ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د قصاص حکم تطبیق ته غبرګونونه؛ 'طالبان دې په علني ډول د اعدامولو مخه ونیسي'

فراه ولایت کې د طالبانو له خوا په لومړي ځل عام محضر کې پر یو تن د قصاص د حکم تطبیق ته ډیرغبرګونونه ښودل شوي او یو شمیرهیوادونواو د ملګروملتونو په ګډون ځینو نړیوالو سازمانونوافغانستان کې په فوري ډول عام محضر کې د اعدامولو د بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.

08.12.2022 امریکا غږ

توماس وېسټ: د طالبانو د حکومت مشروعيت افغان مېرمنو سره د دوی په چلند پورې تړلی دی

په داسې حال کې چې په افغانستان د طالبانو له بیاڅلي واکمنېدو نږدې شپاړس میاشتې تېریږي او حکومت يې لا د نړۍ د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ ویلي، د طالبانو د حکومت مشروعیت تر ډېره له افغان ښځو او نجونو سره د دوی په چلند پورې اړه لري. ښاغلي وېسټ په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د حکومت د دفاع د سرپرست وزیر په مشرۍ له پلاوي سره له ليدنې وروسته ویلي دي چې، له ملا یعقوب سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث وشو. توماس وېسټ په خپل ټویټر لیکلي دي: "د افغانستان اقتصادي او اجتماعي ثبات او د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت تر ډېره د افغانستان د مېرمنو او نجونو سره د طالبانو په چلند پورې اړه لري." ښاغلی وېسټ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د حکومت له لوري لګېدلي محدودیتونه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ دي. د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوي، ښځې په ډېری دولتي ادارو کې له کار راګرځول شوي، لرې واټن سفر له شرعي محرم پرته نه‌شي کولای، حجاب پرې اجباري شوی او دغه شان ورزشي لوبغالو، تفریحي پارکونو او حمامونو ته پر تګ یې هم بندیز لګېدلی دی. د متحده ایالاتو ځانګړي استازي دا هم لیکلي دي چې، د ملایعقوب په مشرۍ له پلاوي سره يې د افغانستان په امنیتي وضعیت، د داعش وسله‌والو په وړاندې د طالبانو د دومداره هڅو، د سوداګرۍ د چاپیریال د ښه والي او د روان بشري ناورین په وړاندې د نړیوالې ټولنې په هڅو هم بحث کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو پړه تر ډېره داعش وسله‌والو منلې ده. په وروستۍ چاودنه کې چې د جلال اباد ښار په صرافۍ مارکېټ کې وشوه او داعش وسله‌والو يې مسولیت ومانه یو تن ووژل شو او یو شمېر نور ټپیان شول. د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپل ټویټر دا هم لیکلي دي، چې د ثبات په خاطر، نیمایي نفوس باید له اقتصاد او د خپلو کورنیو د ملاتړ په هدف د مشارکت اجازه ولري. پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې پنځلس میاشتې پوره کېږي، خو حکومت يې تر دې دمه د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی. د طالبانو د حکومت ویاندویانو تازه د توماس وېسټ د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې امریکا د دوی د حکومت د مشروعیت په وړاندې لوی خنډ دی. که څه هم طالبانو ادعا کړې چې د نړیوال مشروعیت لپاره يې ټول شرایط عملي کړي خو د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو په افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت جوړول او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندولو لپاره مهم بللي دي. که څه هم طالبانو خپل حکومت ټولګډونه بللی، خو ښکاري چې نړیوالو ته دا ډول حکومت د منلو نه‌دی. د یادونې ده، چې مخکې تر دې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت بیا د دغه لیدنې په اړه ویلي، چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یقوب مجاهد ښاغلي وېسټ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي. دغه راز دا یې هم ویلي، چې نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي غوښتي، چې امریکا او نړۍ دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي. د یادونې ده، وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې افغانستان لپاره د هغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد هم متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ. ښاغلي وېسټ په یو جلا ټویټ کې ویلي دي چې، په دې سفر کې يې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره هم کتلي دي او د ښځو او نجونو د حقونو او د افغانستان د راتلونکې لپاره د یو ملي ډیالوګ د پیلېدو په برخه کې د هغوی غوښتنې اورېدلي دي.

08.12.2022 ازادي راډیو

امریکا: علني اعدام ښکاره کړه چې طالبان غواړي خپلې پخوانۍ تیارې دورې ته ستانه شي

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اومه (لیندۍ ۱۶) په عام محضر کې د طالبانو له خوا د اعدام د حکم اجرا وغندل او ویې ویل چې دا "تیارې سابقې" ته د یادې ډلې ستنیدو ښکارندویي کوي .

08.12.2022 امریکا غږ

ارشد شريف په منظم پلان وژل شوی، رپورټ

د پاکستاني خبريال ارشد شريف د وژنې د حقيقت موندنې رپورټ چې سپريم کورټ ته وړاندې شوی پکې وژل شوی، ارشد شريف په منظم پلان وژل شوی دی.

