍ له امله څلور ماشومان مړه شوي دي." د لسبیلې ضلعې د ښاري او لرې پرتو سیمو اوسیدونکو ته خبر ورکول شوي، چې د لسبیلې د ضلعې په بیلابیلو سیمو کې د شري ناروغۍ د خپریدو راپورونه ورکړل شوي دي

19.12.2022 ډیوه

څيړونکي: په خېبرپښتونخوا کې په ناامنۍ د تحریک انصاف د حکومت خاموشي د اندېښنې وړ ده

څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ په روانو پېښو د تحريک انصاف د حکومت ښکاره بيانيه نه وړاندې کول او خاموشي د اندېښنې وړ ده. خو صوبايي حکومت د پوره حکومتدارۍ دعوه کوي او په مرکزي حکومت د واجباتو نه ورکولو تورونه لګوي.

19.12.2022 ډیوه

رپورټ: په شمالي وزیرستان کې د پوځ په قافله ځانمرګی کې یو عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د پوځ په قافله ځانمرګی بريد شوی، څلور پوځي عسکر او لاروی پکې ژوبل شوي دي، په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

19.12.2022 ډیوه

کډوال: په کراچۍ کې اوس هم افغان مهاجرين نيول کيږي

د پاکستان د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي، په کراچۍ او سيند صوبه کې اوس هم افغان کډوال/ مهاجرين نیول کیږي، او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په اسلام اباد کې سفارتخانې ويلي، د پاکستاني چارواکو سره يې د مهاجرينو د ستونزو هوارولو په سر خبرې شوي دي.

19.12.2022 ډیوه

اوکراین وايي د روس ډرون يې راغورځولي دي

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د اتوار، يکشنبې، په ورځ قام ته خپله روزانه وېنا کې وویل هوايي دفاعي نظام يې د ملک دپاره لومړۍ ترجیح ده

19.12.2022 ډیوه

کاناډا کې پنځه تنه په ډزو کې وژل شوي

د کاناډا په ټورنټو ښار کې امنیتي چارواکي وايي، د یکشنبې په ماښام دسمبر  ۱۸ (لیندۍ ۲۷) دغه ښار ته څېرمه د اپارتمانونو په یوې ودانۍ کې په ډزو کې پنځه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. 

19.12.2022 امریکا غږ

بنو: د سي ټي ډي تاڼې يرغمال کوونکو وسله والو سره مذاکرات روان دي، تراوسه يې کومه نتیجه نشته

د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې چې پرون د اتوار/يکشنبې [18 دسمبر] په ماښام بندي وسله والو د سي ټي ډي په تاڼه کې د سي ټي ډي پوليس اهلکار يرغمال جوړ کړي، تراوسه پورې په دغه پېښه کې کوم پرمختګ نه دی خو امنيتي سرچينې دومره تاييدوي چې د دغو وسله والو سره مذاکرات روان دي.

19.12.2022 ډیوه

په سالنګ کې د ټانکر د 'سوځېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۳۱ ته' ورسېده

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د سالنګ په یوه تونل کې د ټانکر موټر د اورلګېدنې له امله د قربانیانو د شمېر زیاتوالي خبر ورکړی او وايي چې په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۱ تنو ته زیات شوی دی.

19.12.2022 امریکا غږ

طالبان وايي جوزجان کې یې ۲۲ ښځې او نارینه عام محضر کې په درو وهلي

د طالبانو حکومت سترې محکمې په جوزجان ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې ۲۲ کسانو ته د «تعزیري» سزا خبر ورکړی دی.

19.12.2022 امریکا غږ

طالبان: د پاکستان له زندانانو د ۱۵۰۰ بندي افغانانو د خلاصولو هڅې روانې دي

په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا یې رهبري کیږي، تائید کړه چې اوس مهال د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

19.12.2022 امریکا غږ

د پنجاب وزيراعلا پروېز الهي وايي، باجوه زمونږ او پاکستان تحريک انصاف ګوند محسن دی

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت وزيراعلا پروېز الهي ویلي، "جنرل [ر] باجوه زمونږ او د پاکستان تحریک انصاف محسن دی، په مونږ يې احسان کړی دی".

19.12.2022 ډیوه

سومالیا کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۱۵ جنګیالي وژل شوي

د متحده ایالاتو پوځ وایي چې د سومالیې د هیرشابالي په ایالت کې یې د الشباب په جنګیالیو دوه هوایي بمبارۍ کړي.

19.12.2022 امریکا غږ

د پاکستان یو زندان کې وسله والو امنیتي ګاردان یرغمل کړي

د خیبر پښتونخواه د بنو یو زندان کې لس ګونو وسله والو چې د ترهګرۍ ضد پولیسو سره بندیان دي، یکشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) د دې زندان د امنیتي ګاردانو څخه وسلې اخیستې او هغوي یې یرغمل کړي.

