هنډرسن: د افغان پوځي الوتکو لپاره به کافي پيلوټان وروزو
په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو د روزونکي ماموریت مشر وايي، د افغانستان د پوځي الوتکو لپاره به کافي شمېر پيلوټان او تخنیکي کارکوونکي وروزي.
تروی هنډرسن پرون سې شنبې وویل، د الوتکو او نورو تخنیکي وسایلو اخېستل اسان کار دی خو ستره ستونزه د پیلوټانو پیداکول او د انساني "ځواک" روزنه ده.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تایید کړه چې د پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو روزنه وخت او زیات مالي لګښت غواړي خو باید "ستره" ستونزه نه وي.
دولت وزیري زیاته کړه:
"دا ستونزه د حل لار لري. کله چې امریکا د الوتکو مرسته راسره کړې، افغان پیلوټان یې هم روزلي دي. دا کار زیاته پانګه غواړي خو موږ په بهرنیو هېوادونو کې پيلوټان روزو او مسلکي کار کوونکي ورته برابروو. "
د افغانستان د هوايي ځواک ګڼ شمېر محصلین اوسمهال د امریکا په ګډون په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.