08.12.2022 ډیوه

ويسټ: د طالبانو قانوني حيثيت د افغان مياندو او لوڼو سره په چلند پورې اړه لري

د افغانستان دپاره د امریکې ځانګړي استازي تهامس ویسټ ويلي، "د افغانستان اقتصادي او ټولنيز ثبات د طالبانو کورنی او نړيوال قانوني حيثيت تر ډېره حده د افغانستان د مياندو او لوڼو سره د هغوی په چلند پورې منحصر/ اړه لري".

08.12.2022 ډیوه

پوتین: اوکراین کې به جګړه اوږده وي، خو اوس اضافه پوځیانو ته اړتیا نشته

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اومه (لیندۍ ۱۶) وویل چې په اوکراین کې د اوږدې جګړې اټکل کوي خو د اوس لپاره د اضافه پوځيانو د ځای پرځای کیدو اړتیا نه ویني.

08.12.2022 امریکا غږ

وسټ: د طالبانو مشروعیت له افغان میرمنو او نجونو سره د هغوی په چلند پورې اړه لري

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وسټ د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اومه (لیندۍ ۱۶) ویلي دي چې د طالبانو مشروعیت د افغان میندو او لوڼو سره د یادې ډلې په چلند پورې اړه لري.

08.12.2022 امریکا غږ

د چین ولسمشر شي جینپینګ سعودي عرب ته په درې ورځني سفر تللی

واشنګټن ـــــ د چین ولسمشر شي جینپینګ په درې ورځني سفر سعودي عرب ته تللی. ددې سفر مقصد له نورو موضوعاتو سره سره د بجلۍ په اړه د سیمې له مشرانو سره بحث ښودل شوی دی. دا د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته نورو هیوادونو ته د چین د ولسمشر درېیم او د تېلو ستر پیدا کوونکي هېواد سعودي عرب ته له 2016م کال وروسته لومړی سفر دی. د سعودي عرب سرکاري رسنۍ ویلي، د چین ولسمشر به په دې درې ورځني سفر کې له باچا ملک سلمان او ددې هیواد له شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان سره ویني او هم به د ګلف د همکاریو شورا په غونډ کې ګډون کوي. تمه کیږي چې د تیلو مارکیټونه به د چین او سعودي عرب د مشرانو تر منځ د بحثونو مهمه ایجندا وي، په خاص ډول په مارکیټونو کې پر هغو بدلونونو به خبرې کوي چې په فرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روس له برید وروسته راغلي دي. د سعودي عرب او روس په مشرۍ اوپیک پلس د یکشنبې- اتوار په ورځ پریکړه وکړه چې په ورځ کې به د تېلو د دوو میلینو بېرلو کموالی وساتي‌ چې په اکتوبر میاشت کې ورباندې اتفاق شوی وو. سعودي عرب او چین ددې سفر د ایجنډا په اړه لږ معلومات ورکړي دي خو د سعودي حکومت ته نیژدې کارپوه علي شهابي ویلي چې تمه کیږي" د دواړو هېواونو تر منځ یو شمیر قراردادونه لاسلیک شي. د چین ولسمشر دا سفر په داسې وخت کې کوي چې د سعودي عرب او امریکې اړیکې د انرجۍ، د سیمې د امنیت او بشري حقونو د اندېښنو له کبله په وروستیو کې څه نه څه کمزورې شوي دي. کارپوهان وایي امکان لري د دواړو هیوادونو مشران به له بجلۍ پرته په هغو سترو منصوبو کې هم د چینایي کمپنیو پر ونډه بحث وکړي چې د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان یې د انرجۍ د ګټو تر څنګ د نورو منصوبو له لارې د اقتصاد د پراخوالي لپاره په پام کې لري. په اکتوبر میاشت کې د اوپیک پلس له خوا د تېلو د پیداوار د کموالي موافقه د دوو پخوانیو ملګرو هیوادونو سعودي عرب او امریکې اړیکو ته یو بل ګزار وو. داسې ویل کیږي چې سعودي‌ عرب ته به د چینایي صدر سفر په واشنګټن کې په دقیقه توګه وڅارل شي. چین او سعودي عرب له وړاندې د وسلو د پلورلو او پیداوار په مقصد مشترک کار هم پیل کړی دی.

07.12.2022 ډیوه

تامس ویسټ له ملا یعقوب او کرزي سره په اماراتو کې کتلي

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ متحده عربي اماراتو ته د سفر په مهال د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له سرپرست وزیر ملا یعقوب او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

07.12.2022 امریکا غږ

کینیا کې د پاکستاني‌ خبریال وژل پلان شوي وو- راپور 

د پاکستان د تحقیق کوونکو ډلې په تازه راپور کې، چې نن چهار شنبه ډسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) خپور شو، ویل شوي دي ‌چې په کینیا کې د پاکستاني خبریال ارشد شریف وژل له مخکې پلان شوي وو. 