19.12.2022 امریکا غږ

په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي مرکز قبضه کړی او افغانستان ته محفوظه لار غواړي

د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په کېنټ سيمه کې وسله والو د ترهګرۍ ضد څانګې يا سي ټي ډي په دفتر بريد کړی او په قيد کې دننه د ترهګرۍ په پېښو کې د ککړو تنانو د خوشې کولو هڅه یې کړې ده. د امنيتي ځواک سرچينې وايي وسله والو سره خبرې اترې روانې دي او دې سره دواړو غاړو يو بل باندې ډزې هم کړي دي او دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي. د دسمبر په ۱۸مه، په بنو سیمه کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي مرکز) باندې د شوي وسله وال برید وروسته، د امنیتي ځواکونو د عسکرو او وسله والو کسانو ترمنځ جګړه روانه ده او حکومتي چارواکي وایي چې د دواړو ترمنځه درنه او سپکه وسله کارول کیږي. امنیتي چارواکي دا هم وایي چې د پاکستان د پوځ خصوصي ځواک عسکر یا اېس اېس جي کمانډوز هم بنو ته رسيدلي دي خو ددې ترڅنګ، د وسله والو سره د خبرو اترو عمل هم دوام لري. په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې وایس آف امریکه ډیوه ته ویلي دا برید ماښام هغه وخت وشو چې نامعلومه کسان د بنو په کېنټ کې دننه، سي ټي ډي مرکز ته د خپلو ملګرو د راخلاصولو دپاره دننه شول او د سي ټي ډي دفتر چارواکي یې یرغمل کړل. ذرائع وایي د دغه وسله وال برید وروسته، ټوله سیمه امنیتي عسکرو پخپله ولقه کې اخیستې ده او د بشپړه قبضې د خلاصولو دپاره عملیات روان دي. په بنو کې یوې بلې سرچیني وي او اې ډیوه ته ویلي چې هغوی سره په دغه مرکز کې نږدې پنځه دېرش (۳۵) پورې داسې شکمن کسان موجود و چې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې نیول شوي و، او هغوی نه پلټنې روانې وې. سرچینې وویل، د دې پېښې وروسته په ډزو کې دوه امنیتي عسکر هم ژوبل شوي دي. سرچینې زیاتوي چې د وسله والو سره خبرې پیلې شوي او که مخ په وړاندې ولاړ نشي، بیا به د هغوی په ضد عملیات کیږي. خو دا لا تر اوسه نده معلومه شوې چې په کومو شرطونو ورسره خبرې اترې کیږي.  د دې ترڅنګ په سوشل مېډیا یوه ویډیو هم خپره شوې چې په کې څلور کسان لیدل کیږي او یو وسله وال په کې دعوه کوي چې هغوی د سي ټي ډي دفتر او یو شمېر چارواکي په ولقه کې اخیستي دي. وسله والو په دې ویډیو کې غوښتنه کړې ده چې هغو ته دې د هوایي لارې افغانستان ته د تګ اجازت ورکړی شي که نه نو دا یرغمل شوي چارواکي به وژني. د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت ویاند برېسټر محمد علي سیف په یو بیان کې ویلي، په سي ټي ډي مرکز هیچا هم برید ندی کړی، خو په مرکز کې دننه ځیني کسان چې د ترهګرۍ په شک کې نیول شوي و، هغوی دننه مرکز کې د چارواکو نه د وسلو د اخېستو هڅه کړې ده.

18.12.2022 ډیوه

د امریکا په سرحدي ښار کې بېړنی حالت اعلان کړی شو

واشنګټن  - د امریکا د تکساس ریاست د اېل پاسو ښار مېئر/ښاروال په هغه سرحدي ښار کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. اېل پاسو د مکېسکو سرحد ته نږدې د امریکا یو ښار دی چې هره ورځ زرګونه مهاجر د لاتینې امریکې د هېوادونو نه، دې ښار ته په سرحد رااوړي. د اېل پاسو مېئر/ښاروال اوسکار لیزر چې د ډېموکرېټ ګوند سره یې تعلق دی، د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د بېړني حالت په اعلانېدو به هغه ښار ته د کډوالو د بحران سره مقابلې دپاره پیسې او نور ضروري وسایل ورکړل شي. لیزر زیاته کړه: "مونږ دا یقیني کول وغوښتل چې خلکو سره په عزت رویه وشي. غواړو یقیني کړو چې هرڅوک محفوظ دی." امریکايي چارواکي وایي هره ورځ څه دپاسه دوه زره و څلور سوه (۲۴۰۰) کډوال اېل پاسو ښار ته ننوځي، چې دا شمېره په اېل پاسو کې د موجودو شېلټرو یا سرپناهګانو نه ډېره زیاته ده. زرګونه کډوال د اېل پاسو ښار په لارو کوڅو کې ویده کیږي، او هغه هم داسې حال کې چې د ژمي یخ موسم رارسېدلی دی. اېل پاسو ښار کې بېړنی حالت په داسې وخت کې اعلان شو چې په دوه درې ورځو کې به د کډوالو د صحت په تعلق سره د یو فډرال حکم موده ختمه شي. دا حکم، چې د ټایټل ۴۲ په نوم پېژندل کیږي، د کرونا عالمي وبا پر مهال جاري شوی او د سرحد نه یې د کډوالو د فوري واپس کولو اجازت ورکولو. دا حکم به د شورو/چهارشنبې په ورځ ختمیږي، او امریکایي چارواکو ویلي که موده یې ونه غځول شي، نو ممکن اېل پاسو ښار ته د راتلونکو کډوالو شمېر د ورځې ۲۴۰۰ نه، شپږ زرو (۶۰۰۰) ته لوړ شي. د تکساس یو ایالتي سنېټر سیزر بلانکو چې ډیموکرېټ دی او د اېل پاسو ښار استازیتوب کوي، په یو بیان کې ویلي چې هغه سرحدي سیمه "غیرمعمولي انساني بحران سره مقابله کوي."

18.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more