BBC
 شاته

م.م. کې د هند پرضد، د پاکستان له خوا ښوول شوی عکس د فلسطینۍ نجلۍ دی

ملګري ملتونه پاکستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر هم هند په کشمیر کې په تاوتریخوالي تورن کړ، خو پر سبا یې د پاکستان سفیرې ناندرییز عکس وړاندې کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د پاکستان سفيرې د هند پر وړاندې ځوابیه وینا کې پر کشميريانو او همدارنګه پر مسلمانو ګوجراتیانو د هند د ظلمونو د "انځور" په توګه د یوې ټپي نجلۍ عکس وښود، خو مالومه شوه چې دا عکس د یوې فلسطینۍ نجلۍ دی.

ملګروملتونو کې د پاکستان سفیري ملیحه لودي ادعا وکړه چې هندي ځواکونه پر کشمیریانو د ساچمو ډزې کوي، پر ګوجراتیانو ظلم کوي او له دې سره یې یو عکس ښکاره کړچې یوه نجلۍ ځای ځای پر مخ ټپي وه او سور پړونی یې پر سر و.

په اصل کې د ملګرو ملتونو په تالار کې ښکاره شوی عکس د فلسطین غزې شفا روغتون کې د ۲۰۱۴ کال د جولای پر ۲۲ اخیستل شوی. انځور د راویه ابو جمعه په نامه د هغې نجلۍ ده چې د دوی پر کور د اسراییلو په غبرګو هوايي بریدونو کې ټپي شوې وه او هغه مهال ۱۷ کلنه وه.

د ملګرو ملتونو په غونډې کې د راویه د عکس له څرګندېدو لږ وروسته د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د عکس اصلي سرچینه او قرباني معرفي کړل. دغه انځور د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د عکسونو له یوه خپور شوي البومه یو عکس دی.

پر دې مسلې پر رسنیو او ټولنیزو شبکو بحثونه شوي او د پاکستان ډیپلوماسي ته یو کلک ګوزار بلل شوی.

د اغلې لودي تر وینا وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج خپله په هندۍ ژبه او له احساساتو ډکه وینا واوروله چې پکې یې پاکستان په ترهګرۍ او وروسته پاتې والي تورن کړ.

اغلې سورج پاکستان ته پېغور ورکړل چې ګواکې هند "عالمان، ساینسپوهان، انجنیران او ډاکټران" پیدا کړل خو پاکستان د دې په وینا "ترهګر او جهادیان پیدا کړل."

اغلې لودي بیا هند په دې تورن کړ چې" له قصده د جمو او کشمیر پر مسلې سترګې پټوي، خو دا د هند برخه نه ده. خلک یې باید خپله راتلونکې وټاکي."

د ملګرو ملتونو په غونډې کې په لویې اندازه کې چاپ شوي د راویه ابو جمعه د عکس په ښودلو اغلې لودي غوښتل په مستند ډول وښيي چې په هند کې پر مسلمانانو څه تېرېږي.

پر ټولنیزو شبکو د پاکستان پر استازې د نیوکو ترڅنګ، ځینو پلویانو یې بیا لیکلي چې "په کشمیر کې د هند د پوځیانو له خوا د اصلي زیانمنو شویو نجونو عکسونه خپاره کړئ".

د راویه ابو جمعه عکس د هایدي لېوېن په نامه عکاس اخیستی و. د راویه پر مخ چرې لګېدلې وې، د ښی لاس هډوکي یې مات شوي ول او په پښو کې یې سوري شوي ول.

پر ټولنیزو شبکو یو شمېر کسانو غږ پورته کړی چې پاکستان دې د دې عکس پر ښکارولو بخښنه وغواړي، خو نور بیا وايي بخښنې ته اړتیا نشته ځکه د دوی په وینا همداسې پېښې په کشمیر کې هم شوي.