07.12.2022 امریکا غږ

روس پر مرکزي اوکراین ډرون بریدونه کړي، خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده

واشنګټن ــــ د اوکراین چارواکي وایي روسي ځواکونو د دسمبر پر اوومه د اوکراین په څو سیمو کې د کامیکازې ډرون او درنو وسلو بریدونه کړي چې وایي دوه کسان یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي.  د اوکراین د سیمه ییزې پوځي ادارې مشر یاروسلاو یانوشیویچ په خرسون کې رسنیو ته ویلي، روسي پوځیانو یوه ورځ مخکې پر دې سیمه 51 توغندي ور وویشتل چې وایي‌ له کبله یې دوه کسان ووژل شول. د اوکراین د نیپروپیټروسک صوبې ګورنر ویلینټاین رزنیچینکو وایي، د شپې مهال په دغه برید کې د اوکراین ځواکونو د روس له خوا راغلې ټولې ډرون الوتکې وویشتلې او تباه یې کړې. ښاغلي رزنیچینکو په ټیلیګرام کې لیکلي: "د ختیځ د هوايي کمانډ پوځیانو ډېر ښه عمل تر سره کړ. موږ د دښمن اته واړه ډرون الوتکې وویشتلې چې دښمن ورته په سیمه کې لارښوونه کړې وه." د ګورنر رزنیچینکو په وینا روسي توغندي تېره شپه د نیکوپول ضلعې او ښار په نخښه کړي دي، چې وایي د ګېس پایپلاینونو، کورونو او فارمونو ته یې زیان اړولی دی، خو چاته یې ځاني زیان نه دی اړولی. ښاغلي رزنیچینکو ویلي: "نيکوپول تر ټولو زيات زيانمن شوى دى. په ښار کې تر سلو پورې شخصي کورونه، د فارمونو ودانۍ او د ګېس پايپلاينونه زيانمن شوي دي، روسي ځواکونو پخپلو بریدونو کې څو دوکانونه، د دفتر ودانۍ او يو کالج تباه کړي‌ دي." چارواکي وایي د اوکراین په یوه بله سیمه زاپورېژیا کې هم روسي پوځیانو دوه کلي په نخښه کړي دي چې وایي د یوې پینځلس کلنې نجلۍ په ګډون درې تنه پکې ټپیان شوي او ډېر کورونه پکې زیانمن شوي دي. د اوکراین په ختیځه برخه کې دغه سخته جګړه یوه ورځ وروسته له هغې روانه وه چې ماسکو په اوکرایني ځواکونو تور پورې کړ، چې په روس کې دننه یې پر یوې هوايي اډې برید کړی دی. روسي چارواکو د هېواد د کورسک ښار داسې عکسونه خپاره کړي دي‌ چې لیدل کېږي له یوې هوایي اډې لوګي پورته کېږي. دا سیمه د اوکراین شمالي پولې ته د تقریباً 90 کیلومیټره پر فاصله پرته ده. که څه هم اوکراین د روسي چارواکو له دعوو سره سم د دغو بریدونو ذمه واري په رسمي توګه نه ده منلې خو د اوکراین یوه چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته منلې ده چې دا بریدونه دوی کړي دي. د دسمبر پر شپږمه هم روس تور پورې کړی وو چې اوکراین یې پر دوو نورو هوایي اډو برید کړی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي امریکې نه اوکراین هڅولی او نه یې ورسره مرسته کړې چې په روس کې دننه بریدونه وکړي. بلینکن وایي په دې پوهېدل مهم دي چې د اوکراین خلک هره ورځ د "روس له روان یرغل" سره ژوند کوي، نوموړي تور پورې کړی چې روس په ژمي کې پر ولسي ځایونو باندې بریدونه کوي. د امریکې د دفاعي پالیسۍ د قانوني مسودې له مخې- چې د دسمبر پر شپږمه مخې ته راغلې- د کانګرس غړي پر دې متفق شوي دي چې اوکراین ته به راتلونکی کال لږ تر لږه 800 میلینه ډالر اضافي امنیتي مرسته ورکړي.

07.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

07.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

07.12.2022 امریکا غږ

له افغان نجونو د ۱۲ ټولګي آزموینه واخیستل شوه؛ زده کوونکي: تیاری مو نه درلود

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نن چهارشنبه دسمبر ۷ (لیندۍ ۱۶) په داسې حال کې د دوولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو د فراغت آزموینه اخیستې چې د تېر کال اګست کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګيو پورته ښوونځي تړلي دي.

07.12.2022 امریکا غږ

طالبانو په فراه ولایت کې په یوه غونډه کې د قتل ملزم ته د مرګ سزا ورکړه

په فراه کې په عامه غونډه کې یو تن ته د مرګ سزا په داسې حال کې ورکړی شوې چې په تیره یوه میاشت کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو په لسګونو ښځو او سړو ته د فټبال په مېدانونو کې د جنسي فعل او د غلا په شان د اخلاقي جرمونو په سر د درو سزاګانې ورکړي دي

07.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more